زابل کې '۲ پولیس' او '۱۴ وسلهوال طالبان' ووژل شول
د زابل ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولایت د مرکز کلات د کمربند پر دوو امنیتي پوستو د وسلهوالو طالبانو په حمله کې دوه پولیس او ۱۴ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د زابل امنیه قوماندان جنرال ویس صمیمي ازادي راډیو ته وویل چې د وسلهوالو طالبانو په دې ډلهییزه حمله کې همداراز دوه پولیس او ۶ وسلهوال طالبان ټپیان شوي او حمله کوونکي د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
صمیمي زیاتوي: "نښته ډېره درنه وه، دښمن خپل هدف ته ونهرسېد او ۲۰ تنو تهیې مرګژوبله واوښته."
د صمیمي په وینا جګړې د شپې تر ناوخته دوام کړی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د یادولو وړ ده چې درې اوونۍ وړاندې د زابل د والي په دفتر کې په یوه چاودنه کې د ولایتي شورا د رئیس عطاجان حقبیان په ګډون دوه کسان ټپیان شوي وو.