د شنبې په ورځ د افغان سیکانو او هندوانو پر یو عبادتځای له خونړي برید وروسته، د دوی ځینو له ملګرو ملتونو وغوښتل ، هر څومره زره چې ممکنه وي له افغانستان ورته د وتلو زمینه برابره کړي. هدفي بریدونه له هېواد څخه د افغان سیکانو او هندوانو د ډله ایزې کډوالۍ یو سبب دی. په افغانستان کې ددې مذهبي لږکیو شمېر څو لسیزې مخکې تر سل زرو پورته و، خو اوس نژدې شپیته تنه افغانستان کې پاتې دي.
ملګري ملتونه وايي په راروان ۲۰۲۳ کال کې به د افغانانو په ګډون له دوه میلیون زیات ماشومان چې نه خپلو اصلي ټاټوبو ته ستنېدلای شي او نه په اوسني ځای کې اوسېدای شي، نویو دایمي کورونو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاندې شایبې مانټو نن په ژنیو کې وویل سږکال د دې ډلې ماشومانو شمېر ۱،۴۷ ته رسېږي.
هغې زیاته کړه چې د دایمي استوګنې د موندلو لپاره تر ټولو زیاته اړتیا اوس مهال د افریقا او د منځني ختیځ د هېوادونو، سوریې او ورپسې د افغانستان ماشومان لري.
د دې لېست په دوام د کانګو... Читать дальше...
په اروپايي هېواد جارجيا کې د سېلګرو پر مخ د شيشي پول پرانیستل شوی دی. د پول په مینځ کې د الماس په بڼه يوه کېفې هم جوړه کړل شوې ده. په دې اړه د اسوشيېټيډ پريس اژانس له ويډيو څخه عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.
په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د دنباس پر سېمه خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، اوکرايني چارواکو ويلي دي، دغلته په ختيځ کې په لومړۍ کرښه وضعيت ډېر سخت دی.
د لوهانسک د سېمې نظامي والي سیري هایډي ویلي، اوکرایني ځواکونه د لیسي چانسک او سیورو ډونڅیک سېمو دفاع ته دوام ورکوي چېرې چې د نوموړي په وینا سخته جګړه روانه ده.
هایډي د اوکراین ملي ټلوېزون ته ویلي، روسي ځواکونه د سیورو ډونڅیک پر ډېرو سېمو کنټرول لري خو په وینا یې د ازوت د کیماوي کار ځای پر تاسیساتو روسي ځواکونه کنټرول نه لري.
هایډي زیاته کړې،... Читать дальше...
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سينيټر عثمان کاکړ د مرګ يو کال پوره شو. د کرښې په غاړه خپرونه کې پر دې بحث شوی چې د نوموړي د مرګ په اړه پلټنې کوم ځای ته رسيدلې؟ پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي چې نوموړی وژل شوی او پکار ده چې د سپريم کورټ په مشرۍ يو عدالتي کمېشن د هغه د مرګ پلټنې وکړي.
جنوبي کوریا اعلان وکړ چې هېواد یې د اسیا ملتونو فوټبال جام له راتلونکو سیالیو ته د کوربهتوب لپاره کاندید دی.
د جنوبي کوریا د فوټبال فدراسیون وايي، هېواد چمتو دی، څو په ۲۰۲۳ میلادی کال کې د اسیا ملتونو فوټبال جام د سیالیو کوربهتوب وکړي.
وړاندې له دې قطر، سعودي عربستان، جاپان او ویتنام هم اعلان کړی و چې دوی په ۲۰۲۳ کال کې د اسیا ملتونو جام سیالیو کوربهتوب ته کاندیدان دي.
د کوربه هېوادو د نه ټاکل کېدو ترڅنګ، د اسیا فوټبال کنفدراسیون تر اوسه د دې سیالیو لپاره کره نېټه نه ده ټاکلې.
د غزني په کچه د بدن ښکلا په سیالیو کې چې د یاد ولایت له اتو کلپونو څخه د ۶۱ ورزشکارانو په ګډون وشوې، علي بیات وکړای شول چې د بدن ښکلا او په دې برخه کې د مسلکي حرکتونو په اجرا کولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټي.
