بې پولې ډاکټران: یونان کې د کمپونو زیانمنونکي کډوال دې خوندي ځای ولېږدول شي
![بې پولې ډاکټران: یونان کې د کمپونو زیانمنونکي کډوال دې خوندي ځای ولېږدول شي](https://gdb.rferl.org/44877CB2-635D-474A-92F2-CEDC5CF38A78_w800_h450.jpg)
د بې پولې ډاکټرانو د مرستندویه ټولنې مشر له چارواکو وغوښتل چې د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو له ګڼه ګوڼې ډکو کمپونو هغه خلک ژر وباسي چې ډېرزیانمونکي دي.
خریستوس خریستو دغه څرګندونې پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وکړې.
هغه وویل، تېره اونۍ یې له یوشمېر کمپونو لیدنه وکړه او وضعیت یې په ډېرو کې دومره ناوړه ولید چې د جګړې په سیمو کې یا له طبیعي پېښو وروسته کمپونو ته پاتې کیږي.
خریستو د اروپایي ټولنې مشران ګرم وبلل چې سیاستونو یې دغه بې اندازه خراب وضعیت رامنځ کړی دی.
هغه وویل: "موږ له دوی غواړو چې هغو خلکو ته چې هڅه کوي په اروپا کې ځان امن کړي، دغه عمدي او ډله ییزه سزا پای ته ورسوي. موږ له دوی غواړو چې ټرټولو زیات زیانمونکي کسان له دغو مرکزونو ولیږدوي او ورته په یونان او نورو اروپایي هېوادونو کې د اوسېدو خوندي ځایونه او لومړني روغتیایي خدمتونه برابر کړي."
د بې پولې ډاکټرانو د مرستندویه ټولنې مشر زیاته کړه، ژمې راروان دی او په دې کمپونو کې په زرګونو کسان په غیرانساني شرایطو کې ژوند کوي.
د راپورونو له مخې په دغو کمپونو کې چې د نژدې اوو زرو کسانو د اوسېدو لپاره جوړشوي، له ۳۹ زرو زیات پناه غوښتونکي چې زیاتره یې د افغانستان اوسوریې وګړي دي، ساتل کیږي.