Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 12.01.2018

قبایلي سیمو کې اصلاحات: د جمرود ولس نظرونه

Mashaalradio.com 

د پاکستان قومي اسمبلۍ قبایلي سیمو ته د سپریم کورټ او پېښور های کورټ د واک غځولو بل منظور کړی دی.د دغې پریکړې په عکس العمل کې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواری د خیبر اېجنسۍ په جمرود کې د ځایي خلکو نظرونه راغونډ کړي دي نو راځی چې په دې ویډیو کې یې وګورو.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر پر ايران د بنديزونو کمېدو د تمديد پرېکړه کړې ده.د پاکستان پولیسو نن په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو د محصلينو د لاريون مخه ونيوله. په سعودي کې ښځې د موټرو نندارتون ته ورغلې. د ازادي سټوډیو دا او نور خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.



امريکا به په لومړي ځل ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولېږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده، د امريکا متحد ايالتونه د اول وار لپاره د مشورې ورکولو او مرستې ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولېږي. د امريکا متحدو ايالتونو پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، دغه ځواکونه به د روان ميلادي کال په پسرلي کې افغانستان ته ولېږل شي. ويل شوي چې په اول پړاو کې به څه باندې ١٠٠ سرتېري افغانستان ته ولېږل شي، خو د هغوى د ګمارنې د ځاى په اړه څه نه دي ويل شي. په اعلاميه کې راغلي چې دغه قواوې به د يوې لېوا په چوکاټ کې افغانستان ته لېږل کېږي چې هدف به يې افغان قواوو ته روزنه او ورسره همکاري کوي. Читать дальше...

غزني چارواکي: جغتو کې د طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت چارواکي وايي په جغتو ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبولي دي. د والي وياند وايي، دغو وسله والو تېره شپه په جغتو کې د امنيتي قواوو پر پوستو بريدونه وکړل چې په شا وتمبول شول. محمد عارف نوري زیاته کړنه په دې لړ کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې دقيق شمېر معلوم نه دى. د والي وياند په نښته کې د يوه پوليس وژل کېدل او درېيو نورو ټپي کېدل تأييد کړي دي. د وسله والو طالبانو يوه وياند ادعا کړې چې په جغتو ولسوالۍ کې يې يوه پوسته نيولې او ګڼو افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. Читать дальше...

فاټا ته د انټرنیټ غزولو تړون لاسلیک شو

Mashaalradio.com 

په قبايلي سيمو کې د انفارمیشن ټیکنالوجۍ ته د ودو ورکولو او د فاټا ولس ته انټرنېټي اسانتياوې ورکولو لپاره نن (پنجشنبه) په اسلام اباد کې د انفارمېشن ټيکنالوجي وزارت او يونيورسل سروس فنډ تر مينځه د منصوبې معاهده لاسليک شوه.

د کابل چارواکي: پوليسو په زياته پيمانه چاودیدونکي مواد نيولي

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې پوليسو تېره شپه په زياته پيمانه چاودیدونکي مواد او په زرګونو پټاقۍ نيولي دي. د کابل سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقیار نن جمعه ازادي راډيو ته وویل، دغه مواد په بوجيو کې ځاى پر ځاى شوي وو چې کابل ته يې د انتقال مخه ونيول شوه. دی وايي: "پوليس وتوانېدل په يوه فلاینکوچ ډوله موټر کې درې بوجۍ منفجره توکي او تر ٣٠٠٠ زياتې پټاقۍ په پلچرخي دروازه کې ونيسي." د کابل سرپرست امنيه قوماندان وايي، د دې قضیې په تور دوه مشکوک کسان نیول شوي چې اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي. Читать дальше...

قامي اسمبلۍ فاټا ته د عدالت واک غزولو بل منظور کړ

Mashaalradio.com 

دغه بل د پاکستان د قانون وفاقي وزیر بشیر ویرک او د اپوزیشن ګوند پیپلز پارټۍ پارلېماني غړي نوید قمر وړاندې کړ چې د قامي اسمبلۍ ډېری غړیو یې د منظورۍ ملاتړ وکړ. د مولانا فضل الرحمن ګوند جمعیت علمای اسلام د دغه بل پرضد خپله رایه ورکړه.



