ولسمشر غني د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر سره وکتل
![ولسمشر غني د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر سره وکتل](https://gdb.rferl.org/F86556A2-B1D4-464E-83A3-367DC2A11312_cx36_cy11_cw64_w800_h450.jpg)
ولسمشر محمد اشرف غني نن د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر جنرال مارک ميلي سره وکتل.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دواړو لوریو د امریکا له خوا د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ، د تروريزم پر ضد د ګډې مبارزې او سولې په اړه خبرې وکړې.
مارک میلي پرون کابل ته لاړ او هلته یې وویل چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.
امریکا له طالبانو سره یو کلنې خبرې لغوه کړې خو طالبان بیا د اروپايي هېوادونو له استازیو او د سیمې له قدرتونو سره وخت ناوخته لیدنې کوي.
تېره ورځ هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رونالډ کوبیا او د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزیل دوحې ته تللي وو او پر د افغانستان پر سوله یې له طالبانو سره خبرې کړي.