د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر حمله غندلې ده. د پاکستان ستره محکمه نن د دې هيواد د پوځ د مشر قمر جاوید باجوه د کاري مودې په اړه پرېکړه کوي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت د سړک جوړولو له خصوصي شرکتونو سره د شاوخوا پنځه میلیارډه افغانیو په ارزښت د افغانستان د یو شمېر سړکونو جوړول لاسلیک کړل.
په داسې حال کې چې د افغانستان د ترانسپورټ وزارت ناامني او د بودیجې کمښت په هېواد کې د سړک جوړونې پروژو پر وړاندې اصلي ستونزه ګڼي خو بیا یې هم د سړک جوړونې له څو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره نوي تړونونه لاسلیک کړل.
دغه تړونونه چې شاوخوا پنځه میلیارده افغانۍ ارزښت لري د چهارشنبې په ورځ د ترانسپورت وزارت د سرپریت وزیر یما یاري او په کابل کې د سړک جوړونې د شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول. Читать дальше...
افغان حکومت وايي، د چین د حکومت له لوري د افغانستان د سولې د بین لافغاني ناستې په اړه د نېټې کره کېدو ته په تمه دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکر الله مشکور ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ومنله چې موسی محمودي او احسانالله حمیدي دوی ته سپارل شوي او سبا به د دوی په کړي تحقیق د څېړنې په هدف یو پلاوی وټاکل شي.
د افغانستان د ۲۳ کلونو کم عمره نجونو د فوټبال لوبډله سبا له ایران سره لوبه لري.
د فوټبال فدراسیون د رسنیو د برخې مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا د ۲۳ کلونو کم عمره نجونو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان له څلورو لوبو درې یې بایللې او یوهیې ګټلې ده.
دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي.
افغان لوبډلې ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان ته لوبې بایللي، خو د ترکمنستان په وړاندې يې بریا خپله کړې ده.
له ایران سره د افغان لوبډلې لوبه په روانو سیالیو کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.
د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د ښځو لپاره د فټنس لومړنى ورزشي ځانګړی ځای جوړ شو.
د تخار ورزشي امر نقيبالله جليلي نن ازادي راډيو ته وويل چې د ورزش په دغه ځای کې د مېرمنو د پردې ټول ترتیبات نیول شوي او په دې سره به زیات شمېر نجونې وکړای شي چې په دغه ځای کې په ارام فکر سره ورزش وکړي.
دغه ورزشي ډګر د تخار ورزشي امريت له لوري جوړ شوی دی.
ارزګان کې له جګړو بېځايه شوې کورنۍ په لوږې شپې او ورځې تېروي. په دغه ولایت زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي. د ولایت مقام مسؤلین دغو کورنیو ته د مرستې غوښتنه کوي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت په وېډیويي راپور کې.
د مالیې وزارت سرپرست وزیر قزاقستان سره د جنس په جنس تبادلې په هوکړهلیک ټینګار وکړ.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر سره، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو هوکړهلیک په پلي کولو خبرې وکړې.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د مالیې او کرنې وزارت سرپرستانو د هوکړهلیک پر بنسټ د سې شنبې په ورځ قزاقستان ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو د صادرولو په بدل کې له هغه هېواده افغانستان ته د غنمو په واردولو ټینګار وکړ.
د افغاني فرشونو او غالیو اداره وايي، د وطني غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.
دغه اداره وايي، که څه هم حکومت په هېواد کې د غالیو صنعت ته ډېره پاملرنه نهلري، خو ټینګار کوي چې د پراختیا لپارهیې یوه غوره لار له افغاني غالیو د دولتي ادارو او بنسټونو استفاده ده.
د دې ادارې عمومي مسؤل عبدالقهار خوشخلق ازادي راډيو ته وویل: "موږ په کراتو ویلي چې په دولتي ادارو کې باید د بهرنیو ایراني او ترکي ماشیني غالیو پر ځای له افغاني غالیو استفاده وشي، له یوې خوا دغه غالۍ ښه کیفیت لري له بلې خوا اقتصاد... Читать дальше...