لغمان چارواکي: الينګار کې پر مخالفینو بمبارۍ کې ۴ وسله‎وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان ولايتي اداره وايي، د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو پر پټن‎ځايونو په بمبارۍ کې څلور دولت ضد وسله‎وال وژل شوي دي. د لغمان ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه بمباري پرون پنجشنبه ماسپښين شوې ده. په اعلاميه کې ويل شوي د مخالفینو دغې ډلې په سيمه کې وخت ناوخت پر افغان امنيتي قواوو حملې کولې.

دفاع وزارت: عملياتو تر ٧٠ زيات مخالف وسله‎وال وژلي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر ٧٠ زيات مخالف وسله‎وال وژل شوي دي. دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د دغو پوځي عملياتو په نتيجه کې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي ٧٦ وسله‎وال وژل شوي او ١٤ تنه مشکوک کسان نيول شوي دي. اعلاميه وايي، په وژل شويو وسله‎والو کې د وسله‎والو طالبانو ٣ سيمه‎ييز قوماندانان هم شامل دي. دفاع وزارت وايي، دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، نورستان، غزني، ارزګان، هرات، نيمروز، فارياب او جوزجان ولايتونو کې شوي دي. Читать дальше...

راپور: روسيه د امريکا او اروپا انتخاباتو کې د لاسوهنو له کبله سپين سترګې شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د مشرانو جرګې د تحقيق کوونکو په يوه نوي راپور کې خبردارى ورکړل شوى چې روسيه د امريکا او اروپا په انتخاباتو کې د لاسوهنو له کبله لا سپين سترګې شوې ده. په راپور کې د مسکو د دغو هڅو د شنډولو لپاره د يوه قوي اقدام غوښتنه شوې ده. دغه راپور چې د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د مامورينو له‎خوا ترتيب شوې، د چهارشنبې په ورځ خپور شو. په راپور کې په دې برخه کې د پاليسۍ د غوره کولو لپاره ځينې پېشنهادونه شوي چې د هغه څه مخه ونيسي چې دوى د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين له‎خوا د خپل هېواد او ټولې... Читать дальше...

د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د فاټا ځوانانو احتجاج

Mashaalradio.com 

د قبایلي سیمو ځوانانو د پارلیمان او پرېس کلب مخې ته د احتجاج په توګه د لاسونو زنځیر جوړ کړې او غوښتنه يې کوله چې قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګدې کړي. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.

امريکا: د حزب‎الله له‎خوا د مخدره موادو د قاچاق ادعا به وڅېړل شي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د عدليې وزارت وايي، يوه نوې ډله يې ګمارلې چې د حزب‎الله له‎خوا د مخدره موادو د قاچاق ادعا وڅېړي. د لبنان دغه شيعه ډله چې ايران يې ملاتړ کوي، د امريکا له‎خوا د تروريستي سازمان په توګه اعلان شوې ده. د امريکا لوى څارنوال جېف سيشنس پرون دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې په کانګرس کې جمهوريت غوښتونکو پر پخواني ولسمشر بارک اوباما انتقاد وکړ چې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې هغه عمليات يې ټکني کړي وو چې د مخدره موادو د قاچاق په برخه کې يې د حزب‎الله فعاليتونه په نښه کول. د دې ادارې عمليات... Читать дальше...

