د افغانستان په هرات کې ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره کړې
فرانس پريس اژانس وايي چې د سېپټېمبر پر دويېمه نېټه شاوخوا ۵۰ ښځې د هرات سړکونو ته رواتلې وې. د اژانس د راپور له مخې د مظاهرې ګډونوالو وویل چې زده کړې، کار او امنیت د دوی حق دی. دوی زیاته کړې چې سره يو موټي دي او نه وېرېږي.