اورست غره کې دوه غر ختونکي مړه شوي
په نیپال کې د غر ختنې چارو تنظیموونکو نن وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده.
دوی د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې ۵۵ کلن امریکایي او ۴۰ کلن سویسي غر ختونکي د ستړیا له کبله مړه شوي دي.
هر کال په منځني ډول پنځه غر ختونکي په اورست غره کې چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده، مړه کېږي.
