په پېښور کې هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو یو ځل بیا د افغان موسیقارانو د ګرفتارۍ ضد احتجاج کړی دی. دوی د جون پر دویمه د پېښور د خبریالانو له مرکزه تر خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې سندریز لاریون وکړ او پر حکومت ټینګار کوي چې د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته ګرفتار کړي څلور موسیقاران دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نه سپاري ځکه چې هلته یې ژوند ته خطر دی. پولیس وايي، هغه موسیقاران یې د سفر قانوني اسنادو نه لرلو له وجې نیولي. د احتجاج پر مهال د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمینځ لږ تاوتریخوالی هم وشو. چارواکي... Читать дальше...
د عمران خان څرګندونو د پاکستان په سېنېټ کې د بېلابېلو ګوندونو استازي غبرګونونو ته اړ کړل. وزیراعظم شهباز شریف هم د خان پر څرګندونو انتقاد کړی او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري یې څرګندونې غندلې دي.
د اروپا- جنوبي امریکا د فوټبال د اتلولۍ په ترڅ کې ارجنټاین درې د صفر په وړاندې ایتالیا ته ماتې ورکړه.
د دغو دوو قارو د فوټبال د اتلو لوبډلو ترمنځ لومړی ځل په ۱۹۸۵ کال کې په فرانسه کې وشوه چې کوربه هېواد یوروګوای ته ماتې ورکړه، بل ځل په نولس سوه درې نویم کال کې په ارجنټاین کې کوربه هېواد ډنمارک ته شکست ورکړ.
تر دې را وروسته سږکال یو ځل بیا د جنوبي امریکا او اروپا د فوټبال فدارسیونونو وپتیله چې دا قهرماني ترسره شي، خو دا ځل یې دریم هېواد د لوبې لپاره انتخاب کړ او تېره شپه دا سیالي د لندن په ویمبلي لوبغالي وشوه.
د اوکراین ولسمشر وایي، د دې سربېره چې روسانو ته د افغانستان د یوې لسیزې تر جګړې په اوکراین کې د روانې جګړې په ترڅ کې ډېر تلفات اوښتي دي، بیا هم روسیه هڅې کوي چې نورې سیمې لاندې کړي.
د ولودومیر زیلینسکي په وینا اوس د اوکراین شل فیصده خاوره روسیې نیولې ده.
زیلینسکي چې نن د ویډیو کنفرانس له لارې د لوګزامبرګ پارلمان ته خبرې کولې دا هم وویل چې د اوکراین له اټکل سره سم تر اوسه له اوکراین سره په جګړه کې تر دېرش زره ډېر روسي عسکر وژل شوې دي.
څه باندې درې میاشتې کېږي چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی.
په خوست کې له شاوخوا ۳،۰۰۰ هغو نارینه او ښځینه وو زده کوونکو څخه دولتي ازموینې اخیستل پیل شوي چې په خصوصي روغتیايي انسټیټیوټونو کې يې دوه کلنۍ زده کړې بشپړې کړې دي دي. فارغان د دې هرکلۍ کوي او وايي، دوی هغه وخت په خصوصي او دولتي روغتونونو او کلېنېکونو کې دندې کولای شي چې د دې ازموینې اسناد ورسره وي. دا ازموینې به د مارچ تر څلورمې نېټې روانې وي. ویډيويي رپورټ.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. نوموړی وايي، د هنر اولنۍ ورځې يې د سختې غريبۍ وې، خو وايي چې محنت يې جاري وساته او د سيمې په خلکو يې ځان د يوه سندرغاړي په توګه ومانه. په وروستیو کې د مومند د يوټيوب چينل د خوښوونکو (سبسکرايبرز) شمېر ۱۰۰،۰۰۰ ته رسېدلی. دی وايي، دې کار يې حوصله نوره هم لوړه کړې او د لا ښکليو سندرو جوړولو او خپرولو هڅې به کوي. د مومند دا خبرې او ځينې نوې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
پولیسو په ۲۰۱۹ز کال کې پر علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو غړو د کراچۍ په سهراب ګوټ کې مقدمه درج کړې وه چې پکې پر هغوی د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي چې نوموړی او غورځنګ یې ردوي.
طالبانو د دې لیک په غبرګون څه نه دي ویلي خو وايي، په افغانستان کې په "شرعي چوکاټ" کې د ښځو حقونو ته ژمن دي البته دا چوکاټ یې نه دی تشریح کړی.
د انګلنډ او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ کرېکټ لوبه نن د لندن په لارډ لوبغالي کې پیل شوه.
د دې لوبې پچه د نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه خو دا پرېکړه د نیوزیلنډ لپاره د لوبې په لومړۍ ورځ ښه تمامه نه شوه.
نیوزیلنډي توپوهونکي د انګلنډ د توپ اچوونکو په وړاندې ښه و نه ځلېدل او په ۱۲ منډو کې ۴ لوبغاړي اوټ شول خو د نیوزیلنډ لوبډله لا هم خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.
