ملګري ملتونه به د طالبانو استازي ته څوکۍ ورکړي؟
که څه هم طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه او بېلا بېلو حکومتي څانګو ته يې مشران وټاکل خو تر دې دمه نه خو د ملګرو ملتونو سازمان او نه هم کوم بل هېواد د دوی حکومت په رسميت پېژندلی دی.