د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د ۱،۱۳۲ اربه روپیو بجټ اسمبلۍ ته وړاندې کړ. د لوړو زده کړو او اطلاعاتو چارو وزیر کامران بنګښ د جون پر ۱۳مه د بودیجې قانوني مسودې تر وړاندې کېدو وروسته مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت به په راتلونکي مالي کال کې په صوبه ۳۵ نوي کالجونه فعالوي او څلور نوي پوهنتونونه جوړوي. ده زیاته کړه چې بجټ یې "عوام دوسته" دی. خو د مخالفه ګوندونو سیاستوالان وايي، د تحریک انصاف حکومت د تېر کال بودیجې اهداف هم نه دي پوره کړي. نور په وېډیويي رپورټ کې.
د جون پر ۱۱مه د صوابۍ سیاسي، مذهبي او ولسي مشرانو په ضلع کې د امنیت ټینګښت او په نشو د ځوانانو روږدې کېدو مخنیوي لپاره یوه جرګه جوړه کړه. د جرګې مشران او ځايي فعالان وايي، په وروستیو کې په صوابۍ کې د امنیت وضعیت خورا خراب شوی او همداراز، پکې د نشه يي توکو خرڅلاو او استعمال زیات شوی دی. دا چې دا جرګه به څنګه د مسلو د هواري هڅې کوي، ځواب یې په رپورټ کې.
د افغان - امریکايي پوهنتون لسګونه محصلانې چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په نورو هېوادونو کې د دې پوهنتون څانګو ته لېږدول شوې وې، نن یې د لیسانس دوره پای ته ورسوله.
د طالبانو له راتګ وروسته چې د افغانستان امریکايي پوهنتون وتړل شو، دې پوهنتون ډېر محصلان په نورو هېوادونو کې خپلو څانګو ته ولېږدول چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
له دې ډلې ۲۱ کلنه زحل احمدزۍ چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د افغانستان امریکايي پوهنتون د حقوقو په برخه کې زده کړې پیل کړې وې، نن په قرغزستان کې د دې پوهنتون د منځنۍ اسیا له څانګې فارغه شوه. Читать дальше...
په نیمروز کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز کې یوه سړي د ماشومانو او ښځو په ګډون د خپلې کورنۍ نهه تنه غړي په ډزو وژلي دي.
د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د رسنیو مسوول بهرام حقمل نن آزادۍ راډیو ته وویل، چې د تورن قاتل نوم ویس دی او پر قربانیان یې په دو جلا پېښو کې ډزې کړې دي.
هغه وویل: "دې فرد خپلې دوه مېرمنې سره له څلورو ماشومانو د دوهمې امنیتي حوزې په ساحه کې په شهادت رسولي دي او د خپلې خسرګنۍ د کورنۍ پر څلور غړو یې د درېیمې حوزې په ساحه کې ډزې کړي، درې یې په شهادت رسولي او... Читать дальше...
عنصر مايي په کراچۍ کې په یو کور کې کار کوي او وايي، بې وزلۍ او زیاتېدونکې ګرانۍ یې ژوند خورا مشکل کړی دی. نوموړې وايي، په تنخا یې ګوزاره نه کېږي او بچي یې د وچې ډوډۍ خوړلو ته اړ شوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو لخوا ورته سپارښتنه شوې چې داسې خلک دې د خپلو سیمو د ملکانو او استازو په توګه وټاکي چې له تېر جمهوري حکومت سره یې هېڅ اړیکه نه وي او د طالبانو خواخوږي وي.
د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري د جوړېدونکې جرګې په لړ کې د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو له لوري ورته ویل شوي چې د خپلو سیمو لپاره دې داسې ملکان او مشران وټاکي چې له تېر جمهوري حکومت سره یې یوه ورځ هم کار نه وي کړی او د دوی په خبره، د طالبانو د حکومت مخالف نه وي. Читать дальше...
