په پېښور کې نانوایانو د یوه احتجاجي لاریون له لارې له حکومته غوښتي چې یا دې اوړه ارزان کړي او یا دې دوی ته د ډوډۍ د بیې لوړولو اجازه ورکړي. دوی د جون پر اتمه د احتجاج پر مهال وویل چې د ګرانۍ له وجې له تاوان سره مخامخ دي. حکومت د نانوایانو د غوښتنو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د هغوی په احتجاج د ډوډۍ د بیو لوړولو اجازه ورکړې وه. پاکستان له تېرو درو کلونو راهیسې له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د مې له اخري اوونۍ راهیسې حکومت دوه ځلې د تېلو بیې لوړې کړې دي چې له وجې یې د نورو شیانو بیې هم لوړې شوې دي. Читать дальше...
په پېښور د مدرسو د زده کوونکو او مذهبي اقلیتونو د ټولنو د غړو ترمینځ لوبې روانې دي. منتظمان وايي، د فوټبال د سیالیو مقصد مذهبي هم اهنګي او له يو بل د ښو اړیکو زیاتول دي. په سیالیو کې ۱۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې چې اووه ورځې به دوام لري. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې شنونکي وايي، د سیاستوالانو دا ډول څرګندونې د قانون او انساني ارزښتونو ضد دي. دوی فکر کوي چې د دې لامل د هغه هېواد په سیاست کې د تشدد او سختدریځۍ عنصر ځای شوی دی. دوی وايي، په ځانګړي ډول د تحریک انصاف ګوند په مظاهرو کې د تشدد پېښې کېږي.
د طالبانو له لوري د افغانستان دمشهور مډل او یوټیوبر اجمل حقیقي او د همکارانو د اعتراف ویډیو خپرولو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
په رسنیو کې د خپرې شوې ویډيو پر اساس، افغان مشهور مډل او یوټیوبر اجمل حقیقي له خپلو درېيو همکارانو سره د طالبانو د کمرې پر وړاندې په ولچک شویو لاسونو او پرېشانه څېرې د افغانستان له خلکو او طالبانو بخښنه وغوښته.
اجمل حقیقي په دې ویدیو کې وایي، چې په یوټیوب کې خپرو شویو ویډیوګانو کې يې مقدساتو ته توهین کړی دی.
خو مشخصه نه ده، چې د نوموړي دغه ویډیو تر کومو شرایطو لاندې ثبت شوې ده. Читать дальше...
طالبانو د تېر کال په ډېسمبر کې اعلان کړی وو چې د هغو وسلو ورستنولو پر سر یې له ګاونډیو هېوادونو سره بحثونه پیل کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې له افغانستانه ځینې لېږدول شوې وسلې، وسایط او تجیهزات بېرته د ایران له خوا ورتسلیم شوي دي.
دغه وزارت نن چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې دغه وسایط او تجهیزات د تېر حکومت پر مهال ایران ته وړل شوي وو، چې تېره شپه د اسلام کلا بندر له لارې هرات کې طالبانو ته وسپارل شول.
د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس لیکلي، چې په دغو تسلیم شویو وسایطو او مهماتو کې ټانکونه، رنجر او فولډر ډوله موټرنه، ۵۷ کلاشینکوفونه، ۳۹ راکټ لانچرونه او نور تجهیزات شامل دي.
ایران لا د طالبانو د دې ادعا په باب څه نه دي ویلي.
طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي اداره وایي، چې په خوارځواکۍ د میندو او ماشومانو د اخته کېدلو لامل د خوړو د امنیت نشتون دی.
د کابل اوسېدونکې تورپیکۍ د خپل درې کلن ماشوم کېسه کوي، وایي چې د کمزوري اقتصاد له امله یې زوی په خوارځواکۍ اخته شوی دی.
نوموړې د زوی خوارځواکي سخته ځوروي، وایي داسې لاره نه ویني چې په مرسته یې خپلو بچو ته مناسب خواړه برابر کړي.
