له افغانستان سره به دوه اړخيزه تجارت په پاکستانۍ روپو کې کوو: شوکت ترين
د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين وايي چې حکومت يې له افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت په پاکستانۍ روپو کې د کولو پریکړه کړې ده. نوموړي د سېپټېمبر پر نهمه د اقتصاد په اړه د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته وويل چې د طالبانو لخوا د کابل له نيولو وروسته نړيوال بانک، نړيوال مالیاتي صندوق او امریکا د افغانستان د شتمنۍ ذخیرې کنګل کړي نو ځکه اوس له هغه هېواد سره په امریکايي ډالرو کې تجارت ممکن نه دی. خو د پاکستان او افغانستان د تجارتي خونې مشر خان جان الکوزي د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې... Читать дальше...