د ایران د رژیم پر ضد مظاهرې پراخیږي او تر اوسه پکې لس تنه وژل شوي دي، د شمالي کوریا مشر له جنوبي کوریا سره د خبرو د پيل غوښتنه کړې خو امریکا ته یې خبرداری ورکړی دی او د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د نوي کال جشنونه وشول.
د ازادي سټوډیو دا خبرونه د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د نوي میلادي کال په پیل سره بلغاریا د اروپايي ټولنې دوره یي مشرتوب پر غاړه واخیست.
دا د بالکان د سیمې لومړنی هېواد شو چې د شپږو میاشتو لپاره به د اروپايي ټولنې مشري کوي.
د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ بلغاریا په استونیا کې د اروپايي ټولنې د دوره یي مشرتابه مسؤلیت په رسمي توګه واخیست.
بلغاریا په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له اروپايي ټولنې سره یوځای شوه او تمه کېږي چې په اروپايي ټولنه کې د خپلو ګاونډیو هېوادونو د شمولیت مسئله هم مطرح کړي.
بلغاریا په خپله په دې هېواد کې د اقتصادي مسئلو او د اداري... Читать дальше...
د غور په ولایت کې د هریرود پر سیند د پلیو کسانو د تېرېدو لپاره د یوه پل پرانېسته وشوه.
د غورولایت د کلیو د پراختیا رئیس انجنیر محفوظ الله په سیمه کې ازادي رادیو ته ویلي چې دغه پل د هریرود پرسیند په شااوخوا اتو میاشتو کې بشپړ شو.
د ده په خبره، دغه پل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۲،۵ متره سور لري، د کلیو د پراختیا وزارت پرې ۱۵میلیونه افغانۍ لګولي دي.
خبرزیاتوي، دغه پل د غور مرکز ته نېږدې د پوزه لیچ په سیمه کې جوړ شوی چې د هریرود د سیند د دواړو غاړو لسګونه کلي یې سره وصل کړل.
د بدخشان ولایت په ارګوی ولسوالۍ کې د حکومت د مخالفو وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.
په شمال شرق زون کې د پامیر شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د «کوکچه ۱۷» په نوم دا عملیات تېره ورځ سهار مهال د هوايي ځواک په ملاتړ پیل شوي چې لا هم دوام لري.
د ښاغلي کریمي په وینا، تر اوسه په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتی او وسله وال کسان له کوم مقاومته پرته له سیمې د تېښتې په حال کې دي.
ترکمنستان هرات او نورو هغو ولایتونو ته د برېښنا جریان قطعه کړی چې د دې هېواد له وارداتي برېښنا استفاده کوي.
راپورونه وايي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په فاریاب، سرپل، جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو کې برېښنا نشته.
چارواکي وايي، ترکمنستان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یو کیلو واټ برېښنا پر افغانستان د دوو سېنټو په بدل کې پلورله، خو اوس ویل کېږي چې ترکمنستان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د برېښنا د بیې د دوه چنده کېدو غوښتنه کړې.
د افغانستان د برېښنا شرکت مشر وحید احمد کامراني پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې... Читать дальше...
دغه شورا د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور او حکومت ترمنځ وروستیو سیاسي نانندریو ته په پام سره له ولسمشر ...
د ایران په لر و بر کې پر ټولنیزو رسنیو د اماتور ویډيوګانې ټوټې خپرېږي چې په دغه هېواد کې د ډیسېمبر له ۳۱مې نېټې راهیسې د حکومت ضد لاریونونه ښودل کېږي. مشال راډيو د دغه ویډيويي ټوټو خپلواکه کره والی نه شي کولی.
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر لومړۍ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ بيليونه ډالر ورکړې خو هغوی په ځواب کې دروغ ويلي او دوکه يې ورکړې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، بېګا شپه یې د امریکا سفیر ورغوښتی او هغه ته یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستي ټویټر پېغام په اړه خپل خپګان او احتجاج ثبت کړی دی.
د ننګرهار د یکشبې ورځې د پېښې یو شمېر وژل شوي نن (دوشنبه) خاورو ته وسپارل شول.
۱۸ تنه هغه کسان چې د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د مقام خان په هدیره کې د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي شينواري د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو، پرې چاودنې وشوه او ووژل شول.
اېډېټ: ابراهیم صافی
د ننګرهار د تېرې ورځې د پېښې یو شمېر وژل شوي نن خاورو ته وسپارل شول.
۱۸ تنه هغه کسان چې تېره ورځ د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د مقام خان په هدیره کې د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي شينواري د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو، پرې د داعش ځانمرګی برید وشو او ووژل شول.
اېډېټ: ابراهیم صافی
د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې د نیمه لوړو زده کړو څخه د سلګونو نجونو په فارغېدو سره د مور او ماشوم د مړینې کچ کم شوی دی.
کابل - تر هغې وروسته چې د بلخ مستعفي والي عطا محمد نور د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د یو شمېر رسنیو په موجودیت کې خپل د کار دفتر ته ولاړ، د افغان حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د بلخ د والي په توګه د نور اجرات غیر قانوني دي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په وروستیو کلونو کې په یاد ولایت کې د روغتیا په برخو کې له نیمه لوړو زده کړو د سلګونو نجونو په فارغېدو سره د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.
