کاپیسا کې د چت د پرېوتو پېښې د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه کړي
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند قیس قادري ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن شنبه (د غويي ۱۸مه) سهار وختي د نجراب ولسوالۍ په دره غوث سیمه کې د سختو ورښتونو په نتیجه کې شوې ده.
قادري زیاته کړه: "دا کور په بشپړ ډول اوار شوی او زموږ ۷ تنه هېوادوال چې ښځې، نجونې او هلکان ماشومان هم په کې دي، شهیدان شوي دي."
د افغانستان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په شلو ولایتونو کې د ورښتونو او ورپسې د سېلابونو په پېښو کې نژدې اویا کسان مړه او شل نور ټپیان شوي دي.
