پاکستان کې د ګرانۍ د زياتېدو وجوهات څه دي؟
په پاکستان کې له تېر څه وخت راهيسې د ډالر په مقابله کې روپۍ خپل ارزښت بایلي او د اکتوبر تر ۲۰مې په هغه هېواد کې يوډالر په څه باندې ۱۷۲روپۍ ته ختلی.
په پاکستان کې له تېر څه وخت راهيسې د ډالر په مقابله کې روپۍ خپل ارزښت بایلي او د اکتوبر تر ۲۰مې په هغه هېواد کې يوډالر په څه باندې ۱۷۲روپۍ ته ختلی.
دا وخت د احتجاج په ځای کې د مسلم لیګ ن ګوند او د جمیعت علما اسلام ف پلویان او مشران راټول شوي دي. د دوی وېنا ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په وخت کې په هېواد کې د خوراکي او غېر خوراکي شیانو بیعې لوړې شوي دي، بې روزګاري زیاته شوې ده او خلک د ګڼو مشکلاتو سره مخ شوی دي.
په تاندې هیلې خپرونه کې د خدایي خدمتګار تحریک د بیا فعالېدو او په دغه تحریک کې د ښځو کردار په اړه مالومات درکوو. د خدایي خدمتګار تحریک بنیاد په ۱۹۲۹ز کال کې خان عبدالغفارخان چې په باچا خان مشهور دی اېښودی وو. په هغه وخت کې هم په دغه تحریک کې ښځې شاملې وې چې د ټولنې د خیرښېګړې او د نجونو پر تعلیم یې زیات کار کړی دی. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.
یو شمېر خلک د برښنايي توکو له پلورنځیو نوي تلویزیونونه او اړوند وسایل اخلي او ځینې بیا استعمال شوي تلویزیونونه او ډېش انتنې د ښار په ورکشاپونو کې ترمیموي.
په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ په اړه د دې هېواد حزب اختلاف ګوندونو د حکومت پرضد مظاهرې پیل کړې دي. د دې هېواد شمارياتو دفتر ( پاکستان بېورو اف سټېټسټکس) څو ورځې وړاندې ويلي ول چې په دې وروستيو کې د ګرانۍ کچه ۱۲.۶۶ وه. د دفتر له مخې، په دې وروستيو کې د ۲۲ خوراکي شيانو بيې لوړه شوې دي. خو پوښتنه دا ده چې حزب اختلاف دا احتجاج د سياسي ګټو لپاره استعمالوي او که نه په ریښتیا به د ګرانۍ په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبولای شي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.
د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړي له هغه وروسته د اعلا وزير پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کوي چې کله د دوی پر غوښتنه هغه له خپلې چوکۍ استعفا ورنکړه.
اې اېم اېف د اکتوبر پر ۱۹مه د منځني ختيځ او مرکزي اسيا په اړه په خپل اقتصادي راپور کې ويلي چې د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دغه هېواد يو شمېر ضربې ليدلي چې په نتيجه کې يې واردات کم شوي، د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی، ګراني زياته شوې او د ژوند معيار رالوېدلی دی.
د هند په کېرالا ايالت کې د سختو سېلابونو باوجود یوې جوړې د واده مراسم ترسره کړل خو د مراسمو ځای ته په دېګ کې ولېږدول شول. پر دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو زموږ همکار اسرار عالم مومند دا راپور جوړ کړی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.