واشنګټن: ترکیه به د کابل هوایي ډګر په امنیت کې رهبري کوونکې ونډه ولري
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وایي، د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو په کتنه کې هوکړه شوې چې ترکیه به د کابل هوایي ډګر په امنیت کې رهبري کوونکې ونډه ولري. جو بایډن او رجب طیب اردوغان تېره دوشنبه په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل. جک سولیوان پرون خبریالانو ته وویل چې په دې ملاقات کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې دي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د کابل هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې د امریکا ملاتړ غوښتی او بایډن هم دا ډاډ ورکړی دی. د بهرنیو ځواکونو... Читать дальше...