د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر بلخ ته رسېدلى دى
په مزار شريف کې د ازادي راډيو خبريال وايي، په دغه ډله کې د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا ځينې غړي هم شامل دي.
د بلخ د ولايتي شورا رئيس افضل حديد تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل، دغه هيئت د بلخ له ولايته د عطا محمد نور پر لېرې کېدو يا هم پاتې کېدو بحث پيل کړى دى.
هغه وويل چې دغه هيئت به د افغان حکومت او د بلخ د پخواني والي ترمنځ پر روانه لانجه خبرې وکړي.
د کابل لپاره د امريکا نوي سفير جان باس تېره پنجشنبه په کابل کې خبريالانو ته وويل، د بلخ والي دې واک په سولهييز ډول انتقال کړي او په ټولنه کې اضافي تاوتريخوالي ته اړتيا نهشته.