د بېپولې خبریالانو سازمان وايي، تېره یوه میاشت کې په ټول افغانستان کې ۱۲ خبریالان نیول شوي او زنداني شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د خبریالانو د خپلسرو نیونو په اړه د بېپولي خبریالانو سازمان اندېښنه وښوده.
دغه سازمان خپل یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړی لیکلي، وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو لهخوا ۱۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي شوي او زنداني شوي دي.
دې سازمان د خبریالانو خپلسري نیول غندلي او له طالبانو یې غوښتي، چې د خبریالانو د خوندیتوب او د ټولیزو رسنیو قانون ته درناوی وکړي. Читать дальше...
د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک دوه اوونۍ وروسته له روسي سیال سره لوبه کوي.
هغه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، له اوږده ځنډ او سختو تمریناتو وروسته د دې لوبې لپاره چمتو شوی.
هوتک وايي، لوبه به په روسیه کې د فري فایت په یو معتبر سازمان ( ام ام اې) کې له روسیه لوبغاړي سره ده.
نوموړی وايي، کېدونکې لوبه د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ نېټه ده.
ولي هوتک په نږدې راتلونکي کې د نورو سیالیو خبر هم ورکړ او زیاتوي، سره له دې چې د زیاتو لوبو کول په فزیکي لحاظ ښه پایله نه شي... Читать дальше...
د افغانستان د د فوټبال ملي لوبډله سبا له کمبودیا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې یاده سیالۍ د افغانستان په وخت ۴ بجې پیلېږي.
د فدراسیون په وینا، افغان لوبغاړي د اسیا د ملتونو جام لپاره د لارموندنې وروستۍ سیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې له هند سره په لوبه کې ۱-۲ ماتې وخوړه او له دې ماتې سره افغانستان د اسیا د ملتونو جام ته مخکې تګ چانس له لاسه ورکړ.
سره له دې، چې افغانستان د اسیا د ملتونو جام... Читать дальше...
سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې له پرلپسې دوو ماتو وروسته له استرالیا درېیمه شل اوریزه لوبه وګټله.
د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، دغه سیالۍ چې اوونې وړاندې د سریلانکا په کوربتوب پیل شوې وې تېره ورځ د استرالیا په ماتې سره پای ته ورسېدې.
په دغه سیالۍ کې استرالیا سریلانکا ته په شل اورونو کې ۱۷۷ د منډو هدف وټاکه او سریلانکا د څلور ویکټو په درلودو سره دغه هدف په وروستي اور کې پوره او لوبه یې وګټله.
استرالیا له دې وړاندې له سریلانکا سره د شل اوریزو لوبلړۍ دوه لوبې ګټلې وې خو ورستۍ لوبه یې بیا وبایلله.
د خوست ولایت په یوه ځنګل کې د اور له لګېدو وروسته د دې ولایت اوسېدونکو نن غرمه ازادي راډيو ته ادعا وکړه، چې دا پېښه په قصدي ډول شوې ده او دوی د اور د مهارولو لپاره هڅې کوي.
خوستي ځوانان وايي، د دې ولایت د قلندر ولسوالۍ د تبۍ سیمې په ځنګلونو کې اور لګېدلو یې د سترګو خوب تښتولی چې له همدې امله یې د اور وژلو په خاطر شپه په ځنګل کې تېره کړې ده.
د خوست دوه اوسېدونکي نقیب الله ځلاند او احسان الله سعادت چې د اور د مهارولو لپاره سیمي ته تللي، د سترګو لیدل حال بیان کړ.نقیب الله ځلاند وویل: "موږ چې خبر... Читать дальше...
د جون پر ۱۲مه په ملتان کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بيټينګ پاکستان وکړ او په مقررو ۵۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۲۶۹ رنز جوړ کړل.
وزيراعظم شهبازشریف د جون پر ۱۲مه پر ټوېټر ليکلي چې افغان وګړو ته د ټرانزیټ ویزو ورکړه به "له هغوی سره د راتلونکي سفر لپاره د کاغذي کارونو په بشپړولو کې مرسته وکړي."
