د البانیا زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر۲۳ ته رسېدلی
په البانیا کې د سختې زلزلې راوروسته تیره شپه هم د نړیدلو ودانیو ماتو ګوډو کې په ژوندي پاتې کسانو پسې لټون روان و.
د دوشنبې په سهار وختي دې زلزله کې لږ تر لږ 23 کسان وژل شوي او تر 650 زیات نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي چې په ساحلي ښار دوریس او تومان ښارګوټي کې لا هم لسګونه کسان د نړیدلو ودانیو ماتو ګوډو لاندې بند پاتې دي.
پرون داسې راپورونه هم ورکړل شوی چې لسګونه کسان په خوندي توګه ژغورل شوي.
دا څرګنده نه ده چې ایا لا هم ژوندي پاتې شوي کسان بند پاتې دي کنه.
کاسوو او مونټیني ګرو د لټون او ژغورنې ځانګړې ډلې او ځانګړي پولیس البانیا ته استولي څو د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.