د دوشنبې په ورځ په خوست کې د روفيروغتیايي زده کړو په نوم د یوه خصوصي انسټیټيوټ له بېلابېلو څانګو څخه د لسګونو نجونو او هلکانو د فراغت په غونډه کې د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې تر اوسه هم دوی د نرسانو او قابلهګانو د کمښت ستونزه لري.
ښاغلي محمدي... Читать дальше...
د ولسی جرګې اداري پلاوي د ښاغلي عثماني د استېضاح موارد د زیاتو سلاکارانو په دندو ګمارل، د ۱۳۹۵ لمریز کال ...
د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د اقتصاد د عالي شورا له پرېکړې سره سم یې د زرګونو ټنو زړو...
د ننګرهار ولایت په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې په دې وروستيو کې جنايتي جرمونه، غلاوې او هدفي وژنې زیاتې شوې، په همدې اړه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې هدفي وژنې سیاسي او که جنايي دي؟ نوموړي په ځواب کې ویلي دي.
د ارزګان ولایت دغه ځايي خلک یادې ادعاوې په داسې مهال کوي چې د دغه ولایت شااوخوا۹۰ سلنه خاوره د ولایتي ...
د کابل د فوټبال د ۱۴کلونو د غورهلیګ سیالیو په لړ کې نن یکشنبه مکروریان له کابل کلپ، شمالي هندوکش له پامیر او اردو له عدالت سره لوبه وکړه.
د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب ازادي راډیو ته وویل، مکروریان «۳/۰» کابل کلپ، شمالي هندوکش «۳/۰» پامیر او دغه شان عدالت «۱/۰» اردو ته ماتې ورکړه.
د دغه لیګ په لړ کې تېره ورځ استقلال او عدالت لوبډلو لوبه «۱/۱» مساوي کړه، خو حمزه لوبډلې « ۰/۳» اردو او لویديځ هندوکش «۰/۱» رسول شهید ته لوبه وبایلله.
د کابل د فوټبال د ۱۴ کلنو لیګ درې میاشتې مخکې د... Читать дальше...
په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې په هرات کې د فوټساللیګ سیالۍ پیل شي.
د هرات د فوټسال کمېټې مسؤل محمد یاسین رحماني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې د هرات د فوټسال ۲۴ لوبډلې ګډون کوي.
ښاغلی رحماني د دغه لیګ هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول بولي.
د هرات د فوټساللیګ چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پیلېږي چې دوه میاشتې دوام کوي.
د انګلستان د غورهلیګ سیالیو په لړ کې تېره ورځ کریسټال پالاس او منچسټر سیټي لوبه «۰-۰» مساوي کړه.
د دغه لیګ په لوبه کې تېره شپه ویز بروم او ارسنال هم لوبه «۱-۱» مساوي پای ته ورسوله.
د انګلستان د غورهلیګ جدول په سر کې منچسټرسیټي د ۵۹ امتیازونو په درلودو لومړی، ارسنال د ۳۸ امتیازونو په درلودو پینځم، کریسټال پلاس د ۱۹ امتیازونو په درلودو سره ۱۷م او ویز بروم د ۱۶ امتیازونو په درلودو سره ۱۹م ځای لري.
د چارواکو په خبره دا وسله وال د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو او بهرنيوو ځواکونو په هوايي بريدونو کې له منځه وړل شوي دي.
د اتوار په ورځ یوې غونډې ته د لاهور هایکورټ چیف جسټس منصور علي شاه وویل، که د وکیلانو د هړتالونو په لاملونو رڼا واچول شي نو څه کوټلې مقصدونه یې نه ښکاري.
د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو مرکزي اداره وايي، دوی د تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو ولسمشر یې...
د کندز د شیرخان بندر د مسافرو او سوداګريزو توکو پرمخ بېرته پرانېستل شو.
د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل مدیر مسعود وحدت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه بندر له ۱۴ ورځني بند وروسته نن د مسافرو پرمخ خلاص کړای شو او اوس په کې کاروبار په عادي ډول دوام لري.
ښاغلی وحدت وايي چې د دې بندر تړل کېدو د سوداګرو پر کاروبار منفي اغېز درلود چې له امله یې زیات شمېر سوداګرو ته مالي زیانونه واوښتل.
نوموړی وايي، دغه بندر د قاچاق کوونکو له خوا د یوه تاجکستاني جنرال تر وژلو کېدو وروسته د تاجکستان هېواد له خوا وتړل شو. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
4 современных общественных пространства появятся на севере Москвы в 2024 г
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Уимблдон
Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Чем грозит парковка на газоне
Путин в России и мире
Москва
Си отказал Макрону в просьбе, связанной с Путиным. В Москву прибыл лидер Кубы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко рассмотрит заявление об убежище от польского суди Шмидта
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
«У каждого своя история»: мама Тимати ответила на нападки подписчиков после публикации о любви к дочке рэпера
Москва
«Я эти яблоки ненавидела». Почему Людмила Зайцева не хочет разбивать огород
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net