Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

د ننګرهار ځینې مېرمنې: پر لوستو او فعالو کسانو د حملو زیاتېدو ته اندېښنه لرو

0
د ننګرهار یو شمېر مېرمنې وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره په افغانستان کې پر لوستو او فعالو کسانو د حملو پر زیاتېدو اندېښنه لري. دوی بېره لري چې د ښځو فعالیتونه او تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې یې له‌منځه لاړې او یا له ننګونو سره مخامخ نه‌شي. 


دوی پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د ښځو د حقونو او د تېرو لاسته راوړنو په برخه کې دې پاخه ضمانتونه واخیستل شي څو بیا له ۲۰ کاله پخواني وضعیت سره مخ نه‌شي. 


تورپېکۍ اشنا د ننګرهار د ښځو چارو یوه فعاله ده. دا وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پر لوستو او فعالو کسانو د حملو له زیاتېدو سره ښځې اندېښمنې دي چې ګوندې له ګڼو محدودیتونو او ننګونو سره به مخامخ شي. 


دا له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان د کشالې د حل په برخه کې دوی یوازې پرېنږدي او د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې دې له ټولو خواو پاخه ضمانتونه واخلي. 


تورپېکۍ وایي، هېځ ښځه دې ته لېواله نه‌ده چې تر ۲۰ کالو پخوانیو حالاتو سره مخ شي او باید د دوی اندېښنو ته ښکاره ځواب ورکړل شي.


اغلې تورپېکۍ زیاتوي: "دا یو حقیقت دی چې خارجي قواوې له افغانستانه وځي، نو ټول نارینه او ښځينه په تشویش کې دي چې خدای نا خواسته دغه د خویندو لاسته راوړنې چې دومره مبارزه‌یې وکړه، زحمتونه‌یې ویستي، کوښښ‌یې وکړ، ځانونه‌یې قربان کړل او اوس هم په خطر کې دي، له‌منځه لاړ شي، نو دغه اندېښنه شته، خو موږ له نړیوالو او ملل‌متحد نه غواړو چې افغانستان هغه معاهدې چې د ښځو د حقونو د لاسته راوړنو په برخه کې امضا کړي، د هغوی د تعهد او رعایت په برخه کې قوي ضمانتونه واخلي، څو د خویندو لاسته راوړنې پر ځای پاتې شي." 




د ننګرهار د ولایتي شورا منشي حمیرا رفیع وایي، سولې ته لېوالتیا ډېره ده خو په خبره‌یې، افغان کشاله لا روانه ده او که په داسې حال کې نړیوال افغانان په سپین میدان پرېږدي، نو راتلونکي ته‌یې اندېښنې لاپسې ډېرېږي. 


حمیرا رفیع اندېښنه لري او وایي، په داسې حال کې چې بهرنیان هم له هېواده وځي او که د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د سولې روانې خپلمنځي ناستې پاستې نتیجه ورنه‌کړي، نو د قدرت پر سر به کشمکشونه پیدا او د افغان ښځو لاسته راوړنې او حقونه به تر پښو لاندې شي.


اغلې رفیع وايي: "د ټولنې نیمایي یرخه نفوس ښځې دي او زیاتره د جنګونو قربانیانې او متضررینې هم ښځې دي، نو د ښځو سره ډېره اندېښنه ده چې که داسې معامله وشي، سره له دې چې په هغې کې به سوله منځته رانه‌شي، نو معلومداره ده چې ملک به له یوه لوی بحران سره مخ شي، دلته به د ښځو حقوق هم پایمال شي او هغه ۲۰ کلنې لاسته راوړنې به‌یې هم له‌منځه لاړې شي، علاوه له دې به کورنۍ جګړې رامنځته شي او هر څوک به د خپل قدرت لپاره جنګېږي." 


ننګرهار مېشتې مېرمنې دغه اندېښنې په داسې حال کې شریکوي چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه ایستل پیل کړي او ویلي دي چې د راروانې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.


په افغانستان کې د شته بهرنیو ځواکونو وتل د امریکا او وسله‌والو طالبانو د هغه هوکړه‌لیک یوه برخه ده چې دواړو لورو د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړی و. 




که څه هم افغان حکومت افغان ښځو ته د دوی د لاسته راوړنو د ساتلو او د دوی د حقونو د خوندي کولو او همدا شان د وسله‌والو طالبانو مرکچي پلاوي بیا ښځو ته د زده‌کړو او کار کولو ډاډ ورکړی، خو د ننګرهار مېشتو مېرمنو په باور، دا هر څه هلته کېدای شي چې دوی یو بل ومني. 


د ننګرهار ولایت د جندر مسؤلان بیا هیله‌مند دي چې د ښځو لاسته راوړنې لکه زده‌کړې او له کوره دباندې د کار حق به په خپل ځای پاتې وي او ښځې باید په دې پرخه کې اندېښنې ونه‌لري.‎ 


د ننګرهار ولایت د جندر کارپوه پښتنه نبي ازادي راډيو ته وویل چې افغان مېرمنې باید هېڅکله اوسنی وخت تېرو وختونو سره پرتله نه‌کړي او د اندېښنو پر ځای دې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.


اغلې نبي وايي: "هېڅ اندېښنه باید له ښځو سره نه‌وي، ځکه موږ باید اوسنی حکومت او اوسني شرایط په هېڅ صورت له پخوانیو حالاتو او پخوانیو حکومتونو سره پرتله نه‌کړو، که چېرته هغه وروڼه هم راشي، له حکومت سره یوځای شي، خپل هېواد کې مېشت شي، نو ښځې به لا پرمختګ او وده وکړي." 


د ننګرهار د جندر کارپوهه پښتنه نبي په داسې حال کې مېرمنو ته ډاډ ورکوي چې همدا اوس هم په دغه ولایت کې ګڼې هغه ښځې چې په دندو بوختې وې، یا له خپلو کارونو په شا شوي او یا له کورونو په خپلو چارو بوختې دي. 


د یادونې وړ ده چې په تېرو شااوخوا څلورو میاشتو کې ۹ تنه ښځينه وژل شوي چې ۴ یې خبریالانې، یوه ډاکتره، ۳ واکسیناتورانې او یوه‌یې پولیسه وه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net