بریتانیا پر پاکستانیو وګړو د کورونا له کبله لګېدلي سفري بندیزونه نرموي
تر دې مخکې برتانیې سږکال په اپرېل میاشت کې له پاکستانه برتانیې ته د مساپرو په ورتګ بندیز لګولی و. هغه وخت د کورونا وایرس ډیلټا بڼه په تېزۍ سره په خپرېدو وه چې کېسونه یې لومړی ځل په هند کې مخې ته راغلي ول.