بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپیکر عبدالقدوس بزنجو د اکتوبر پر ۲۹ مه نېټه د بلوچستان صوبې نوی اعلا وزیر وټاکل شو.
د ډپټي سپیکر سردار بابر موساخېل په مشرۍ د جمعې پر ورځ په غونډه کې د نوي اعلا وزیر لپاره رایې واچول شوې چې پکې ۳۹ غړو د عبدالقدوس بزنجو ملاتړ وکړ.
د اپوزېشن ګوندونو غړي، پخوانی اعلا وزیر جام کمال خان او نواب اسلم ریسانی غونډې ته نه وو ورغلي او د عوامي نیشنل ګوند یو غړی ملک نعیم بازیی د رایو تر اچولو وروسته د اسمبلۍ تالار ته حاضر شو.
د اسمبلۍ ډپټي سپیکر سردار بابر موساخېل د عبدالقدوس بزنجو نوم داعلاوزیر په توګه اعلان کړ. Читать дальше...