د وژل شوې زېنب د کلي خلک وېرېږي
د پنجاب په قصور سيمه کې پر ۷ کلنې زېنب جنسي تېري او وژنې وروسته د دغه ځای خلک په وېره کې دي. دوی له حکومته د خپلو ماشومانو د خونديتوب غوښتنه کوي. په دې اړه بشير ګواښ ويډيويي راپور...
د پنجاب په قصور سيمه کې پر ۷ کلنې زېنب جنسي تېري او وژنې وروسته د دغه ځای خلک په وېره کې دي. دوی له حکومته د خپلو ماشومانو د خونديتوب غوښتنه کوي. په دې اړه بشير ګواښ ويډيويي راپور...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه خبرې کوي. په قزاقستان کې په یوه بس کې د اور لګېدو په پېښه کې د ۵۲ کسان وژل شوي دي. ترکیه وايي: د سوريې په عفرين سیمه کې به د کرد مليشو پر وړاندي عملیات وکړي. د ازادي سټوډیو دا او نور خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس وېلز سره یې د پاکستان اندېښنې شریکې کړي.
پېښور کي مدني فعالانو او د پښتونخوا ولسي تحریک مشرانو په کراچۍ کي د نقیب الله مسود په نوم د مشهور یو ځوان چې اصل نوم یې نسیم الله وو د وژني پرضد احتجاجي مظاهره کړی او د هغه وژنه یې په سختو ټکیو غندلې. دوی د دغه پېښې د پلټنو لپاره د یوه عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوله. دوی ویل نور په پاکستان کې د پښتنو وژنه نه مني. د غلام غوث ویډيو
په روسيه کې د يوې کورنۍ څلور غړي له تېرو ۱۷ کلونو راهيسې د دې هېواد تر ټولو وړوکی ټي وي چېنل چلوي.
د مردان په ګوجر ګړۍ کې د یوې وړې ماشومې عاصمې مړۍ له خپلو کورونو سره جوخت پټیو کې موندل شوی دی. د پولیس چارواکي وايي، پر هغې تشدد شوی دی خو دا لا نه ده جوته چې پر هغې جنسي تېری شوی دی که نه ځکه چې د هغې وینه د طبي ازموینې لپاره لېبارټرۍ ته لېږدول شوې ده. د مشال خبریال شبیر احمد جان یې ویډیو راپور کښلی.
د افغان کډوالو کمېټۍ مشرانو د چارشنبې/شورو ورځ په پېښور پرېس کلب کې په خپل خبري کانفرنس کې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو د اوسېدلو موده دې تر هغو غزوي چې په خپل وطن افغانستان کې یې پوره امن نه وي راغلی. تر خبري غونډې وروستو د مشال راډيو خبریال غلام غوث له ځینو کډوالو سره خبرې کړې.
اقرار په پېښور کې د سندرو د ثبت يوه سټوډيو لري او تر څنګ يې د هنر ټي وي په نوم د خپل يوټيوب چينل له لارې د پښتو موسيقۍ پروګرامونه خپروي.
د افغانستان علماو سرتاسري شورا د جنورۍ په اتلسمه په يوه خبرپاڼه کې د ځانمرګو بريدونو پرضد د پاکستانيو عالمانو فتواستايلې ده خو وايي دوی بايد افغانستان هم پکې ياد کړی وای.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې ویلي، پر پاکستان یې د پوځي مرستو له بندولو سره هغه هېواد ته قوي پیغام ورکړی. نوموړې د امریکا غږ له ګرېتا فن سوستېرن سره په مرکه کې ویلي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي، نو ځکه واشنګټن ورته د دې لپاره نور پیسې نشي ورکولای.
د جمهوري ریاست او د بلخ د پخواني والي ترمنځ د راولاړې شوې سیاسي لانجې په دوام په کابل کې د امریکا...
د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام د ګروپ په وروستۍ لوبه کې افغانستان د شنبې په ورځ له ایرلنډ سره مخ کېږي. د کرکټ د نړیوالې شورا ویبپاڼې د معلوماتو لهمخې د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې چې له دې وړاندې یې پاکستان او سريلانکا ته ماتې ورکړي دغې سیالۍ ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی دی. که څه هم افغانستان د نړیوال جام کوارټر فاینل یا اتو غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي، خو د دې لوبې ګټلو اهمیت په دې کې دی چې افغانستان د خپل ګروپ د جدول په سر کې پاتې او په بله سیالۍ کې د ګروپ له دوهمې لوبډلې سره سیالي وکړي.
