په بدخشان ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې ویجاړی شوې دي.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د بدخشان په اُرګو ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې هم پکې له منځه ولاړې.
نوموړي وویل:
"د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول، د دې ولسوالۍ په خواجه مولا سیمه کې د هیروئينو د پروسس درې کارخانې هم ویجاړې شوې او... Читать дальше...
امریکا اعلان وکړ چې د پاکستان له پوځ سره نږدې یو میلیارد ډالریزه مرسته ځنډوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن شپه د ایران په اړه بیړنۍ غونډه کوي او د چین په هاربن ښار کې کنګلینې ودانۍ نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ازادي سټوډیو دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون هم مه هیروئ.
زرګونه کسان د جمعې تر لمانځه وروسته د ايران د حکومت په ملاتړ سرکونو ته راووتل او دا درېيمه ورځ ده چې په دې هېواد ...
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د جنايي جرمونو پرضد يې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه نور کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د امریکايي مرستو دورولو په غبرګون کې پاکستاني لوري په پام سره خپل غبرګون ښودلی. دبهرنیو چارو وزارت یې د جمعې په ورځ يو بيان کې ويلي چې پاکستان له امريکايي ادارې سره د امنيتي همکارۍ په معاملو کې په رابطه کې دی او تمه لري چې هغوی به لا نور تفصیلات ورسره شریک کړي.
چارواکي وايي، چې د لوګر پوهنتون د اولې دورې ټولو فارغانو ته به حکومتي دندې ورکړي او استادانو ته به د هغوی د تجربو د زیاتولو لپاره بهرنیو هېوادنو ته د لنډ مهالو سفرونو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د کندهار له امنيه قوماندان سره به قانوني چلند وشي.
جنرال عبدالرازق د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې دى د اوسني حکومت له خوا نه دى ټاکل شوى او نه يې دغه حکومت لېرې کولاى شي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي نن جمعه يوه کنفرانس ته وويل:
"د جنرال رازق په اړه به هم د هغه د وروستيو څرګندونو له کبله د قانون په چوکاټ کې جدي او قانوني چلند کېږي."
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، په بلخ ولايت کې هم د کورنيو چارو وزارت دوو منسوبينو ته د هغوى د ورته څرګندونو له کبله وظيفوي جزا ورکړل شوې وه. Читать дальше...
د سېنېټ يوې کميټۍ ته د اطلاعاتو د مملکت وزيرې مريم اورنګزېب ويلي چې دوی د خبريالانو د تحفظ او ښېګړې لپاره جوړې کړې دوه قانوني مسودې له هغې وروستو بېرته اخستي چې پرې د خبريالانو د سازمانونو له خوا نيوکې مخې ته راغلې وې.
د تبليسي ښار محکمې د ګرجستان پخوانى ولسمشر ميخايل سااکاشويلي په ٢٠٠٦ میلادي کال کې د وژنې د يوې قضيې په تړاو له قدرته په ناوړه استفاده مجرم وپېژاند.
محکمې دى په غياب کې په درې کاله بند محکوم کړ.
د محکمې قاضي د سااکاشويلي پر خلاف نن جمعه دغه حکم اعلان کړ چې په کې راغلي، ده له قدرته له ٢٠٠٤ میلادي څخه تر ٢٠١٣ میلادي کاله پورې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې ناوړه استفاده کړې ده.
ويل شوي سااکاشويلي په ٢٠٠٦م کال هڅه کړې وه چې د ګرجستان د يوه بانکر ساندرو ګيرګ ولياني د وژنې قضيه پټه وساتي او د هغه د وژنې په قضيه کې څلور محکوم کسان يې بخښلي وو. Читать дальше...
د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د شوکدر په مونډۍ کې د افغان کډوالو په ړنګ کړل شوي یوه پنډغالي کې د هلکانو او نجونو دوه ښوونځي هم تړل شوي دي.
دغه ښوونځي په ۱۹۸۷ کال پاکستان حکومت د نړیوالو په مالي مرسته جوړ کړی و او تر دولسم ټولګي په کې زده کړې کېدلې.
د مونډۍ او ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو له حکومته غوښتي چې دغه ښوونځي دې بېرته په خپل مالي لګښت پرانېزي.
شاهنوا تره کزي یې ویډيو راپور کړی.
د شوکدر په مونډۍ کې د افغان کډوالو په ړنګ کړل شوي یوه پنډغالي کې د هلکانو او نجونو دوه ښوونځي هم تړل شوي دي. دغه ښوونځيان په ۱۹۸۷ز کال پاکستاني سرکار د نړیوالو په مالي مرسته جوړ کړي ول او تر دولسم ټولګي پکې زده کړې کېدلې. د مونډۍ او ورڅېرمه سیمو اوسېدونکیو له حکومته غوښتي چې دغه سکولونه دې بیرته په خپل مالي لګښت پرانیزي چې د ماشومانو زده کړې یې و نه شلېږي.
