د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له هانګ کانګ سره لوبه لري
![د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له هانګ کانګ سره لوبه لري](https://gdb.rferl.org/b24879e5-cbaf-45da-92af-f8b4e3756620_w800_h450.jpg)
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن له هانګ کانګ سره لوبه کوي.
دا لوبه د هند د کلکتې ښار په سالټ لېک لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماسپښين په ۴ بجو پیلېږي.
دا به د اسیا د ملتونو جام ته د لارموندنې په سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه وي چې د هانګ کانګ په وړاندې یې کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې هند ته د افغان لوبډلې له رسېدو وروسته یې هلته تمرینات کړي او روانو سیالیو ته یې پوره تیاری نیولی دی.
د افغانستان فوټبال لوبډلې روزونکي انوش دستګیر هند ته له تګ مخکې ویلي و، چې په خپله لوبډله باور لري چې د اسیا د ملتونو جام ته به لار مومي.