د یادونې ده چې د نیوزیلنډ لوبډله به له انګلنډ لوبډلې سره درې ټېسټ لوبې وکړې چې لومړۍ هغه یې نن پیل شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وايي، افغان لوبډله به د اسیا د ملتونو جام ته لار ومومي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د روزونکي انوش دستګیر له قوله پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي، چې افغان لوبډلې که څه هم د ویتنام په وړاندې خپله لوبه وبایلله خو بیا هم دا وړتیا لري چې د اسیا د ملتونو جام ته لار ومومي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پرون له ویتنام سره لوبه وکړه چې ۰ ـ ۲ یې وبلله.
له دې ماتې وروسته هم ښاغلی دستګیر په افغان لوبغاړو ډاډمن دی چې د اسیا د ملتونو جام ته به لار مومي، ځکه د نوموړي... Читать дальше...
د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د رسنیو برخې مسوول عبدالله پکتیاني نن ازادي راډيو ته وویل، چې ټولې لوبډلې پلورل شوي او اوس په دې هڅه کې دي چې د لیګ لپاره مالي ملاتړی پيدا کړي.
ښاغلی پکتیانی وايي، د لوبډلو لخوا د لوبغاړو د اخیستلو یا بولۍ مراسم به هم د روانې جون میاشتې په ۱۰مه نېټه وشي.
د ښاغلي پکتیاني د معلوماتو پر بنست په شپږیزه لیګ کې چې پخوا ۶ لوبډلې لوبېدې، سږ کال به ۸ لوبډلې ولوبېږي چې ټولې ۳۲ لوبې به په کې وشي او ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د شپږیزې کرېکټ لیګ به د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه په کابل کې پيل شي.
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې يوې مېرمنې د لاسي صنايعو د توليد مرکز جوړ کړى دى.
په دې مرکز کې لسګونه بېوزله ښځې کار کوي، چې د خپلو کورنیو مالي لګښتونه برابروي.
خو د دغه مرکز کارګرانې وايي، چې د تولیداتو د بازارموندنې په برخه کې مرستې ته اړتیا لري
په غزني کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي په دغه ولایت کې د حج او اوقافو ریاست له لوري ټولو ملا امامانو ته لارښونه شوې چې باید د جمعې ورځې په خطبه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده نوم واخیستل شي.
خو د طالبانو په مشرۍ د حج او اوقافو وزارت دا موضوع ردوي او وایي چې په دې اړه کوم رسمي حکم نه دی ورکړل شوی.
سره له دې چې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي د جمعې له لمانځه وړاندې په عربي خطبو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د نوم د یادولو په اړه رسمي حکم نه دی ورکړل... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي یو هندي پلاوی کابل ته رسېدلی او دغلته به له طالب مشرانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د طالبانو په دويم ځلې واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې هندي پلاوی کابل ته سفر کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"کابل ته دهندوستان هېواد یو پلاوی راغلی دی، له مسولینو سره د لیدو کتنو پروګرام هم شته، اوس د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه لري، جزییات به یې وروسته خپاره شي."
ښاغلي مجاهد د دغه هندي پلاوي د جوړښت په اړه څه... Читать дальше...
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د مېرمنو لپاره موټر چلولو د زده کړې کورسونه بند شول خو بیا هم په یو شمېر لویو ښارونو کې مېرمنې او نجونې موټر چلوي.
موټرچلونکې مېرمنې له طالبانو غواړي چې د ښځو د موټر چلولو محدویت په اړه خپل نظر بدل کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو د زده کړې کورسونه فعالیت وکړي.
په هرات ولایت کې سیمه ییزه خبریاله شیما وفا وایي چې له لسو کلونو ډېره موده کېږي چې موټر چلوي.
خو نوموړې وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ډېره وېره موټر چلوي، شیما له... Читать дальше...
په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د قبایلي جرګې ترمنځ د سولې خبرې نن د دویمې ورځې په مخ دوام لري.
د قبایلي جرګې یو مشر او د خېبرپښتونخوا پخواني والي شوکت الله نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا وخت د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د دوی د خبرو دریم پړاو روان دی.
اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د قبایلي مشرانو یو پلاوی کابل ته ورغلی دی، خو نوموړي د سولې د خبرو په اړه نور معلومات ورنهکړل.
ځینو طالب سرچینو بیا ازادي راډیو ته د نوم نه ښوولو په... Читать дальше...
د وزارت په یوه اعلامیه کې نن راغلي چې یو پلاوی یې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په پروسه باندې د څار لپاره کابل ته لېږلی.
په اعلامیه کې د غنمو، درملو، واکسینونو او ژمنیو جامو په برخه کې د هند د بشري مرستو یادونه هم شوې چې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته رسېدلي.
