د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: طالبان به د افغانستان د سقوط لامل شي
![د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: طالبان به د افغانستان د سقوط لامل شي](https://gdb.rferl.org/0ff50000-0aff-0242-6129-08da48864ceb_cx0_cy15_cw38_w800_h450.jpg)
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک دا څرګندونې په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په پرونۍ ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغې وویل د افغانستان نوي واکمن به دا هېواد تر بشپړ سقوط پورې ورسوي او د خلکو د خورا ډېر کړاو او لوږې باعث به شي.
مېرمن بایربوک څرګنده کړه چې له افغانستان سره له بشري مرستو پرته، په نورو برخو کې د نړیوالو مرستې باید له دې شرط سره تړلې وي چې د بشري حقونو په برخه کې څومره پرمختګ کېږي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزيره چې پاکستان ته په سفر وه، د کرونا وباء معاينې مثبت کېدو له امله يې دا سفر نيمګړی پای ته ورساوه.