Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

د کابل دشت برچي کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

0
د کابل ښار د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې چاودنه نن (مې اتمه) د کابل په ۱۳مه ناحیه کې سیدالشهدا ښوونځي ته نيږدې شوې چې تر دې دمه يې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلې او تر ۵۰ زيات ژوبل کړي دي.



د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي:


"په نننۍ چاودنه کې تر دا مهاله ۲۵ کسه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي، خو د اوس لپاره د تلفاتو دا شمېرې د تغییر په حال کې دي."


بلخوا عيني شاهدانو ويلي چې درې پرلپسې چاودنې په داسې وخت کې وشوې چې د ښوونځي زده کوونکي جينکۍ د رخصتۍ په حال کې وې.


په افغانستان کې په دا وروستيو کې د ناامنۍ پېښې او بريدونه زيات شوي چې د زياتره مسوليت وسله والو طالبانو منلی خو د نننۍ پېښې مسوليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


له طالبانو د لویدیځو سفارتکارو غوښتنه

په کابل کې دا تازه برید په داسې حال کې شوی چې د یوشمېر لویدیځو هېوادونو ډيپلوماټانو یو ځل بیا په یوه خوله افغانستان کې د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه کړې او د جګړې د دوام ډېره پړه یې پر طالبانو اچولې ده.


د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې، امریکا او دغه راز د ناټو ځانګړو استازو برلین کې تر غونډې وروسته د مې پر اوومه په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې "نا اعلان شوي" پسرلني عملیات ودروي او ژر تر ژره روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو او نورو عامه ځایونو ته نژدې بریدونه پای ته ورسوي.


د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی هم د ویډیو کانفرانس له لارې غونډې ته یو ځای شوی و. غونډې ته د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال عباس ستانکزي وویل، دوی سولې ته ژمن دي، خو باید د دوحې تړون عملي، د دوی زندانیان خوشې او د مشرانو نومونه یې له تور لېسته ووځي.


طالبانو ته د خلیلزاد دړکه 

هاخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که طالبان د سولې لاره غوره نه کړي نو امریکا به د جمهوریت په څنګ کې ودرېږي. زلمي خلیلزاد دا خبره سیمې ته د خپل سفر په پای کې په برلین کې د څو لویدیځو هېوادونو له استازو سره د مې پر اوومه په غونډه کې له ګډونه وروسته پر ټویټر لیکلې ده.


نوموړي لیکلي چې که طالبان د سولې او روغې لاره خپله نه کړي نو امریکا به د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږي چې غواړي جمهوریت پرځای پاتې وي. خلیلزاد زیاتوي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره او د زور له لارې د واک نیولو د هڅو پرضد په نړۍ کې بېسارې همغږي رامنځ ته شوې ده. خلیلزاد د ټولو اړخونو پر سیاستوالو غږ کړی چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.


طالبانو ته اوښتي زیانونه

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، په ټول هېواد کې د تېرو څو ورځو په جګړو کې نژدې زر تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي. جنرال یاسین ضیا د مې پر اتمه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په وژل شوېو کې د طالبانو مشران هم شامل دي:


"د دښمن نژدې زر تنه مړه او ټپیان شوي دي. په دې ډله کې د طالبانو یو شمېر مهم رهبران هم وژل شوي دي."



جنرال ضیا زیاته کړه چې تازه جګړې په کندهار، هلمند، غزني، بغلان، فراه او هرات ولایتونو کې شوې دي. ښاغلي ضیا وویل دې جګړو کې افغان امنیتي دفاعي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي خو ده یې شمېر ونه ښود.



د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا تشې ادعاوې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net