هانګ کانګ کې د افغانستان د تاریخي اثارو نندارتون جوړ شو
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د نندارتون هدف د افغانستان له فرهنګ او تاريخ سره د سيمې او نړۍ د خلکو اشنا کول دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند محمد صابر مومند تېره شپه له هانګ کانګه ازادۍ راډيو ته وویل، په دې نندارتون کې لسګونه اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه زیاته کړه: "٢٣١ قلمه تاريخي اثار نندارې ته اېښودل شول، چې درې مياشتې به په دغه موزيم کې نندارې ته ايښوول شوي وي. له دغه نندارتون څخه زموږ هدف د افغانستان له فرهنګ او تاريخ سره د سيمې او نړۍ هېوادونو اشنا کول دي."
په دغه نندارتون کې د تپه فلول، آی خانم، طلا تپې، باګرام او تپه زرګران تاريخي اثار راغونډ شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو په وینا، دغه اثار له چين سره د ګډ تفاهم لیک پر بنسټ په څلورو موزیمونو کې نندارې ته ایښودل شوي، چې د دولت بودجې ته له دې درکه یونیم میلیون ډالره مالي ګټه هم لېږدول شوې ده.