هند د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره د ژمنیو جامو ترڅنګ شاوخوا ۲۰ زره متریک ټنه غنم، ۱۳ ټنه درمل او د کرونا ضد واکسین ۵۰۰ زره دوز مرسته کړې ده.
تمه ده هندی پلاوی له طالب چارواکو سره د همدغو بشري مرستو په تړاو بحثونه هم ولري. Читать дальше...
دا خبره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د جون پر لومړۍ نېټه په انقره کې تر ملاقات وروسته ګډې خبرې غونډې ته کړې ده.
د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې پیل شو.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت به خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې په دې پروګرام کې ۴۲۰ تنو ته د یوې میاشتې لپاره د کار فرصت برابرېږي چې هر کارګر ته به د ورځني کار په بدل کې ۱۰ کیلو غنم ورکول کېږي.
یاد وزارت ویلي، د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د سیندیزې حوزې رئیس سید فضل احد هاشمي د پروګرام په اړه خلکو ته معومات ورکړل او د کار د روڼتيا په برخه کې یې سپارښتنې هم ورته وکړې.
د یادونې ده چې د کار... Читать дальше...
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر یې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي.
دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ملا قدرت الله جمال د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له ځانګړي استازي میر شفیعي او په کابل کې د ایران سفارت له اقتصادي اتشې حسن شېرزادي سره په اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي.
په خبرپاڼې کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سرحدي بنسټونو، بندرونو او صنعتي پارکونو د پیاوړتیا او د سوداګریز بېلانس په اړه خبرې شوې دي. Читать дальше...
یو شمېر عام خلک د برېښنايي تذکرو د ويش په پروسه کې د ځنډ له امله شکایت لري او وايي، د تذکرو اخیستو ته ان میاشتې په تمه وي خو نوبت نه ورسېږي.
محمد اقا دانش د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او د دغه ولایت دولتي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل دی وايي، سره له دې چې د ډېریو رسمي چارو لپاره تذکرې ته اړتیا وي خو د برېښنايي تذکرو په پروسه کې د ځنډ او زیات وخت نیولو له امله تر اوسه نه دی توانېدلی چې ترلاسه یې کړي.
نوموړی وايي: "ما نور دومره وخت پیدا نه کړ چې د دې پروسې دا څومره وخت چې نیسې انتظار ورته وکړم،... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل ته د قبایلې مشرانو د یو پلاوی رسېدل تاييدوي او وايي د سیمې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
که څه هم د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي د غړو او قبایلي مشرانو د خبرو د اجنډا په اړه څه نه وايي خو یو شمېر پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د ځینو چارواکو له قوله ویلي دي چې دغه پلاوی به له تحریک طالبان پاکستان له مذاکره کوونکو سره د اوربند پر غځېدو خبرې وکړي، هغه چې د روانې اوونۍ سې شنبې په ورځ پای ته ورسېد.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد... Читать дальше...
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د سپیو لپاره ځانګړې کیفې جوړه شوې چې پکې هغوی نه یوازې ایسکریم او نور خواړه خوري بلکې هلته یې د زوکړې ورځ هم لمانځل کېږي. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.
د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي، خو خلک وايي دا لګښتونه پرې کول يې تر وس وتلي دي.
یو شمېر هغه افغانان، چې سږ کال د حج مراسم ترسره کوي، د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ټاکل شوې لګښت د خپل وس خبره نه ګڼي.
د غزني ولایت اوسدونکي حاجي محمد ګل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "قېمت یې دوه چنده شوی دی، پخوا په دوه زره ډالره داخله کېده خو اوس څلور زره او څو سوه روپۍ دي، نو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د ایران په بندري ښار آبدان کې د استوګنې د یوې لوړپوړیزې ودانۍ د نړېدو د پېښې د قربانیانو شمېر۳۷ ته لوړ شوی، معترضان د هغه څه په وړاندې چې دوی یې د چارواکو له لوري پراخه بې غوري او د هغوی په منځ کې اداري فساد بولي، خپل اعتراض ته دوام ورکوي.
چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د نړېدلې، میترو پولیس لس پوړیزې ودانۍ تر خاورو او خښتو لاندې یو بل مړی وموندل شو چې په دې سره د مړو شویو شمېر۳۷ کسانو ته ورسېد.
دغه راز ۳۷ نور کسان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي او تر اوسه نهده روښانه چې آیا نور مړي به هم تر خاورو خښتو لاندې وي، کنه. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Навка: во время болезни Заворотнюк возили по Москве только в парандже
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова вышла в полуфинал турнира WTA в Бирмингеме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В ОЭЗ «Технополис Москва» подсчитали выбросы парниковых газов
Путин в России и мире
Москва
Путин возложил цветы к обелискам городов-героев в Москве
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Мужчина и его мать погибли из-за пожара в Москве 23 июня
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net