د ایران انټرنیشنال تلویزیون کارکوونکو ته د ایران خبرداری
![د ایران انټرنیشنال تلویزیون کارکوونکو ته د ایران خبرداری](https://gdb.rferl.org/E798295F-A078-417D-AAC9-7773109DF1C4_w800_h450.jpg)
ایران وايي د هغو افرادو پر ضد به اقدامات وکړي چې د ایران انټرنیشنال په نوم له لندن څخه خپریدونکي فارسي ټلویزون سره تړاو ولري.
ایراني چارواکي پر دې تلویزوني شبکې تور پوری کړی چې تیره اونۍ یې په ایران کې د راپورته شویو حکومت ضد مظاهرو د پوښښ پرمهال بې طرفي نه ده ساتلې.
د ایران قضایه قوي د سه شنبې په ورځ پر خپل ویب پاڼه لیکلي، د ایران اینټرنشنال تلویزوني شبکې یو شمېر کارکونکي به "د خپلو اموالو په برخه کې له حقوقي او قضايي محدویتونو سره مخ شي."
د میزان په نوم د ایران له قضايي قوې سره تړلي خبري اژانس ددې محدودیتونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې د ایران اینټرنیشنال تلویزوني شبکې د ایران د استخباراتو د وزارت چارواکي تورن کړي و چې په تهران او نورو ښارونو کې یې د دې تلویزوني شبکې د ځینو کارکوونکو د کورنیو غړي ځورولي دي.
دا تلویزوني شبکه چې په 2017 میلادي کال کې یې خپرونې پیل کړي د ځینو ایراني چارواکو په باور له سعودي عربستان سره تړاو لري.
د راپورونو په اساس ایران نه یواځې تازه د ایران انټرنیشنل ټلویزیون بلکې د ځینو نورو هغو نړیوالو رسنیو د کارکوونکو کورنۍ وخت ناوخته ځورولي چې په بهر کې د خبریالۍ دندې مخته وړي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په ایران کې تیره اوونۍ د تیلو د بیو د لوړیدو پر ضد اعتراضونو کې لږ تر 143 کسان وژل شوي دي.