"د افغانستان امريکايي پوهنتون دوه استادان ښايي خوشي نه شي"
د افغانستان د ولسمشر مېرمن رولا غني د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سولې انستیتوت کې د وینا پرمهال ویلي، ښايي د افغانستان امريکايي پوهنتون دوه استادان خوشي نه شي.
د افغانستان د ولسمشر مېرمن رولا غني د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سولې انستیتوت کې د وینا پرمهال ویلي، ښايي د افغانستان امريکايي پوهنتون دوه استادان خوشي نه شي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د شورا دا تور رد کړ چې ګنې یوناما خپله بې طرفي نه ده رعایت کړې.
پاني پت فلم په نژدې راتلونکي کې نندارې ته وړاندې کېږي. د دې فلم اعلان خپور شوی دی خو د منځپانګې په اړه یې کره معلومات نشته. ګڼ شمېر افغانانو په دې فلم کې د احمدشاه بابا د رول د څرنګوالي په اړه اندېښنه ښودلې. د دې اندېښنو په اړه احمدتکل د دې فلم له افغان لوبغاړي ببرک اکبري سره مرکه کړې ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي هيواد به یې د داعش پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي. په پاکستان کې تندر او تیز باد ۲۷ کسان وژلي دي. امريکا په جګړو کې ګډون کوونکو مرغانو او څارویو ته د زړورتیا مډالونه ورکړل. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو وګورئ.
د لوګر والي ویلي، که د دغه ولایت د مدني ټولنې د رییس له لوري په یو شمېر ښوونځيو کې د جنسي استفادې په اړه د څېړنې موندنې غلطې ثابتې شي، نو سزا به وګوري.
د ازربایجان د کډوالو دولتي ادارې د جمعې په ورځ وویل، ۶۱ اذري وګړي له جرمني څخه په یوې چارټر شوې الوتکې کې بیرته باکو ته ستانه کړی شوي دي. تر دې مخکې په جرمني کې د غیرې قانوني کډوالو د موندلو لپاره د پولیسو د چاپو راپورونه ورکړل شوي وو. ددې ادارې په وینا دا ستنېدنه د اذربایجان او اروپايي ټولنې ترمنځ د بې اسنادو افرادو د بېرته منلو په اړه له شته هوکړې سره سمه ترسره شوې ده. د اذربایجان د کډوالو دولتي اداره وايي، په ستنو شویو کسانو کې ۲۲ نارینه، ۱۸ ښځې او ۲۱ ماشومان دي. د جرمني شپیګل مجلې د نومبر... Читать дальше...
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، وړاندې تردې چې د ټاکنو کمېسیون د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش بېرته پیل کړي، لومړی باید د هر محل د معتبرو رأیو شمېر معلوم او تقلبي رأیې باطلې اعلان شي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې چارواکي وايي، د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان محمد افضل حکیمي له خپلو درېیو ساتونکو سره نن سهار د بغلان ولایت په پلفي کوتل کې وژل شوی دی. د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، پر حکیمي هغه مهال برید وشو چې د بغلان ولایت له جلګې ولسوالۍ څخه د تخار په ورسج ولسوالۍ کې خپل کار ته پر لاره و. بشارت بریدګر د حکومت وسلوال مخالفان بللي دي. په برید کې پر حکیمي سربیره د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي. شپېته کلن محمد افضل حکیمي د بغلان په جلګه ولسوالۍ... Читать дальше...
د پاکستان په جنوبي صحرايي سیمه کې تېره شپه د سختو بارانونو وریدو او د تندورونو پرېوتو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي. د سند د ایالتي حکومت ویاند سید غني ویلي، چارواکو په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی او د سند ایالت تهر دښتې ته یې ژغورونکې ډلې استولي دي. د سید غني په وینا په روغتونونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هغو لسګونو کسانو درملنه شوې چې د تندرونو او په ځینو ځایونو کې د ودانیو د پرېوتو له کبله ټپیان شوې وو. د ایدهي په نوم د یوه خیریه بنسټ ویاند انور کاظمي ویلي، په داسې حال کې چې ژغورنکي لرې... Читать дальше...