'ټول افغانان به خپل وطن ته ځي خو تر منظم پلان لاندې'

Mashaalradio.com 

په پېښور کې افغان قونصل جنرل ویلي، دا خبره ناسمه ده چې پاکستان د روانې میاشت تر پایه کډوالو ته د ستنېدو امر کړی. محمد معین مرستیال تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، پاکستان یوازې د رجسټر افغان کډوالو د پاتې کېدو موده غځولې چې کابل، اسلام اباد او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د هغوی د برخلیک په اړه یوې نتیجې ته ورسي. قونصل جنرل معین مرستیال زیاتوي، د افغانستان حکومت په لنډ وخت کې دا امکانات نه لري چې شاوخوا دوه میلیونه کډوالو ته د اوسېدو ځای او بنیادي اسانتیاوې برابرې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

پوتین ادعا کړې چې امریکا د ناوالني د انتخاباتي مبارزو ملاتړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ادعا کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د فعال الکسي ناوالني د انتخاباتي مبارزو ملاتړ کړی دی. ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ دا خبره د روسي رسنیو د مسؤل مدیرانو سره په کتنه کې پرته له‎دې چې په اړه یې شوهد وړاندې کړي، یاده کړې ده. الکسي ناوالني غوښتل چې د روسیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې کېږي، د ویلادیمیر پوتین په وړاندې کاندید شي. خو د روسیې د انتخاباتو کمېسیون وویل، ناوالني له دې کبله چې پخوانۍ جرمي دوسیه لري، د کاندېدو په شرایطو برابر نه‎دی. Читать дальше...

د ایران او عراق پولي ته نېژدې د زلزلې سپک ټکانونه احساس شوي

Pa.azadiradio.com 

د پنجشنبې په ورځ د ایران او عراق پولي ته نېژدې او د ایران په نورو سیمو کې د زلزلې یو لړ خفیف ټکانونه احساس شوي دي. راپورونه وايي، د زلزلې ډېر ټکانونه په هغه سیمه کې وو چې د نوومبر په میاشت کې په کې یوې سختې زلزلې تر ۵۳۰ کسانو زیات وژلي وو. د ایران دولتي ټلوېزېون ویلي چې د زلزلې په پرونیو ټکانونو کې د څلور کسانو د سرسري ټپي کېدو او په کمې اندازه د ورانۍ راپورونه ورکړل شوي دي. د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز ویلي، د زلزلې له ټکانونو اوو ټکانونو د عراق د منادعلي ښار لړزولی دی. دا د ایران او عراق پر پوله پروت ښار دی. Читать дальше...


Музыкальные новости




Персональные новости




یونان او مقدونیا هڅه کوي څو د لسیزو شخړه هواره کړي

Pa.azadiradio.com 

د یونان او مقدونیا چارواکي وايي، دوی ډېره هڅه کوي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د "مقدونیا" د نوم پر سر د لسیزو شخړه هواره کړي. د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس ویلي، د دې موضوع د هواري لپاره د فرصت یوه کړکۍ ویني. نوموړی د پنجشنبې په ورځ د یونان له ارتودوکس کلیسا وغوښتل چې ګاونډي هېواد ته دې د "مقدونیا" د نوم د کارولو په وړاندې چې یونان یې هم خپل یو شمالي ولایت ته کاروي، خپل مخالفت راکم کړي. الکسیس سیپراس د یونان دولتي ټلوېزېون ته وویل، دا باور لري چې په دې اړه توافق د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی. Читать дальше...

روسیې د امریکا سنا کې د ډیموکراټ ګوند د استازو تازه راپور رد کړی

Pa.azadiradio.com 

روسیې د امریکا په سنا کې د ډیموکراټ ګوند د استازو هغه تازه راپور رد کړی چې وايي، مسکو د امریکا او اروپايي هېوادونو په انتخاباتو کې ګډوډي رامنځته کوي. د امریکا په سنا کې د ډیموکراټو استازو دا راپور د چهارشنبې په ورځ خپور شو. دا لومړی ځل دی چې د امریکا د سنا غړي په رسمي توګه روسیه د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې په لاس‎وهنې تورنوي. په دې راپور کې د امریکا د سنا ډیموکراټو استازو د دوو لسیزو څخه په زیاته موده کې د اروپايي هېوادونو په انتخاباتو کې د اغېز لپاره د روسیې هڅې څېړلې دي. خو د کریملین... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net