له پاکستانه د خوراکي توکو او درملو مرسته خوست ته ورسېده
د کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی، چې د پاکستان هېواد لخوا ورته مرستې رالیږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهیر به روان وساتل شي.
د کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی، چې د پاکستان هېواد لخوا ورته مرستې رالیږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهیر به روان وساتل شي.
د مشال مرکه کې مو شفيق ګګياڼي مېلمه دی. نوموړی د پېښور اوسېدونکی دی او د سمارټ موبايل ايپ يا اپلیکېشن جوړوي. شفيق له خپلو ملګرو سره په مرسته د پېښور عجايب ګر لپاره يو ايپ جوړ کړی دی چې په پښتو ژبه کې هم کار کوي. تر دې مخکې نوموړی د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړو کارکردګۍ په اړه يو ايپ هم جوړ کړي وو. د مشال مرکې کوربه ګل اياز دی.
په داسې حال کې چې د پاکستان منصوبه بندۍ او د ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر ویلي په هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خلاف واکسینو په مهم کې تر ۲۰ میلیون زیات کسان په مکمل ډول واکسین شوي دي او حکومت هدف لري چې د روان کال تر اخیره ۷۰ میلیون کسان په مکمل ډول واکسین شي.
د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۲۹مه په کراچۍ کې د پاکستان جمهوري غورځنګ جلسې ته په وینا، کې وویل چې د طالبانو په واک کې راتلل به د افغانستان او سیمې لپاره یو ښه ګام ثابت شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د سېپټېمبر د ۱۱مې ترهګرو بریدونو د ۲۰مې کلیزې لمانځلو لپاره تیاریانې کوي.
شاه محمود قریشي په دې موقع زیاته کړه چې نړۍ دې افغانستان یوازې نه پرېږدي ګنې نو د ده په وینا، ناسمې نتیجې به یې مخې ته راشي.
پر نيويارک او پېنټاګان د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې ترهګرو بريدونو چې پکې نېږدې ۳،۰۰۰ کسان وژل شوي ول، نړۍ بدله کړه. د حملو ذمه واري د القاعدې ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن ومنله
۲۰ کاله وړاندې د القاعده شبکې ۱۹ غړيو پر امريکا تر ټولو لوی خونړي ترهګر بريدونه وکړل. بريدګرو په څو ساعته کې دننه د امريکا د اقتصاد زړه او دفاع وزارت ودانۍ په نښه کړې چې شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان پکې ووژل شول. دې پېښې د امريکا او نړۍ تاريخ بدل کړ. احمد شاه اعظمي په دې اړه د مشال راډيو مرکزي څانګې راپور پښتو کړی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.