ژر به فیصله وشي چې افغان کرکټ لوبډله به د کوم بیرغ لاندې لوبېږي: فضلي
د افغانستان کرکټ بورډ مشر وايي افغان ملي لوبډله به په متحده عرب اماراتو کې د شل اووریز جام د کولو لپاره د اکتوبر په ۷مه له کابله روانه شي. دا نړیوال جام د اکتوبر په ۱۷مه پيليږي او د افغان لوبډلې لومړۍ سيالي د اکتوبر په ۲۵مه ده. حاجي عزیز الله فضلي د اکتوبر په درېيمه مشال رېډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې لوبډله یې د قطر له لارې اماراتو ته ځي. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا مسله هواره شي چې افغان ملي لوبډله به د کرکټ په دې شل اووریز نړيوال جام کې د طالبانو او که د افغانستان د تور، سور او زرغون بېرغ لاندې لوبېږي. Читать дальше...