د غزني ولایت د ورزش امر بلال مجاهد ازادی راډیو ته وویل چې دا سیالۍ د غزني په کچه د بدن ښکلا لوبډلې لپاره د غوره څېرو پېژندل په موخه جوړه شوې وه.
دغه راز ښاغلي مجاهد دا هم وويل، د دې سياليو بله موخه په کابل کې د بدن ښکلا په برخه کې په راتلونکو سیالیو کې د ګډون لپاره د ورزشکارانو انتخاب و.
ملګرو ملتونو پرون د افغان نجونو د زدهکړو د مخنيوي له امله، پر دوو طالب چارواکو سفري بندیز ولګاوه.
فرانس پرېس خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د يوشمېر سفارتکارانو له قوله ليکلي چې د دې سازمان د بندېزونو کمېټۍ د جون پر ۲۰مه په خپله غونډه کې د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت پر سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل بندیزونه لګولي دي. د دې بنديز وجه د افغان نجونو د زدهکړو پر وړاندې سختدریځه عمل کول دي.
ملګرو ملتونو دوه مياشتې وړاندې د طالبانو حکومت پر ۱۵ چارواکو د... Читать дальше...
د افغانستان تکواندو ملي لوبغاړي د تکواندو په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره په چمتووالي بوخت دي.
د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر احمد ترکي نن ازادۍ راډیو ته وویل، افغان تکواندو کاران له پنځو ورځو راهیسې په جنوبي کوریا کې په تمرینونو بوخت او اسیایي لوبو ته پوره چمتوالی لري.
ټاکل شوې د اسیا د تکواندو سیالۍ سبا د جون په ۲۲مه د جنوبي کوریا په پلازمېنه کې د ګڼو اسیایي هېوادونو په ګډون سره پیل شي.
په دې لوبو کې له افغانستانه پنځو تکواندو کارانو ګډون کړی.
د ښاغلي ترکي په خبره، ټاکل شوې د راتلونکی... Читать дальше...
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي- روسي ژورنالیست دیمیتري مراتوف خپله نوبل جایزه، د اوکراین له جګړه ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره په لیلام کې وپلورله.
د دې جایزې له پلورلو ترلاسه شوي ټول ۱۰۳،۵ میلیون ډالر به د جګړې له کبله له بېځایه شویو اوکرایني ماشومانو سره د یونیسیف د مرستې صندوق ته ورکول شي.
مراتوف چې د نووایا ګزېتا د خپلواکې ورځپاڼې له جوړېدو سره یې مرسته کړې وه او مسوول مدیر یې هم و، په تېر ۲۰۲۱ کال کې له یوې بلې روسۍ ژورنالیستې ماریا ریسا سره په ګډه د نوبل د سولې جایزه ګټلې وه.
پر اوکراین... Читать дальше...
د امریکا متحدهایالات به هغه نظامي هيليکوپټرې او الوتکې چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال تاجیکستان ته لېږدول شوې دي، دې هېواد ته ورکړي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مایکل کوریلا له قوله لیکي، امکان لري چې متحدهایالات هغه نظامي الوتکې او هیلیکوپټرې، چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط پر مهال تاجیکستان ته وړل شوي دي، د دې هېواد په واک کې ورکړي.
جنرال کوریلا دا موضوع تېره اوونۍ له تاجیکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.
رویټرز خبري اژانس په تاجیکستان... Читать дальше...
اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو د اوکراین پر ختیځو ښارونو لیسیچانسک او سیویرو دونېڅک د بمباریو پرمهال درانه زیانونه اړولي دي او لاهم خپلو حملو ته دوام ورکوي.
لوهانسک سیمې پوځي والي سیرهي هایدای نن پر ټولنیز شبکو په یوه بیان کې وویل، چې د سویرودونېڅک صنعتي سیمه او لیسیچانسک کې د روسیې پوځي عملیاتو یو انساني ناورین رامنځ ته کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د روسي ځواکونو په ختیځه دونباس سیمې کې خپلو عملیاتو ته زور وکړی.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې په راروانو ورځو کې ښايي د هېواد په ډېرو سیمو کې درانه ورښتونه وشي، سېلابونه راوځي او سخت بادونه ولګېږي.