شاهنوا تره کزي یې ویډيو راپور کښلی.
اسلام اباد په پاکستان کې د مذهبي ازاديو په اړه د امريکا انتقاد رد کړ او وايي، پاکستان په افغانستان کې د نورو د ماتې قرباني شوى دى.
دا خبره د مذهبي چارو لپاره د پاکستان فډرال وزير سردار محمد يوسف د ازادي راډيو مشال څانګې ته وکړه.
تر دې يوه ورځ مخکې د امريکا متحدو ايالتونو پاکستان د هغو هېوادونو په ليست کې شامل کړ چې له مذهبي ازاديو په کې سرغړونې کېږي.
دا اقدام د دواړو هېوادونو اړيکو ته يوه ضربه ګڼل کېږي.
بل خوا د امريکا متحدو ايالتونو اعلان وکړ چې له پاکستاني پوځ سره په امنيتي برخه کې تقريباً... Читать дальше...
د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د جمعې په ورځ زرګونو کسانو د خطاطۍ په کلنۍ مسابقه کې ګډون وکړ، دا مسابقه کاکيزوم...
د خوست امنیتي چارواکي وايي چې د جنايي جرمونو پر ضد يې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
دوی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې يې د چرسو او هیروئینو په ګډون یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.
د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال داود امین ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور تنه د قتل، څلور تنه د نشه يي توکو د کاروبار او څلور نور يې د ماین ايښودنې په تور نیولي دي.
د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، د دې تر څنګ د پولیسو... Читать дальше...
پاکستان د امریکا هغه اعلان رد کړی چې په هېواد کې یې د مذهبي ازادۍ د حقونو سرغړونه کېږي.
پاکستان د امریکا هغه اعلان رد کړی چې په هېواد کې یې د مذهبي ازادۍ د حقونو سرغړونه کېږي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ مسؤلين وايي، د پوليسو يو افسر پرون پنجشنبه له ګذرې ولسوالۍ څخه تښتول شوى دى.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري ازادي راډيو ته وويل، دغه افسر په بادغيس کې وظيفه درلوده چې د وسله والو له خوا تښتول شوى دى.
ويل شوي چې تښتول شوى افسر د پشتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکى و.
امنيه قوماندان وايي، څرګنده نه ده چې دغه پوليس افسر د چا له خوا تښتول شوى دى.
خو ده وويل چې د دې قضيې د لا روښانتيا لپاره هڅې پيل شوې دي.
د امریکا حکومت وايي، تر هغې چې اسلام اباد په خپلو پولو کې د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد جدي اقدامات ...
د قبايلي سيمو د راتلونکې د څرنګوالي په اړه د ناندریو ختمولو په غرض جوړه کړل شوې د متحده مجلس عمل کمېټۍ به په درېو ورځو کې دننه د ياد اتحاد مرکزي کمېټې ته خپلې سپارښتنې وړاندې کوي.
ټاکل شوې چې نن بیا هم د ايران د حکومت په ملاتړ لاريونونه وشي.د ايران د رژيم پر ضد لاريونونه له څو ورځو راهيسې ...
بلوچستان کې له تېرو نېږدې څو ورځو راهیسې ناڅاپه یو سیاسي کړکېچ منځ ته راغلی دی چې هېچا یې تمه هم نه کوله، ځکه چې د ځینو خلکو په خبره، پر جمهوري ادارو اور په اسلام اباد او لاهور کې لګول شوی وو،خو دوګ یې تر کوټې واوت.
امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار د مکروریانو د بنايي په سېمه کې د تېرې شپې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې...
د ازادي راډيویي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې د یوې سندرې په باره کې معلومات اورئ چې سل کاله پخوا افغان ...
په بلوچستان اسمبلۍ کې د ځینو حکومتي او مخالفو غړیو له لوري درې ورځې مخکې پر صوبايي اعلا وزیر نواب ثناء الله زېري د باور نه کولو تحریک (تحریک عدم اعتماد) راوړلو پس په مرکزي ښار کوټه کې سیاسي هلې ځلې زیاتې شوې دي.
د روسیې ریا خبري اژانس تېر ماښام، په ملګرو ملتونو کې مرستیال سفیر سېرګې ریابکوف له خولې ویلي، ((د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د کورنیو چارو په معامله کې هېڅ رول نه لري.))
Спорт в России и мире
Москва
«Вегас» сравнял счет в серии с «Далласом» в серии плей-офф НХЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Даниил Медведев
Чех Легечка пожелал здоровья россиянину Медведеву, который снялся с их матча
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Подмосковье примет участие во всероссийском экологическом форуме
Путин в России и мире
Москва
В Москве усилят ПВО и установят сверхмощные "глушилки" для дронов в день инаугурации Путина
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Niletto
NILETTO выйдет на сцену в инвалидной коляске из-за разрыва ахиллова сухожилия
Москва
На выставке-форуме "Россия" наградили 12-миллионного посетителя
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net