د کندهار په میوند کې د نړيوالو ځواکونو هوایي بريد کې ۹ وسلهوال وژل شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادی راډیو ته وویل چې پر دغه وسلهوالو بريد د میوند ولسوالۍ د چلاوک په سیمه کې د قاطع ملاتړ مأموریت د ځواکونو لهخوا پرون له غرمې وروسته ترسره شوی دی.
د نوموړي په خبره د نړيوالو ځواکونو په بريد کې ۶ نور وسلهوال ټپيان شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو ویلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر د برید په پېښه کې وژل شوی یو ملکی مرستندویه کس و.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د ښاغلي پامپیو په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو دا کارکوونکی د امریکا وګړی و او انیل راج نومېده.
انیل راج د امریکا د کالیفورنیا ایالت له سانفرانسیسکو نه افغانستان ته تللی و او هلتهیې له یوناما سره کار کاوه.
د یکشنبې په ماښام په کابل کې د ملګرو ملتونو په یوه موټر باندې برید کې د ملګرو ملتونو دوه نور کارکوونکي او درې عام افغانان هم ټپیان شوي و. Читать дальше...
د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې خپله ټسټ لوبه پيل کړه.
دا لوبه د هند د لکنهوو ښار په ایکانا سټډيوم کې د افغانستان په کوربهتوب روانه ده.
افغان لوبډله بېټېنګ یا توپ وهنه کوي.
د غرمنۍ تر وقفې پورې افغان لوبډلې په ۳۰ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې وکړې.
د هند په لکنهوو کې په تېره یوه میاشت کې افغانستان او وېسټ انډیز درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې هم کړې دي.
په یو ورځنیو کې درې سره لوبې وېسټ انډیز ګټلي او په ۲۰ اوریزو کې بیا دوه لوبې افغان ټیم ګټلې دي.
۲۰ تنه ګرځندویان چې ډېری یې روسان دي، د نومبر په ۲۶مه د دومینیکن جمهوریت په ختیځ کې د هومای ښارګوټي ته نږدې د بس په ټکر کې ټپیان شوي دي.
په دومینکین جمهوریت کې د روسي ګرځندویانو دا بس موټر هوايي ډګر ته په لار و چې له یوې لارۍ سرهیې ټکر وکړ.
په یوټیوب باندې له دې پېښې په یوه تازه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې بس اوښتی او لار یې د ټرافیکو په مخ تړلې ده.
په ونزوئلا کې چې دومینکین ته نږدې دی د روسیې سفارت ویلي چې په دې پېښه کې د بس له ۴۱ مسافرو څخه څخه ۳۹ تنه د روسیې وګړي دي.
د انکس ټور په نوم... Читать дальше...
د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته تللی او هلتهیې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلي دي.
دا خبره په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر باندې لیکلې ده.
هغه وايي: "نن د (نومبر ۲۶مه) د ا.ا. امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هيئتیې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره هيئت سره په تهران کې وکتل، دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په سولهییز حل او د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې."
هغه لیکلي... Читать дальше...
وړاندې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د پایلو ځنډېدل او د ټاکنیزو ډلو ترمنځ روانو کړکېچونو خلکو ته ګڼې اندېښنې راپیدا کړي او دا د ټاکنو کمېسیون باور لهمنځه وړی.
نړیوالو ورځپاڼو د امریکا او طالبانو د بندیانو خوشې کېدو او په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنیو په اړه تبصرې کړې دي.
د پاکستان سترې محکمې د حکومت هغه پریکړه ځنډولې چې په کې یې د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د کار دوره غځولې ده.
د پاکستان د لوی څارنوال دفتر وايي، د سترې محکمې له خوا د باجوه د دورې غځول تر نن ( چارشنبې) پورې ځنډول شوې څو د دې اقدام په وړاندې اعتراض واوري.
جنرال باجوه د پخواني صدراعظم نواز شریف له خوا د 2016 م کال په نومبر کې د پاکستاني پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی و، د نوموړی درې کلنه دوره د نومبر میاشتې په 29 مه نیټه پای ته رسیږي.