دې ادارې له خلکو غوښتي چې د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د هوا پېژندنې د ادارې رییس محمدنسیم مرادي رسنیو ته په یو پیغام کې ویلي دي، چې د پلازمېنې کابل او بدخشان، کندز، بامیان، غرني، کندهار، ننګرهار او پنجشېر په ګډون په شاوخوا ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا او سېلابونو اټکل کېږي.
خوشال خان کاکړ وايي، د پاکستان له حکومت نه دا تمه نه لري چې د عثمان خان کاکړ په قضیه کې به له انصاف نه کار واخلي او کومې نتیجې ته به ورسېږي.
په افغانستان کې مېشت یو شمېر افغان سېکان له ملګرو ملتونو غواړي چې څومره ژر کېږي، دوی باید له دې هېواده وویستل شي.
رګبر سينګهـ د پلازمېنې کابل په کارته پروان کې د دوی په درمسال په حمله کې ټپي شوی دی.
د هغې ورځې د حملې وېره او ډار یې لا هم په څېره کې ښکاري، چې له امله دی زخمي او د کورنۍ یو بل غړي يې ووژل شو.
دی له نړیوالې ټولنې غواړي چې ژر تر ژره یې له افغانستانه وباسي.
هغه وویل: "زه له بهرنۍ نړۍ او ملګرو ملتونو غواړم، دلته چې کوم اهل هنود پاتې دي باید له افغانستانه یې د وتلو هڅه وشي او په... Читать дальше...
د ښځو په لاس د تولید شویو محصولاتو د خرڅلاو لپاره به ډېر ژر انلاین بازار پرانیستل شي.
د سوداګرو ښځو خونه وایي، چې د ښځو د محصولاتو د خرڅلاو لپاره د انلاین بازار د جوړېدو کار ۹۰ سلنه مخ ته تللی او د یاد بازار د معیاري کولو لپاره یواځې لس سلنه کار پاتې دی.
د یادې خونې د مدیره پلاوي غړې افسانې رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې بازار په جوړېدو سره به صنعت کارې ښځې وکړای شي خپل تولید شوي سوداګریز توکي په مناسب قیمت، په نړیوالو بازارونو کې وپلوري.
د افغان مېرمنو د سوداګریزو توکو د انلاین بازار جوړېدو... Читать дальше...
په هلمند ولایت کې د اوبو د دوو لویو ذخیرو د رغولو چارې پیل شوې.
د هلمند ولایت په مرکز د لښکرګاه ښار د بست کلا په سیمه کې د اوبو د دې دوو ذخیرو تخنیکی سروې، ډاکار موسسې ترسره کړې او د رغولو مالي لګښت یې د ملګرو ملتونو له نشه یې موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره ورکوي.
د هلمند د کرهنې او اوبو لګولو ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر رفیع الله ازادي راډیو ته وویل، د اوبو دا دوه ذخیرې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او دغه شان د څارویو لپاره د څر ځایونو د بیا رغولو په هدف جوړېږي، خو د دې پروژې د ټولټال مالي لګښت په اړه یې څه ونه ویل.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانډټ وايي، په دوحه کې يې د لوېدیځ له سفیرانو سره په افغانستان کې د نجونو د بندو ښوونځيو د خلاصېدو په اړه ناسته کړې ده.
د یولسم ټولګې زده کوونکې فاطمه چې له تېرو لسو میاشتو راهیسي په کور ناسته ده، وايي نه یوازې دا چې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي بلکې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله د ژبې د زده کړې له روزنیز مرکز هم پاتې ده.
دا چې وايي، د ښوونځيو د خلاصېدو او نورو زده کړو په اړه يې هیلي ورځ تر بلې مړاوې کېږي ازادي راډیو ته يې وویل: "کله چې موږ زده... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د دوو طالب چارواکو په سفر بندیز ولګاوه.
ملګرو ملتونو پرون د دوشنبې په ورځ د هغه څه له امله چې د افغان نجونو د زدهکړو او تحصیل پر وړاندې سخت دریځ یادېږي، پر دوو طالب چارواکو د سفر بندیز ولګاوه.
د فرانسې خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر دیپلوماتانو له قوله لیکلي، خو په ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر د معافیت بندیز له دوو تر درې نورو میاشتو وغځول شو.