هغه زیاتوي: "اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی، د خوراک له پاره کوم څه نه لرو، له همدې امله مې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شو. دا منم چې اوسمهال د هېچا اقتصاد... Читать дальше...
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن له هانګ کانګ سره لوبه کوي.
دا لوبه د هند د کلکتې ښار په سالټ لېک لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماسپښين په ۴ بجو پیلېږي.
دا به د اسیا د ملتونو جام ته د لارموندنې په سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه وي چې د هانګ کانګ په وړاندې یې کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې هند ته د افغان لوبډلې له رسېدو وروسته یې هلته تمرینات کړي او روانو سیالیو ته یې پوره تیاری نیولی دی.
د افغانستان فوټبال لوبډلې روزونکي انوش دستګیر هند ته له... Читать дальше...
په کندهار کې د پنځو ولایتو ترمنځ د ازادو مبارزو سیالۍ پیلېږي.
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي، چې په پلان کې لري په کندهار کې د پنځو ولایتونو فراه، نیمروز، هلمند، هرات او کوربه کندهار ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د ازادې مبارزې د MMA څانګې سیالۍ پيل کړي.
یادې ادارې وړاندې لیکلي، چې د کندهار د ورزش ریاست او MMA فدراسیون د دې لوبو لپاره په تیاري بوخت دي چې د روانې غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه به پیل شي.
د پنځو ولایتونو ترمنځ د ازادو مبارزو سیالۍ به د کندهار ولایت په دولتي جمنازیوم کې وشي.
د دغه وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د اوس لپاره، د دوی شاوخوا شلو زرو پولیسو ته دا یونیفورم چمتو شوی چې تر راتلونکې دوو اونيو به دا شمېر سلو زرو ته ورسېږي.
د دغه وزارت چارواکو دا هم وویل، که څوک د یونیفورم اغوستل نه پلي کوي سزا به ورکړل شي.
د طالب ځواکونو د یونفورم په اړه د خلکو د پرله پسې انتقادونو ورسته اوس، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، له کابل او کندهاره یې خپلو پولیسو ته د ځانګړي یونیفورم وېشل پیل کړل.
د دغه وزارت مرستیال نور جلال جلالي د چهارشنبې... Читать дальше...
په پاکستان کې د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو تاوده بحثونه روان دي. هغو مذاکراتو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي چې پکې مهمې يې دا دي چې ایا په پایله کې به یې په سيمه کې تلپاتې سوله راشي او طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين، د پاکستان د پوځ له پخواني بريګېډيير سيد نذير او د خيبر پښتونخوا حکومت له وياند علي محمد سیف سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه په تېرو یولسو میاشتو کې له دې ولایت څخه بهرته د نژدې ۱۲۰ زره ټنه وچې مېوې او نورو موادو د صادرولو خبر ورکوي.
د دې خونې مرستیال عبدالباقي بینا تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، له دې ولایت څخه د ۹۴ ميلیون ډالرو په ارزښت ۲۹ ټنه وچ ممیز بهر ته صادر شوي چې ډېره برخه یې هند ته وه.
د ښاغلي بینا په وینا که د سوداګرو د پیسو د انتقال په برخه کې ستونزې هوارې شي ښایي د صادراتو کچه له دې هم لوړه شي.
د ایران په په مرکزي ښار طبس کې له یوې پټلۍ د مسافر وړونکي ریلګاډې د اوښتو په پېښه کې د لږ تر لږه اولس کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبرورکړل شوی دی.
د ایران د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند مجتبی خالدي نن دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د اولسو کسانو مړي او ۳۷ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې دغه ریلګاډی له مشهد څخه یزد ته په لاره و چې طبس ته نژدې یې پرپټلۍ د ساختماني چارو له کیندونکي یوه ماشین سره ټکر وکړ.
ویل شوي چې د دغه ریلګاډي یولس ډبې له پټلۍ اوښتي دي.
... Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېیربوک په کورونا وایرس تر اخته کېدو وروسته د پاکستان سفر لنډ کړی دی.
دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جون پر اوومه پر ټوېټر په بیان کې کړې ده. هلته المان غږ ووبپاڼې هم د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې ټاکل شوې وه چې بېیربوک په څلور ورځني سفر کې تر پاکستان وروسته یونان او ترکیې ته هم تللې وای.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې نوموړې د کورونا وایرس تر مثبت ټېسټ مخکې په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري... Читать дальше...
د جون پر اوومه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې وزیران او سرکاري چارواکي به د پېټرولو او ډیزلو استعمال ۴۰ فیصده کموي، حکومت به سرکاري چارواکو ته نوي ګاډي نه ورکوي او هغوی به په سرکاري خرڅ بهرنیو هېوادونو ته نه ځي.
د سیمې اوسېدونکو او خبریالانو مشال راډیوه ته وویل، پېښه د جون پر اتمه د بوري (لورالايي) او ژوب په منځ کې د کلاسیف الله په اخترزیو کې شوې ده.
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند ملا مستعین عمري ازادي راډيو ویلي، چې، یوازې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې سږکال په نېږدې ٣٢٠ هکتاره ځمکه کې پنبه کرل شوې ده چې تر دې دمه یې په ښه ډول وده کړې ده.
ښاغلی عمري وايي، په هلمند کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د پنبې کرلو په برخه کې بزګرو ته د اوبو لګولو د ډول، خېشاوې، نباتي افتونو او د ناروغیو د مخنیوي په اړه هم معلومات ورکړي دي.
د نوموړي په خبره، د هلمند ولایت په ګڼو ولسوالیو کې هر کال په زیاته کچه پنبه کرل کیږي چې تر ډیره یې حاصلات ښه بازار لري او په لوړ قیمت پلورل کیږي. Читать дальше...
د طالبانو د کانو او پټرولېم وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د دې وزارت سرپرست ملا شهاب الدین دلاور پرون د ټاپي پروژې له مشر محمد مراد امانوف سره کتلي.
وېبپاڼې ليکلي، د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه لیک په تطبیق او د نل لیکې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک په اړه د ټاپي پروژې له مشر خبرې کړي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې ویلي چې اوس په افغانستان کې امنیت شته او دوی غوښتنه کوي چې د ټاپي پروژې عملي کارونه ژر پیل شي. Читать дальше...
د اوکراین چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونه، په سیورو-دونیڅک کې د روسیې د حملو په وړاندې په بریا مقاومت کوي.
د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، اوکرایني ځواکونه په سیوردو-دونیڅک ښار کې، چې په لوهانسک سیمه کې پروت دی، د روسیې د حملو په وړاندې په بریا سره مقاومت کوي.
دغه دفتر نن چهارشنبه ویلي، روسي پوځیان د اوکراین پر ختیځ د ولکې ټینګولو په هدف د جګړې د تشدید لپاره دونباس ته د نویو منابعو د راوستلو په حال کې دي.
له څو ورځو پر صنعتي ښار سیورو-دونیڅک جګړه په یوه اساسي مبارزه بدله شوې ده.
روسي ځواکونو... Читать дальше...
د افغاني ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو په دوام کې، د بشري حقونو د څار سازمان او ناروې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سر غړونو په اړه سخته اندېښنه ښودلې.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونو نوملړ ډېر اوږد دی او دا سرغړونې مخ په زیاتېدو دي.
د بشري حقونو د څار سازمان یوه اعلامیه کې د دې سازمان د ښځو څانګې مشرې هېدر بار له قوله، د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونو وحشتناک بولي او زیاتوي، دا شرایط له نجونو او ښځو خپلواکي اخلي او دوی له خپلو وړتیاوو محروموي. Читать дальше...
