غزني کې روان لمریز کال کې تراوسه ۷۲ ملکیان وژل شوي
د والي وياند محمد عارف نوري تېره شپه (عقرب/لړم ۱۴مه) ازادي راډيو ته وويل، خلکو ته زياته مرګ ژوبله د وسله والو مخالفانو په حملو کې اوښتې ده.
هغه زیاته کړه: "د غزني ولايت په مرکز او ولسواليو کې د وسله والو له خوا پر عامو لارو د ځاى پر ځاى شويو ماينونو د چاودنو، پر ښوونځيو او د استوګنې پر سيمو د دوى د راکټونو لګېدو او د استوګنې په ساحو کې د دوى د موټر بم چاودنو له کبله ٢٥٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې له دې جملې ٧٢ کسان شهيدان شوي او ١٨٧ تنه ټپيان دي."
د دولت وسله والو مخالفانو په غزني کې د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکيانو د مرګ ژوبلې د ٨ فيصده زياتېدو خبر ورکړى و.
د دې ادارې د ميزان په وروستيو کې په راپور کې وسله وال طالبان د وري له لومړۍ د سنبلې تر پايه د ملکيانو د ٧٥ فيصده مرګ ژوبلې مسئول بلل شوي دي.