په راپور کې ویل شوي، که د دوو میاشتو تر تېرېدو وروسته د دې سازمان د یادې کمېټې کوم غړی اعتراض ونه لري، دغه موده خپله یو میاشت نوره هم غځېږي. Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، مسکو اروپايي ټولنه کې د دوی د کاندیدۍ حیثیت پرېکړې ته په نږدې کېدو " ډېر عصبانی " شوی دی.
زلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د اروپایي ټولنې مشران د راتلونکې پنجشنبې او جمعې په ورځو دغې ټولنه کې د غړیتوب په خاطر د اوکراین پر کاندیدۍ غور وکړي.
بل لورته د اوکراین له ختیځه د جګړو د دوام راپورونه ورکول کېږي او د اوکراین پوځیانو د جګړې د لومړۍ کرښې وضعیت" ډېر سخت " یاد کړی دی.
په ماليزيا کې دوديز نوډلز يا مېچې چې ورته "می سوه" هم ويل کېږي، نن ۱۰۰ کاله پس هم په لاسونو جوړېږي. په عمومي توګه د نوډلز په مشينانو د جوړولو رجحان بېخي زيات دي خو د ماليزيا يوې کورنۍ چې له چين څخه دې هېواد ته ماهجر شوی، په لاس د مېچو جوړلو دود ژوندی ساتلی دی.
د فرانس پرېس اژانس له ويډيو څخه ګل اياز رپورټ جوړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي، د میانمار د حاکمانو له خوا د سیاسي څېرو اعدامول به جنګي جنایت یا د بشر ضد جنایت وبلل شي.
فرانسپریس خبري اژانس ویلي، چې د میانمار حکومت د جون په درېیمه وویل چې د پخوانۍ واکمنې انګ سان سوچي د ګوند یو قانون جوړونکی او د ډیموکراسۍ یو فعال به اعدام کړي.
دغه دواړه سیاسي څېرې په ترهګرۍ تورنې دي او که چیرته پرې د اعدام حکم عملي شي، له ۱۹۹۰ کال وروسته به دغه هېواد کې لومړني قضایي اعدامونه وي.
د میانمار د حکومت ویاند زاو مین تون فرانسپریس ته ویلي، چې د پخواني یوه وکیل په ګډون به څلور تنه په دار وځړول شي. Читать дальше...
د افغان خصوصي تلوېزیون مسوولین وايي، چې د طالبانو وسله وال کسان یې پرون په کابل کې دفتر ته ننوتل او ټول وسایل او ان په آسمایي غره کې یې د څپو لېږدونکې دستګاه مهر او لاک او ضبط کړه.
د دې تلوېزیون رييس احمدشاه افغانزي تېره شپه آزادي راډیو ته وویل، چې طالبانو ورته وویل چې دغه رسنۍ د بریښنا شرکت او د اترا ادارې پوروړې ده او ټول پورونه باید فوراً ورکړي.
هغه زیاته کړه: "موږ ورته وویل چې پوروړې یو، خو د پخواني حکومت او هغه وخت هم پخواني ولسمشر اشرف غني یوفرمان صادر کړى و، چې څوک چې پوروړي دي په اوو... Читать дальше...
د هلمند چارواکي د هغو دریو کسانو د مړو د موندلو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په اوبو کې د لامبو په مهال ډوب شوي وو.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا پرون دوشنبې په خپره شوي خبرپاڼه کې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي خو له خلکو غوښتل شوي چې سیند کې دې له لامبو ډډه وکړي.
تر دې مخکي هم په دې ولایت کې دا ډول څو پېښې شوې وې.
ایران پرون هغه کس اعدام کړ، چې په مشهد کې د دوو شیعه ملایانو د وژلو په تور په اعدام محکوم شوی و.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د مشهد قضایه ادارې پرون دوشنبې اعلان وکړ، چې د عبداللطیف مرادي په نوم په اعدام محکوم شوی کس چې مخکې افغان ښودل شوی او وروسته ایراني چارواکو هغه په خټه ازبک ښودلی، پرون دوشنبې د مشهد په وکیل آباد زندان کې په دار وځړول شو.
پر نوموړي تور پورې شوی، چې په تېره حمل میاشت کې یې د مشهد په امام رضا زیارت کې د چړو په ګوزارونو دوه تنه وژلي او یو بل سخت ټپي کړی و.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net