خو په اګست میاشت کې د نواز شریف ځای ناستي عمران... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، ډیر ژر به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
میرمن نورستانۍ پرون (سه شنبه) ازادي راډیو ته وویل، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څېړنې له بشپړېدو وروسته به د لومړنیو نتایجو د اعلان په اړه پریکړه وکړي.
د نوموړې په وینا په دې دوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او تفتیش بهیر نن ( چارشنبه) بشپړیږي.
نورستانۍ زیاته کړه: "په مجموع کې پرېکړه داده چې د خلکو انتظار پای ته ورسول شي او لومړنۍ پایلې به ډیر ژر... Читать дальше...
په مالي کې د فرانسوي ځواکونو د ۲ هیلیکوپټرو د ټکر له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ، د نومبر په ۲۶مه، ویلي چې دا په وروستیو پنځو کلونوکې د فرانسې د ځواکونو تر ټولو زیات تلفات دي.
د فرانسې ولسمشر اېمانویل ماکرون ویلي چې د جهادي وسله والو پر ضد په جګړه کې د خپلو هیليکوپټرو د سقوط له امله سخت خواشینی دی.
په مالي کې تر ۴۰۰ زیات فرانسوي عسکر مېشت دي چې د مالي د ساحل په سیمه کې د داعش او د القاده له شبکې سره د نورو تړلو ډلو پرضد پر مبارزه کې د مالي له ځواکونو همکاري کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، واشنګټن په ایران کې د حکومت له خوا د وروستیو اعتراضونو د ځپلو په اړه تر شل زرو زیات پیغامونه، ویډیوګانې، عکسونه او یادښتونه ترلاسه کړي.
د لوګر د هغو مدني فعالانو سره چې د دې ولایت په ښوونځیو کې یې د جنسي ځورونې موضوع راپورته کړه د ملي امنیت چلند او د هغوی څخه اعتراف اخیستل په کابل کې د امریکا د سفیر په شمول د لویدیځو ډپلوماټانو له له سخت انتقاد سره مخ شوي.
په البانیا کې د سختې زلزلې راوروسته تیره شپه هم د نړیدلو ودانیو ماتو ګوډو کې په ژوندي پاتې کسانو پسې لټون روان و.
د دوشنبې په سهار وختي دې زلزله کې لږ تر لږ 23 کسان وژل شوي او تر 650 زیات نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي چې په ساحلي ښار دوریس او تومان ښارګوټي کې لا هم لسګونه کسان د نړیدلو ودانیو ماتو ګوډو لاندې بند پاتې دي.
پرون داسې راپورونه هم ورکړل شوی چې لسګونه کسان په خوندي توګه ژغورل شوي.
دا څرګنده نه ده چې ایا لا هم ژوندي پاتې شوي کسان بند پاتې دي کنه.
کاسوو او مونټیني ګرو د لټون او... Читать дальше...
د قرغزستان د مالي چارو د پولیسو مشر وایي، هغه پیسې چې له دې هیواده په غیرقانوني ډول ایستل شوي، نږدې یو میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
ایران وايي د هغو افرادو پر ضد به اقدامات وکړي چې د ایران انټرنیشنال په نوم له لندن څخه خپریدونکي فارسي ټلویزون سره تړاو ولري.
ایراني چارواکي پر دې تلویزوني شبکې تور پوری کړی چې تیره اونۍ یې په ایران کې د راپورته شویو حکومت ضد مظاهرو د پوښښ پرمهال بې طرفي نه ده ساتلې.
د ایران قضایه قوي د سه شنبې په ورځ پر خپل ویب پاڼه لیکلي، د ایران اینټرنشنال تلویزوني شبکې یو شمېر کارکونکي به "د خپلو اموالو په برخه کې له حقوقي او قضايي محدویتونو سره مخ شي."
د میزان په نوم د ایران له قضايي قوې سره تړلي خبري اژانس ددې محدودیتونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» провело экологические акции
Путин в России и мире
Москва
Путин: РФ продолжит взаимодействие с Ираном как при Раиси
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Запись от имени Президента Беларуси сделана в книге соболезнований в посольстве Ирана
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фёдор Шаляпин
Наследие Шаляпина и Рахманинова представили на выставке-форуме «Россия»
Москва
Программу обучения помощников машинистов запустят в колледже «Подмосковье»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net