په کراچۍ کې فعالانو او د بلوڅانو یووالي کمېټۍ (بلوچ یکجهتي کمېټي) د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره لاریون او مظاهره کړې ده. د جون ۱۲مې احتجاج ته ګڼ خلک ورغلي ول چې په وروستیو کې یې د ورکو شویو زده کوونکو ترڅنګ د نورو لادرکه بلوڅانو د موندلو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه کوله. د سیند پولیسو او حکومت روانه میاشت د کراچۍ پوهنتون د دوو زده کوونکو د ګرفتارولو د تور په ځواب څه نه دي ویلي. خو د ورکو کسانو د قضیو څېړلو سرکاري کمېشن د روان کال په جنورۍ کې وویل، تر ۸،۴۰۰ زیاتې قضیې ورسره ثبت شوې دي چې ورڅخه... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، فراه ولايت کې يې ۳۰ جريبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښت پاکه کړې او دا عملیات به همداسې دوام ولري.
ځيني هغه بزګران چې د طالبانو حکومتيې د ترياکو او بنګو کښتونه اړولي وايي، دې ځمکو کې يې هغه مهال ترياک او بنګ کرلي وو چې د طالبانو حکومتیې کښت نهو منع کړی.
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې یو مهم قومندان یې په کابل کې وژلی دی.
هغه ویلي چې یکشنبه ناوخته د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د طالبانو ځواکونو د داعش په پټنځای برید وکړ او د دې ډلې یو مهم قومندان یې ور وواژه.
مجاهد ویلي چې د داعش یو بل غړی په دې عملیاتو کې نیول شوی.
د طالبانو حکومت ویلي د داعش دغو کسانو د کابل په جوماتونو او خانقاو بریدونه کړي وو او د بریښنا ستنې یې الوزولې وې.
طالبانو وړمه ورځ/شنبه هم ویلي وو چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې یې د داعش اته جنګیالي وژلي دي. Читать дальше...
بې پولې خبریالانو يوې اعلاميې کې ویلي چې د طالبانو حکومت تېر یوه میاشت کې ۱۲ افغان خبریالان بندیان کړي.
په اعلامیه کې د طالبانو له حکومت غوښتل شوي چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې مسوولیت ادا او بندي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.
د طالبانو حکومت که څه هم د بې پولې خبریالانو په تازه راپور لا څه غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې ویلي وو چې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونو ته د دوی په خبره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې اجازه ورکوي.
د تاجکستان چارواکي وایي چې په خپلواکه سیمه ګورنو-بدخشان کې یې دوه (د مجرمانو مشران) وژلي دي.
دا په دغې سیمه کې د دولت ضد مظاهرو وروسته د خلکو د نیولو او وژلو تازه پیښه ده.
د تاجکستان چارواکو ویلي، زویر رجبوف او خرسند مازوروف هغه مهال په ځانګړو عملیاتو کې له منځه ولاړل چې د تسلیمېدو لپاره یې د دوی غوښتنې ته توجه ونه کړه.
په ګورنو بدخشان کې د عامه نظم څانګې ویلي، دغو دوو کسانو ته پخوا څو ځله احضار لیکونه ور استول شوي، خو دوی ترې ډډه کړې ده.
د دوی په وینا عملیاتو کې لس نور کسان چې د دغو ( مجرمانو) پلویان ښودل شوي، نیول شوي دي.
یو مخکښ تحقیقاتي مرکز وايي چې امکان لري په را روانه لسیزه کې د نړۍ لوی قدرتونه خپلې اټومي وسلې پیاوړې کړي او په اړه یې تبلیغات وکړي.
د ستوکهولم د سولې د تحقیقاتو انستیتیوت SIPRI په خپل کلني راپور کې چې نن خپور شو، دا خبره کړې.
د دې مرکز یوه مخکښ څېړونکي ویلي داسې نښې نښاني شته چې د اټومي وسلو د کموالي پېر چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې خبره کېدله نوره نو پای ته رسېدلې ده.
