د هرات چارواکي: د پوليسو يو افسر له ګذرې ولسوالۍ تښتول شوى
د هرات د امنيې قوماندانۍ مسؤلين وايي، د پوليسو يو افسر پرون پنجشنبه له ګذرې ولسوالۍ څخه تښتول شوى دى.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري ازادي راډيو ته وويل، دغه افسر په بادغيس کې وظيفه درلوده چې د وسله والو له خوا تښتول شوى دى.
ويل شوي چې تښتول شوى افسر د پشتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکى و.
امنيه قوماندان وايي، څرګنده نه ده چې دغه پوليس افسر د چا له خوا تښتول شوى دى.
خو ده وويل چې د دې قضيې د لا روښانتيا لپاره هڅې پيل شوې دي.