زلنسکي: مسکو اروپايي ټولنې ته د اوکراین په نږدې کېدو ډېر عصباني شوى
زلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د اروپایي ټولنې مشران د راتلونکې پنجشنبې او جمعې په ورځو دغې ټولنه کې د غړیتوب په خاطر د اوکراین پر کاندیدۍ غور وکړي.
بل لورته د اوکراین له ختیځه د جګړو د دوام راپورونه ورکول کېږي او د اوکراین پوځیانو د جګړې د لومړۍ کرښې وضعیت" ډېر سخت " یاد کړی دی.
