چارواکي: کندهار کې ۹ وسلهوال وژل شوي
![چارواکي: کندهار کې ۹ وسلهوال وژل شوي](https://gdb.rferl.org/E0B3772C-93AE-4D02-B084-4DF108B7A9C4_w800_h450.jpg)
د کندهار په میوند کې د نړيوالو ځواکونو هوایي بريد کې ۹ وسلهوال وژل شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادی راډیو ته وویل چې پر دغه وسلهوالو بريد د میوند ولسوالۍ د چلاوک په سیمه کې د قاطع ملاتړ مأموریت د ځواکونو لهخوا پرون له غرمې وروسته ترسره شوی دی.
د نوموړي په خبره د نړيوالو ځواکونو په بريد کې ۶ نور وسلهوال ټپيان شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.