افغان فوټبالران امین او ازادزوی د اسیا ملتونو جام سیالیو کې لوبه نه کوي
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې دا دوه افغان ستوري ژوبل شوي دي: "حسن امین د چهارشنبې په ورځ د جرمني په درېیم ایالتي لیګ کې پر زنګانه ټپي شوی دی. همدا راز مصطفی ازاد زوی د ټایلنډ په درېیم غوره لیګ کې په زنګانه ډېر سخت ژوبل شوی او باید شپږ میاشتې لوبه ونه کړي."
ټاکل شوې چې ملي لوبډله په را روانه جون میاشت کې د اسیايي هېوادونو او نړیوال جام د فوټبال د غوراوي په لوبو کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ شي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون په درېیمه له بنګله دېش، دوهمه د جون په ۱۱مه له عمان او درېیمه د جون په ۱۵مه له هند سره وکړي.
