ملګروملتونودافغانستان د وضعیت په اړه پرېکړه لیک تصویب کړاوټینګاریې کړی چې له تروریزم سره په ګډه مبارزه وشي.
د عراق په نجف کې مظاهره چیانو د ایران قنسولګري سوځولې اودایران غوصه یې پارولې.
نیپالۍ بودايي راهبې د ځان ساتنې لپاره کنګفو زده کوي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان حکومت د سولې په دې اړه یو منظم پلان لري او هر ښکېل او اغېزناک لوری ورته مهم دی.
ده دا خبرې د اروپا د سولې انستتیوت له مشر مایکل کیټنګ سره نن د لیدو پر مهال وکړې.
د اروپا د سولې انستتیوت مشر وویل، د پخلاینې په برخه کې باید تر کورنیو، بهرنیو او سیمه ییزو څېړنو وروسته پرېکړې وشي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، که څه هم د افغانستان لانجه په مختلفو برخو کې له نورو هېوادونو سره توپیر لري، خو د هرې تجربې له مثبت اړخ څخه باید استفاده وشي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر جنرال مارک ميلي سره وکتل.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دواړو لوریو د امریکا له خوا د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ، د تروريزم پر ضد د ګډې مبارزې او سولې په اړه خبرې وکړې.
مارک میلي پرون کابل ته لاړ او هلته یې وویل چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.
امریکا له طالبانو سره یو کلنې خبرې لغوه کړې خو طالبان بیا د اروپايي هېوادونو له استازیو او د سیمې له قدرتونو سره وخت ناوخته لیدنې کوي. Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا هم په هغه اووه ولایتونو کې د رایو دبیا شمېرنې او څېړنې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې د یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو د پلویانو په لوري په کې د کمیسیون دروازې تړل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، له معترضو نوماندانو سره ددوی ډېر ناستې وشوې، خو یوې پایلې ته ونه رسېدل.
خودا چې په سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې د ثبات او همپالني انتخاباتي ټیم په ګډون لا هم د معترضو... Читать дальше...
د افغانستان د پوهنې وزارت په نوي ۱۳۹۹ لمریز کال کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې په مرسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو اولادونو ته د وړیا زدهکړې زمینه برابروي.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د امريکا له استخباراتي ادارې (سي ای اې) سره اړوند اته کسان یې نیولي دي.
راپور وايي چې دا کسان یې هغه مهال نیول شوي چې د ایران د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شول.
ایرنا دولتي خبري اژانس خبر ورکړی چې یو شمېر کسان چې غوښتل يې د لاریونو معلومات ټول کړي او له هېواده یې دباندي ولیږي، وپيژندل شول او توقیف شول.
ایرنا د چهارشنبې په ورځ وویل چې شپږ کسان په لاریونو کې د ګډون پر مهال نیول شوي او دوه نور یې په داسی حال کې نیول شوي چې د لاریونو معلومات یې بهر ته لېږل. Читать дальше...
د پاکستان سترې محکمې نن حکم وکړ چې د دې هیواد د پوځ لوی درستیز شپږ میاشتې نورې هم خپلې دندې ته دوام ورکولای شي.
محکمې له پارلمانه غوښتي چې د دغو شپږو میاشتو پر مهال دې د دې تمدید په اړه رايې ورکړي او د بل لوی درستيز د ټاکلو چارې دې پر مخ یوسي.
ټاکل شوې وه جنرال باجوه سبا د جمعې په ورځ تقاعد شي، خو د پاکستان د صدراعظم عمران خان حکومت غوښتل د ده کاري موده درې کاله نوره هم وغځوي.
په همدې حال کې د پاکستان د حقوق پوهانو شورا د محکمې ننۍ غونډه بایکاټ کړه. دوی وايي د حکومت دا غوښتنه د اساسي قانون خلاف ده.
د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت پر درقد ولسوالۍ د طالبانو حمله پر شا وتمبول شوه.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو تېره شپه په قره تېپه سیمه حملې پیل کړې.
ویل شوي چې له دولتي ځواکونو سره په نښتو کې د دوو قومندانانو په ګډون یوولس طالبان وژل شوي. په اعلامیه کې د یوه پوځي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی خو طالبانو د ۲۲ سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.
د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، په پیکنګ کې د سولې بین الافغاني کېدونکې ناستې لپاره پلاوی ټاکل شوی او د ګډونوالو لیست له چینايي چارواکو سره شریک شوی دی.
د پښتو ژبې نومیالی لیکوال او شاعر غازي سیال تر اوږدې ناروغۍ وروسته د چهارشنبې په ورځ په ۸۶ کلنۍ کې د پېښور په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رايټس واچ) وايي، ایران په قصدي ډول پر هغو اقداماتو چې د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره شوي، پرده غوړولې ده.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد په جنوبي ښار نجف کې د ایران پر قونسلګرۍ پرونۍ حمله وغندله.
د عراق د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، دې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه حمله چې اعتراض کونکو د قونسلګرۍ ودانۍ ته اور واچاوه، د دې هڅه وه چې د ایران او عراق تاریخي اړیکې او دغه راز له نورې نړۍ سره د دې هېواد اړیکې زیانمنې شي.
په بیان کې ټینګار شوی چې دغه حمله د عراق د حکومت چې د ډیپلوماتیکو نمایندګیو فعالیتونو ته ډېر درناوی کوي او ستایي یې، د دریځ ښکارندویي نه کوي.
اعترض کونکي چې له نژدې دوو... Читать дальше...
د بې پولې ډاکټرانو د مرستندویه ټولنې مشر له چارواکو وغوښتل چې د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو له ګڼه ګوڼې ډکو کمپونو هغه خلک ژر وباسي چې ډېرزیانمونکي دي.
خریستوس خریستو دغه څرګندونې پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وکړې.
هغه وویل، تېره اونۍ یې له یوشمېر کمپونو لیدنه وکړه او وضعیت یې په ډېرو کې دومره ناوړه ولید چې د جګړې په سیمو کې یا له طبیعي پېښو وروسته کمپونو ته پاتې کیږي.
خریستو د اروپایي ټولنې مشران ګرم وبلل چې سیاستونو یې دغه بې اندازه خراب وضعیت رامنځ کړی دی.
هغه وویل: "موږ له دوی غواړو... Читать дальше...
په عراق کې مظاهره چیانو پرون د نومبر په ۲۷مه د هغه هېواد په نجف ښار کې د ایران قونسلګرۍ ته اور واچاوه.
په نجف کې ملکي سرچینو او پولیسو ویلي چې مظاهره چیانو د ایران پر قونسلګرۍ حمله کړې وه او ودانۍ ته یې اور وراچولی دی.
هغوي ویلي چې د قونسلګرۍ کارکونکي تر پېښې مخکې له هغه ځایه وتلي وو.
د عراق دولتي رسنیو پرون وویل چې چارواکو تر دې پېښی لږ وخت وروسته ګرځ بندیز اعلان کړ. په عراق کې له تقریباً دوو میاشتو راهیسې د نرخونو د لوړوالي، په حکومت کې د اداري فساد او بې کارۍ له امله مظاهرې کېږي.
د رپوټونو... Читать дальше...
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او دوه تنه زخمیان شوي دي.
چاودنه پرون ماښام په پنځو بجو شوې ده.
د کندز د والي ویاند عصمتالله مرادي پرون د نومبر په ۲۷مه وویل: "په دې کې ۶ ښځې، یو نارینه، ۶ ماشومانې نجونې او ۲ هلکان وژل شوي او دوه ملکي وګړي زخمیان شوي دي."
مرادي زیاته کړې چې دا کسان د کندز له خاناباد ولسوالۍ څخه د امام صاحب په ولسوالۍ کې واده ته تلل.
هغه وویل چې ماین وسلهوالو طالبانو ايښي و. طالبانو په دې اړه خبرې نهدي کړي.
... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د ګډ امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه د افغانستان سرحدونه له نږدې څاري ځکه چې په هغه هېواد کې د بهرنیو ترورېستانو په ګډون ډېر مسایل موجود دي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس په حواله، سرګي لاوروف دا خبرې پرون (نومبر ۲۷مه) د سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو په غونډه کې کړې دي.
د افغانستان په شمال کې د پخواني شوروي جمهوریتونو، په دغه هېواد کې د داعش د فعالیت له امله مکرراً اندېښنه څرګنده کړې ده. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د نومبر په ۲۸مه، د وېسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د ټسټ لوبې دوهم پړاو پیلوي.
د وېسټ انډیز ټیم به نن بېټنګ ته دوام ورکړي.
په لومړنۍ ټسټ لوبه کې چې پرون د افغان لوبغاړو په بېټنګ پیل شوه، تر دې دمه وېسټ انډیز لاسبری ښکاري.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په خپله لومړۍ پاڼۍ یا ایننګز کې ۱۸۷ منډې په داسې حال کې جوړې کړې چې ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د وېسټ انډیز پي ار اېس کورنوال بېسارې لوبه وکړه او ۷ افغان لوبغاړي یې وسوځول.
په افغان لوبغاړو کې جاوېد احمدي ۳۹، امیر حمزه ۳۴ او افسر ځاځي ۳۲ منډې وکړې. Читать дальше...
د کندهار په هوايي لوا کې ۱۵ پيلوټان، نښه ویشتونکي او ښوونکي له درې میاشتنۍ روزنیزې دورې فارغ شول.
د کندهار د والي له دفتره په اعلامیه کې چې پرون د نومبر په ۲۷مه خپره شوه لیکل شوي چې دغو پیلوټانو ته د امریکايي بلک هاک هليکوپټرو په اړه تعلیم ورکړل شوی دی.
په هغوی کې ۸ پيلوټان، ۵ نښه ویشتونکي او دوه ښوونکي دي.
په پرونیو مراسمو کې د کندهار د هوایي لوا قوماندان او د بهرنیو قواوو استازو منصبدارانو هم حضور درلود.
د امریکا د دفاع وزارت د ځانګړي مفتش په وروستي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان هوایي ځواکونو د خپل هېواد د هوایي حریم د کنټرول په برخه کې ډېره کمه ونډه لرلې ده.
د پاکستان ستره محکمه به نن د نومبر په ۲۸مه، د هغه هېواد د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کار د مودې د تمدید پرېکړې په اړه جلسه وکړي.
د پاکستان سترې محکمې پرون حکومت ته یوه ورځ وخت ورکړ چې وضاحت ورکړي ولې یې د پوځ د مشر د خدمت موده تمدید کړې ده.
خو که چېرې د پاکستان سترې محکمې نن د هغه د کار د مودې د تمدید حکم وکړ، هغه کولای شي چې پر خپل ځای کار ته دوام ورکړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د اګسټ په میاشت کې د جنرال قمر جاوېد باجوه د کار د مودې د تمدید موافقه کړې وه. عمران خان منلې وه چې د جنرال باجوه د کار موده درې کاله تمدید شي. Читать дальше...
مارک مېلي ویلي: "زه په وروستیو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې ډېر بوخت وم او د مثبتې پایلې امکان تر هر بل وخت چې ما لیدلی، زیات دی."
د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور پرون (قوس/ لېندۍ ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان ولسمشر د دې مسئلې څېړنه دوی او لویې څارنوالۍ ته سپارلې، خو دوی غوره ګڼي چې نورې ادارې هم پهکې شاملې شي.
Спорт в России и мире
Москва
«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Шнайдер вышла в финал турнира WTA-125 в Париже, обыграв Грачёву
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Более 600 деревьев высадили в дендропарке Ногинска
Путин в России и мире
Москва
Король Бахрейна прибудет 22 мая с визитом в Москву
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Запись от имени Президента Беларуси сделана в книге соболезнований в посольстве Ирана
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Джиган
«Забыл, сколько мне лет», «хавчик», «на чилле» и другие великие мемы от Джигана
Москва
Родные бьют тревогу: девушку из Ленобласти затолкали в машину и увезли в сторону Москвы
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net