په کابل کې د پیل شویو ژمنیو ساحلي فوټبال سیالیو په لړ کې د پرورشګاه لوبډلې نوي افغان کلب ته اته د څلورو پر وړاندې ماتې ورکړه. د فوټبال فدراسیون د خپرونو مسؤل شفیع شاداب نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» ازادي راډيو ته وویل په دغو سیالیو کې د الف او ب لیګونو څخه اتو غوره لوبډلو ګډون کړی دی. دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او په لومړي سیالۍ کې کابل کلب د ۲۱مې پېړۍ په نوم لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. د فوټبال فدراسیون وايي، دا سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي.
دا تور دی چې په مدرسو کې داسې زدکړي ورکول کېږي چې په نتيجه کې يې په پاکستان کې تندلاريتوب او ترهګرۍ وده مومي.
ترکيې نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» اعلان وکړ چې د سوريې په هغو دوو سیمو کې پوځي عملیات...
د شورو/چارشنبې ورځ د جنوبي وزیرستان په ټانک کې د مسودو په یوه جرګه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې په سیمه کې دې د زرګونو ښخ کړل شویو ماینونو د پاکولو سمدستي بندوبست وکړي.
یوه لوړ پوړې امریکایي ډیپلوماټه وایي، دوی په دې هدف په افغانستان کې د سولې پروسې لپاره کار کوي...
په کابل کې د امریکا سفارت، وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو په برخه کې د روسيې له رغوونکو هڅو هرکلی وکړ.
ملګرو ملتونو کې د امريکا سفیرې نېکي د جنورۍ په ۱۷مه نيويارک کې خبريالانو ته وويل افغانستان کې له شوو پرمختګونو مطمينه ده. هغې کابل ته له خپل سفر وروسته دا خبرې کړي دي او ويلي يې دي افغان چارواکي غواړي نړيواله ټولنه پر پاکستان فشار وساتي. نور حال د بشير ګواښ په ويډيو کې
ترکیه وايي، په پام کې لري چې د سوریې د کُردانو تر کنټرول لاندې په عفرین او منبج سیمو کې پوځي اقدام وکړي. ترکیه وايي، دا کار د کُرد جنګیالیو چې امریکا یې ملاتړ کوي، د ګواښ په ځواب کې کوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووشاوغلو نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸»وویل، د ترکیې د جنوبي پولي په اوږدو کې د سوریې د کُرد ځواکونو د ملاتړ په خاطر یې پر امریکا بې باوري دوام لري. اوغلو همدا راز وویل چې روسیه باید د سوریې په عفرین سیمه کې د عملیاتو مخالفت ونهکړي او انقره به په دې سیمه کې هوايي عملیات له تهران او مسکو سره همږغي کړي. Читать дальше...
د شورو/چارشنبې په ورځ په نیمه قبایلي سیمه درې اوبه کې د امن په نوم کلتوري مېله شوي، چې د انتظاميې او پوځي چارواکیو ترڅنګ د سیمې مشرانو او ځوانانو پکې ګډون وکړ. په مېله کې مشاعره شوه، سندرې او اتڼونه وشول. د مشال خبریال عمر دراز وزیر يې ویډیو راپور کښلی.
د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د لومړي ځل لپاره د سوريې د جګړې په اړه د خپل هېواد بې قیده ژمنه اعلان کړه.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتنو زده کوونکیو سیاسي ډلو په کراچۍ کې د پولیسو په یوه مشکوک برید کې د یوه مسود ځوان نقیب مسود په وژنه سخته خواشیني ښودلې او د دغه پېښې ضد یې په ښار کې لاریون وکړ. عمر دراز وزیر یې ویډيو کښلې
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تمه لري چې پاکستان د افغان کډوالو په اړه پر خپلې کړي...
د کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې د جنوبي وزيرستان مکين تحصيل سره تعلق لرونکی يو ځوان نقيب مسود(چې خپل نوم يې نسيم الله دی) وژل شوی او خپلوان يې تور لګوي چې د پوليسو په يوه مبينه مقابله کې وژل شوی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.