د پاکستان ستره محکمه د پوځ د مشر کاري دورې تمدیدېدو پرېکړه ارزوي
![د پاکستان ستره محکمه د پوځ د مشر کاري دورې تمدیدېدو پرېکړه ارزوي](https://gdb.rferl.org/072B7575-BD67-4D5D-AEE3-08D62DE62616_w800_h450.jpg)
د پاکستان ستره محکمه به نن د نومبر په ۲۸مه، د هغه هېواد د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کار د مودې د تمدید پرېکړې په اړه جلسه وکړي.
د پاکستان سترې محکمې پرون حکومت ته یوه ورځ وخت ورکړ چې وضاحت ورکړي ولې یې د پوځ د مشر د خدمت موده تمدید کړې ده.
خو که چېرې د پاکستان سترې محکمې نن د هغه د کار د مودې د تمدید حکم وکړ، هغه کولای شي چې پر خپل ځای کار ته دوام ورکړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د اګسټ په میاشت کې د جنرال قمر جاوېد باجوه د کار د مودې د تمدید موافقه کړې وه. عمران خان منلې وه چې د جنرال باجوه د کار موده درې کاله تمدید شي.
د پاکستان ستره محکمه استدلال کوي چې په پوځي قواعدو کې د دې امکان ذکر شوی چې د پوځ د مشر استعفا وځنډول شي یا د هغه صلاحیتونه محدود شي، خو د پوځ د مشر د کاري دورې د تمدید امکان نهدی پهکې ذکر شوی او په پوځي اصولنامه کې په دې اړه وضاحت نهشته.
په همدې حال کې د پاکستان وفاقي کابینې، د هغه هېواد د پوځي اداري سیستم په قواعدو کې د یو لړ بدلونونو وړاندیز کړی چې د پوځ د مشر د کاري مودې د تمدید مسئله هم پهکې شامله ده او خپل وړاندیزونهیې صدراعظم ته د تأیید لپاره استولي دي.