صابر نذر د پاکستان یو نومیالی کارټون جوړوونکی دی. نوموړی له لسیزو راهیسې د انګرېزۍ او اردو ژبو ورځپاڼو لپاره پر روانو چارو کارټونونه جوړوي. نذر وايي، له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهیسې د بیان پر ازادۍ زیاتېدونکو محدودیتونو یې کار اغېزمن کړی دی. خو دی وايي، تر ټولو زیات کارټونونه یې د تحریک انصاف ګوند په واکمنۍ کې خپاره نه شول. د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په بیا بیا د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو تور رداوه او ویل به یې چې د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې وې. نذر زیاتوي چې کارټون د سیاسي چارو په اړه ولس ته په اسانۍ د پیغام رسولو یوه لاره ده.
په سیمه کې د طالبانو مرستیال ولسوال مطیع الله نن سهار ازادي رادیو ته وویل دا پېښه بېګاه د خاکریز ولسوالۍ په اروغ کلي کې شوې.
نوموړي زیاته کړه چې د دې مېرمنې د خوندي اېستلو لپاره هڅې روانې دي.
بل خوا په کندهار کې د باران په نوم خیریه ټولنه وايي، سیمې ته بشپړ روغتیايي ټیم استول شوی دی او د ژغورني عملیات روان دي.
د دې ټولنې مرستیال ویس همکار وايي د سیمې خلکو یو ځل د ټراکټور او رسې په وسیله دا مېرمن یو څه را ایستلې وه خو هغې نور د رسۍ د نیولو توان نه درلود او بېرته ولوېدله.
د همکار په وینا له... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر وايي، اوکراینیان به د ټولو هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره جګړه وکړي چې روسیې اشغال کړې دي.
ولودیمیر زلنسکي دا څرګندونې پرون داسې مهال وکړې چې اوکرایني ځواکونو له ختیځ، سیویرو دونېڅک ښار څخه د دفاع هڅه کوله.
ښاغلي زلنسکي وویل، اوکرایني ځواکونه د سویرو دونېڅک ښار دفاع په داسې حال کې کوي چې د روسیې د پوځ پرتله یې د سرتېرو او وسلو شمېر لږ دی.
د روسیې ولسي جرګې یا دوما هغه لایحې تصویب کړې چې په روسیه کې د بشري حقونو د اروپايي محکمې یا ECHR قضايي صلاحیت ختموي.
دا لایحې تقریبا د رایو په قاطع اکثریت تصویب شوې او تمه ده چې ولسمشر ولادیمیرپوتین به یې توشېح کړي.
د دولتي دوما مشر ویاچیسلاو وولودین وویل چې ECHR د روسیې پرضد د لویدیځو سیاستوالو په یوه وسیله بدله شوې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک دا څرګندونې په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په پرونۍ ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغې وویل د افغانستان نوي واکمن به دا هېواد تر بشپړ سقوط پورې ورسوي او د خلکو د خورا ډېر کړاو او لوږې باعث به شي.
مېرمن بایربوک څرګنده کړه چې له افغانستان سره له بشري مرستو پرته، په نورو برخو کې د نړیوالو مرستې باید له دې شرط سره تړلې وي چې د بشري حقونو په برخه کې څومره پرمختګ کېږي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزيره چې پاکستان ته په سفر وه، د کرونا وباء... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Более двух тысяч спортсменов поучаствовало в параде на ВДНХ в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Людмила Самсонова
Самсонова с «баранкой» разгромила Хаддад-Майю и вышла в полуфинал турнира в Страсбурге
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Греть и поливать. Во Дворце пионеров рассказали, как защитить растения от заморозков
Путин в России и мире
Москва
Силуанов предупредил о зеркальном ответе на незаконное использование активов РФ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин и Лукашенко во время визита главы РФ в Минск работали и общались 14 часов
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Панасыч, а местечковые то не знают...
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Мариинка
Испанские страсти: «Дон Кихот» Мариинки сорвал овации в Большом
Москва
В Туле прошел фестиваль традиционной народной культуры
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net