Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

پر سیدالشهدا خونړی برید؛ لسګونه ښوونکي دغه ښوونځي کې رضاکارانه تدریس ته چمتو شوي

0
پر سیدالشهدا خونړی برید؛ لسګونه ښوونکي دغه ښوونځي کې رضاکارانه تدریس ته چمتو شوي

په کابل کې څه باندې ۳۰۰ ښوونکي چمتو شوي چې د کابل د سیدالشهدا او د ۱۳مې حوزې په ټولو ښوونځیو کې په رضاکار ډول تدریس وکړي.

دوی دا تصمیم د شنبې په ورځ د سیدالشهدا پر ښوونځي له مرګونې حملې وروسته ونیو. دغو لسګونه ښوونکو په لیکلي توګه دې اقدام ته چمتووالی ښودلی دی.

دې تدریس ته داوطلب او د دغې چارې تنظیموونکي امان فرهمند د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰» ازادي راډیو ته وویل، د دوی هدف له دې کار دا دی چې زده‌کوونکو ته روحیه ورکړي او تدریسي ساعتونه ضایع نه‌شي.

ښاغلي فرهمند وویل، تر اوسه له ۳۰۰ ډېر ښوونکي چمتو شوي چې د ۱۳مې حوزې په ښوونځیو کې تدریس وکړي. ده د دغه ښوونکو نومونه په خپل فېس‌بوک پاڼه هم خپاره کړي دي.

د ده په خبره د دغو داوطلبو ښوونکو ډېری نارینه دي، خو ښځینه هم په‌کې شاملې دي.

 

د نوموړي په خبره، دغه داوطلب ښوونکي ډېری د بیلابیلو بنسټونو کارکوونکي او یا وزګار لیک لوستي کسان دي.

ښاغلی فرهمند زیاتوي: "په پام کې ده چې نن د ښوونځیو له مدیریت سره همغږي وکړو چې دوی څومره ښوونکو ته اړتیا لري. د اړتیا سره سم به ښوونکي جذب شي. یوازې د سیدالشهدا ښوونځی نه‌دی، بلکې د چهل دختران، فیض محمد کاتب، شهرک صفا، د زینت کبرا او دغه‌شان د کابل په لوېدیځ کې ډېری ښوونځي د ښوونکو د کموالي ستونزه لري."

دوو داوطلبو ښوونکو حسین توتاخېل او راضیې ازادي راډیو ته وویل: "داوطلبو ښوونکو دا کار د دې لپاره کړی چې زده‌کوونکو ته مثبته روحیه ورکړي او زده‌کړې یې نیمګړې پاتې نه‌شي."

"د دغو ښوونځیو ډېری تشو تدریسي ساعتونو ته په پام دا روحیه پیدا شوه. له دې سره به تش تدریسي ساعتونه ډک شي."

په ورته وخت کې د سیدالشهدا د ښوونځي زده‌کوونکي وايي، په هر راز شرایطو کې به هم، خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

نادرې حسیني وویل: "په دې خوښه یم چې داوطلب ښوونکي موږ ته په وړیا توګه تدریس کوي، له دې سره موږ په دوه برابره قوت خپل درسونه وایو، موږ ماته نه‌منو، که یوه امنه ووژل شوه، زر نورې امنې اماده دي چې درس ووايي."

خو تر یادې پېښې وروسته د صبرګل په شان زده‌کوونکې هم شته چې کورنۍ یې ورته نوره اجازه نه‌ورکوي چې ښوونځي ته ورشي او دلیل‌یې هم دا دی چې په څو مرګونو حملو کې د دوی همزولي ووژل شوې.

صبرګل وايي: "څو ځلې یې تهدید کړو، خو موږ ښوونځي ته ادامه ورکړه، مظاهرې مو هم وکړې، خو پر وړاندې یې څه وشول؟ راغلل زموږ په ښوونځي کې یې چاودنه وکړه. زه او زما غوندې نورې هم شته چې کورنۍ یې اجازه نه‌ورکوي چې نور درس ووايي، راته وايي ستا ملګري چې درس‌یې ووایه، ۱۲ ټولګي ته ورسېدل هغوی څه شول چې ته اوس هم ځې. زه‌یې پرې نه‌ښودم چې کورس ته لاړه شم."

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت ویانده وايي، مخکې له دې هم د داوطلبو ښوونکو د تدریس تجربه لرو چې ښه نتیجه‌یې ورکړې ده.

نجیبې ارین وویل، که څه هم ۲۵ زره ښوونکي د کابل په ښوونځیوکې په تدرییس بوخت دي، خو بیا هم د ښوونکو د کموالي ستونزه شته.

اغلې ارین وايي: "موږ غواړو حق‌الزحمه يي ښوونکي جذب کړو چې دغه ستونزه حل شي. یوازې د ۱۳مې حوزې په ښوونځیو کې نه، بلکې په ټولو حوزو کې د پوهنې مینه‌وال لرو چې د رسمي ښوونکو ترڅنګ په رضاکارانه توګه تدریس کوي او هڅه‌یې دا ده چې د پوهنې ستونزې حل کړي."

 

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د سیدالشهدا پر ښوونځي حمله کې، څه باندې۵۰ زده‌کوونکي وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

له دې حمله وروسته د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون وویل، خپل دوهم مرستیال سرور دانش ته‌یې سپارښتنه کړې چې د سیمې د خلکو په مشوره، په دوو اوونیو کې د یادې سیمې امنیت ته یوه طرح جوړه کړي.

د یادونې ده چې د کابل د لوېدیځ اوسېدونکي د ځانګړو ورځو د نمانځلو پر مهال لکه د محرم ۱۰مه خپل امنیت په خپله نیسي.

خو له دې ټولو سره په ورته وخت کې، په افغانستان کې وروستیو درنو چاودنو او د جګړې تېزوالي د ولسي جرګې غړي هم اندېښمن کړي او د دوی غصه‌یې راپارولې ده.

نن د ولسي جرګې د عمومي غونډې د بحث مهم موضوعات په کابل او لوګر ولایتونو کې وروستي موټر بم بریدونه وو.

وکیلانو دغه بریدونه وغندل او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار وباله، خو وروسته بیا ځينو وکيلانو يو پر بل د قومي او جاسوسي تورونه ولګول چې جرګه‌یې بې‌نظمه کړه. 

ولسي جرګې دغه‌راز په افغانستان کې د وروستیو امنیتي پېښو او په دغه هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د پراختیا په اړه د ځواب ویلو په هدف، نن ورځ د امنیتي بنسټونو چارواکي هم استجواب کړي وو، خو د امنیتي بنسټونو مسؤلان مجلس ته حاضر نه‌شول او پرېکړه وشوه چې بله ورځ بیا دوی راوغوښتل شي.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем


Спорт в России и мире
Москва

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Людмила Самсонова

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Обмен электронными транспортными накладными стал доступен участникам «Биржи грузоперевозок ATI.SU»





Путин в России и мире
Москва

ЯНДЕКС, АЛЕКСАНДР ПУШКИН, АНАТОЛИЙ ГОЛОД И "СВЯТОЙ ЛЕНИН" ВЕДУТ СЛЕДСТВИЕ ВЕКА! ВАЖНЫЕ СЕРЬЁЗНЫЕ ДАННЫЕ.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Найк Борзов

Братья Грим и Найк Борзов зажгут в Нижегородской области на Дне молодежи



Москва

Россия и КНДР обсудили возможность запуска прямых авиарейсов

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net