د لویدیځ دوو چاپي خپرونو د دوو افغانانو کیسې راخیستې چې یو یې د هېواد دننه بیځایه شوی او بله یې له هېواده بهر بېرته خپل هېواد ته استول شوې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز پر وړاندې د درېیو شل اووریزو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د ۳۰ منډو په توپیر وبایلله. دا لوبه پرون د نومبر په ۱۴مه د هندوستان د لکنوو ښار په لوبغالي کې وشوه. ویسټ انډیز لوبه پیل کړه او افغانستان ته یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه. افغان لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه کړه. حضرت الله ځاځي په ۲۹ بالونو ۲۳، اصغر افغان په ۲۱ بالونو ۲۵، نجیب الله ځدراڼ په ۲۲ بالونو ۲۷ او فرید احمد په ۱۵ بالونو ۲۴ منډې وکړې. افغان لوبډلې مخکې له ویسټ انډیز سره درې یو ورځنۍ لوبې هم کړي چې درې واړه یې بایللې دي. Читать дальше...
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالي او یوشمېر نورې سیمې د داعش ډلې ځالې ګڼل کېدې، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د یکشنبې په ورځ وویل چې داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې ده. د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو اړوند یو زندان او یو کلینیک د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ویجاړ شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "د عملیاتو پرمهال په زندان او کلینیک کې څوک نه و، نو ځکه څوک نیول شوي یا ازاد شوي نه دي، خو مخکې هغه کسان چې دوی نیول یا به یې ځورول له... Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي وايي، دغه تړون د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او روزي یې، ترڅو دا خبره یقیني کړي چې د اسلامي دولت (داعش) ډله بیا هېڅکله په افغانستان کې ځاله نه کوي. یینس سټولټنبرګ پرون (نومبر ۱۴مه) د داعش ډلې پرضد ائتلاف کې د شاملو ۳۰ هېوادونو د چارواکو په ګډون په واشنګټن کې په یوه غونډه کې وویل، ناټو او متحده ایالاتو موافقه کړې چې د دوستو هېوادونو د پوځي ځواکونو د وړتیا لوړولو لپاره به هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو د تروریزم پرضد مبارزه کې پیاوړي شي. د ناټو عمومي منشي د داعش... Читать дальше...
زرګونو کسانو پرون د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د پارلمان د هغې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړ چې د انتخاباتو په قانون کې یې د اصلاحاتو وړاندیز رد کړ. د انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه معترضانو په دوبي کې کړې وه، خو وکیلانو پرون د نومبر په ۱۴مه په اساسي قانون کې د متناسب انتخاباتي سیسټم طرحې ته د اړتیا وړ ۱۱۳ رایې ورنه کړې او په دې توګه یې رد کړه. د اپوزیسیون پلویان او فعالان وروسته په تبلیسي کې د پارلمان مخې ته راټول شول، د ښار عمومي لاره یې بنده کړه او د حکومت د استعفی او د نویو پارلماني انتخاباتو غوښتنه یې وکړه. Читать дальше...
یوه شپاړس کلن هلک پرون د امریکا متحده ایالتونو په کلیفورنیا کې په یوه لېسه کې دوه زده کوونکي په ډزو ووژل او درې نور یې ټپیان کړل. چارواکي وايي، دا پېښه پرون په سانتا کلاریتا ښارګوټي کې د درسي ساعت له پیلېدو څو دقیقې مخکې رامنځته شوه. په دې ډزو مشکوک زده کوونکی چې ټپی دی، نیول شوی او ډاکټران وايي چې حالت یې نازک دی. د پولیسو یوه چارواکي ویلي، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او یو ۱۴ کلن هلک چې په دې ډزو کې ټپي شوي وو، وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. دوه نجونې چې یوه یې ۱۵ کلنه او بله ۱۴ کلنه ده او یو ۱۶ کلن هلک په ډزو کې ټپیان شوي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره د لیدو هېڅ کوم پلان نه لري، خو هیله مند دی چې د امریکا ولسمشر پر فاشیزم د بري کلیزې په مناسبت راتلونکی کال مسکو ته سفر وکړي. پوتین په یوه خبري غونډه کې د فاشیزم پرضد د امریکا ونډه د پام وړ وبلله او ویې ویل، د مې نهمې بریا د نمانځنې په مناسبت غونډه کې د ټرمپ ګډون مناسب کار دی. ښاغلي پوتین زیاته کړه: "فکر کوم د هغه هېواد د مشر راتګ به ډېر پرځای او مناسب کار وي چې د نازیزم پرضد جګړه کې یې د پام وړ برخه اخیستې. که څه هم دا زموږ... Читать дальше...
د جرمونو نړیوالې محکمې په میانمار (برما) کې د روهینګیا مسلمانانو په وړاندې د بشر ضد جرمونو د ادعاوو په اړه د تحقیقاتو امر ورکړ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د یوشمېر کاندیدانو د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره یې د ځینو انتخاباتي ټیمونو له استازو سره کتلي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.