ډاکتران د کووېډ-۱۹ واکسینو په اړه اوازې ناسمې بولي
په داسې حال کې چې نړیوالو ساینسپوهانو، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) او حکومتونو کووېډ-۱۹ واکسین خوندي او د وبا کنټرول لپاره اړین بللي، په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې لا هم د کووېډ-۱۹ واکسینو په اړه غلط فهمۍ یا ناسم پوهاوي شته.