امریکا کې سلګونو زرو ښځو او نارینهوو د ټرمپ پر ضد مظاهره وکړه
فعالانو وویل، ټاکل شوې ده چې دا مظاهرې نن هم دوام وکړي.
د ښځو دا مظاهرې د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ ښارونو کې وشوې او برخه والو یې د ټرمپ پر پالیسیو انتقادونه وکړل، ویې ویل چې دغو سیاستونو ښځې کړولي دي.
په واشنګټن کې د ډیموکراټ ګوند سیاستوالو هم په مظاهره کې ګډون وکړ.
په ۲۰۱۷ میلادي کال هم ښځینه فعالانو مظاهرې کړې وې.
