د بشري حقونو کمېسیون: د خلکو له کورونو مورچل مه جوړوئ
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر په داسې حال کې چې د افغانستان په څو ولایتونو کې درنې جګړې روانې دي، د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د خلکو له کورونو او د ولس د استوګنې له نورو سیمو د جګړې لپاره کار وانه خلي.
د افغانستان دولتي ځواکونو او طالبانو په تېرو څو ورځو کې پر یو بل تور پورې کړ چې د خلکو له کورونو څخه د مورچل په توګه کار اخلي.
بشپړ ویډیويي راپور د دې تړوني له لارې وګورئ: