اسلام اباد کې د بیان ازادۍ لپاره د خبریالانو احتجاج
په اسلام اباد کې د پاکستان د خبریالانو سازمانونو د رسنیو د پرمختیا او نظم یوې نوې ادارې جوړولو لپاره د حکومتي قانوني مسودې پرضد احتجاج کړی. لسګونه خبریالانو د سېپټېمبر پر ۱۲مه د پارلېمان لوري ته لاریون وکړ او بیا یې پرلت وواهه. د خبریالانو احتجاج د سېپټېمبر پر ۱۳مه هم روان وو چې ماخوستن مهال پای ته ورسېد. دوی وايي، حکومت د میډیا ډېوېلپمېنټ اتارټۍ (رسنیو د پرمختیا ادارې) جوړولو لپاره یوه قانوني مسوده تیاره کړې چې ورسره به په هېواد کې د بیان ازادي د بندیزونو او محدودیتونو ښکار شي. حکومت دا مسوده نه... Читать дальше...