جنرال میلي: د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څارو
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پرمختګونه او د دې هېواد امنیتي وضعیت له نژدې څاري. نوموړي چې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) یې د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته څرګندونې کولې وویل چې له ۴۱۹ ولسوالیو څخه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي او زیاته یې کړه دا چې طالبان وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په لسګونو ولسوالۍ نیولي دا درسته نه ده ځکه د ده په وینا طالبانو تېر کال مخکې له دې چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیرپیل کړي، په ۶۰ ولسوالیو کنټرول درلود. Читать дальше...