Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

په بهر کې د افغان-امریکايي پوهنتون لسګونه محصلانې فارغې شوې

0
د افغان - امریکايي پوهنتون لسګونه محصلانې چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په نورو هېوادونو کې د دې پوهنتون څانګو ته لېږدول شوې وې، نن یې د لیسانس دوره پای ته ورسوله.


د طالبانو له راتګ وروسته چې د افغانستان امریکايي پوهنتون وتړل شو، دې پوهنتون ډېر محصلان په نورو هېوادونو کې خپلو څانګو ته ولېږدول چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.


له دې ډلې ۲۱ کلنه زحل احمدزۍ چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د افغانستان امریکايي پوهنتون د حقوقو په برخه کې زده کړې پیل کړې وې، نن په قرغزستان کې د دې پوهنتون د منځنۍ اسیا له څانګې فارغه شوه.


زحل وايي، سره له دې چې په افغانستان کې له نجونو او ښځو د زده کړو او کار حق اخیستل شوی، بیا هم دا او نورې ټولګیوالې یې چې تازه فارغې شوې دي، هیله لري چې د وضعیت په ښه کېدو سره بېرته افغانستان ته ستنې او د خپل وطن دردونو ته مرهم شي.


هغه زیاتوي: "شاوخوا ۲۲ نجونې وې چې نن فارغې شوې، که څه هم ټولې یې ناهیلې دي او فکر کوي چې په اوسنیو شرایطو کې د وطن لپاره څه نه شي کولای، خو د اوږد مهالي لپاره یې مقصد دا دی چې وطن ته ستنې شي، او هغه زده کړې یې چې کړې دي، وطن ته د خدمت او مرستې لپاره وقف کړي."


اغلې احمدزۍ وايي، دا چې په وطن کې شرایط سم نه دي او طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې کار ته نه پرېږدي، په بهر کې د افغانستان امریکايي پوهنتون تازه فارغانې هڅه کوي چې وطن ته د تګ پر ځای د ماسټرۍ دورې درسونه پیل کړي.


پښتنه دُرانۍ د افغانستان امریکايي پوهنتون بله محصله وه چې نن په امریکا کې له دې پوهنتون څخه فارغه شوه.


اغلې دُرانۍ هیله لري، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د کار فرصتونه برابر شي چې د دوی په ګډ‌ون ټولې هغه نجونې او ښځې وطن ته را ستنې شي چې زده کړې یې کړي او د خپل هیواد د پرمختګ لپآره څه کولای شي.


هغه وايي: "هیله مې دا ده چې نجونو ته ښوونځي خلاص شي او ښځې کارونو ته لاړې شي، دا دوه حقونه هم اسلام او هم زموږ کلتور راکړي دي، که داسې وشي، خپل وطن ته ځو او وطن ته خدمت کوو. کوم لاسته راوړنې که لرم، غواړم چې په خپل وطن کې یې ولرم، نه دا چې د یوه افغان کډوالې په توګه لاسته راوړنې ولرم."


د تېر جمهوري حکومت له سقوط وروسته د افغان – امریکايي پوهنتون د ۷۰۰ محصلانو له منځه تر نیمايي ډېر یې د دې پوهنتون د قرغزستان او عراق څانګو ته ولېږدول شول، ځینې یې امریکا ته لاړل او ځینو له افغانستان څخه په انلاین ډول خپل درسونه تعقیب کړل چې نن د دې پوهنتون په لسګونو افغان محصلان چې نجونې هم په کې وې، فارغ شول.


د دې پوهنتون فارغانې وايي، په دې نیت یې زده کړې پيل کړې وې، چې په افغانستان کې به کار کوي خو د شرایطو له بدلېدو او د طالبانو د حکومت له محدودېتونو لګولو وروسته دا سخته ښکاري چې په وطن کې یې د کار او خدمت هیلې پوره شي.


د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او په دولتي ادارو کې د ډېری ښځینه کارکوونکو د کار مخه هم نیول شوی او په کور ناستې دي.


د طالبانو دا کار په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net