د ستوکهولم د سولې د تحقیقاتو انستیتیوت وايي امکان لري په راروانو لسو کلونو کې د متحدو ایالتونو او روسیې په ګډون... Читать дальше...
په کونړ او بدخشان کې د طالبانو رېنجر ګاډي د چاودنو ښکار شول. په بدخشان کې هم په ورته پېښه کې یو طالب وسله وال ټپي شوی. د کندوز په درېیمه ناحیه کې ملکي وګړي د چاودنې ښکار شول. په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر وسله وال برید وشو.
د افغانستان د ټوکر (رخت) برخې سوداګر د وارداتو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تېره ورځ د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې دغو سوداګرو د خونې له چارواکو سره د خپلو ستونزو د حل په موخه ناسته کړې.
د خبرپانې په حواله، د ټوکر (رخت) سوداګرو له عربي متحده اماراتو او چین سره د ویزو او دغه شان له افغانستان دغه ملکونو ته د پېسو د لیږد په برخه کې خپلې اندېښنې د خونې چارواکو سره شریکي کړي.
د خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خونې چارواکو دغو سوداګرو... Читать дальше...
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان مرکزي بانک نن ۱۱ ميليونه ډالره ليلام ته وړاندې کوي.
دغه بانک تېره ورځ ناوخته په خپل ټويټر پاڼه له ټولو شخصي بانکونو، پولي شرکتونو او پانګوالو چې په شرايطو برابر دي په دې پروسه کې د ګډون غوښتنه کړې.
د افغانستان بانک وړاندې ليکلي، چې د پروسې ګټونکی بايد خپل ټول حسابونه د ټاکلې نېټې پورې تصفيه کړي.
د افغانستان بانک د دې پروسې د پیل هدف د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل او د افغانستان په لویو بازارنو کې د ژوند لومړنیو توکو د بیو راټیټېدل ښودلي دي.
... Читать дальше...
که څه هم طالبان ادعا لري، چې په ټول افغانستان کې یې بشپړ امنیت راويستی، خو یوازې پرون په څلور چاودنو او بریدونو کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
کونړ، کندز، بدخشان او بلخ هغه ولایتونه دي چې پرون په کې چاودنې او د وسلهوالو بریدونو شوي دي.
پرون ورځ په کونړ او بدخشان کې د طالبانو پر رنجر موټرو چاودنې وشوې. طالب چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې په کونړ کې یې پر رنجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې یو وسلهوال وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي.
په بدخشان کې هم په ورته پېښه کې یو طالب وسلهوال ټپي شوی. Читать дальше...
حسام جمال د یوې عدسې له لارې د لمر په رڼا کاغذ سوځوي او انځور ورباندې جوړوي. دی د هګیو د سپینو په پخولو او د شګو په کارولو هم انځورونه جوړوي چې دا د هنر نامانوسه او غیرمعمولي طریقې دي. جمال تر اوسه خپل هنر نندارې ته نه دی وړاندې کړی خو پر ټولنیزو رسنیو یې خپروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په ارجنټاین کې چارواکو د ونزویلا یوه بوینګ ۷۴۷ ډوله بار وړونکې الوتکه له ایران سره د اړیکو په تور د ځینو دلایلو له مخې توقیف کړې ده.
د الوتنو د څار د ثبت شویو معلوماتو له مخې، دغه الوتکه تېره چهارشنبه د بوینس ایرس هوايي ډګر ته ورسېده.
د ارجنټان د اپوزېسیون یوه وکیل او د ایران رسنیو پرون ویلي، دغه الوتکه د ارجنټاین د چارواکو له خوا توقیف شوې ده، خو د ارجنټاین حکومت لا دغه اقدام په عامه نه دی تایید کړی.
خو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یو سند چې رویټرز اژانس هم کتلی ښېي، چې چارواکو دغه الوتکه... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net