Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبانو د احتمالي جوړېدونکې جرګې لپاره د استازو د ټاکلو سپارښتنه کړې

0
د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو لخوا ورته سپارښتنه شوې چې داسې خلک دې د خپلو سیمو د ملکانو او استازو په توګه وټاکي چې له تېر جمهوري حکومت سره یې هېڅ اړیکه نه وي او د طالبانو خواخوږي وي.


د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري د جوړېدونکې جرګې په لړ کې د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو له لوري ورته ویل شوي چې د خپلو سیمو لپاره دې داسې ملکان او مشران وټاکي چې له تېر جمهوري حکومت سره یې یوه ورځ هم کار نه وي کړی او د دوی په خبره، د طالبانو د حکومت مخالف نه وي.


دوی دا هم وايي، چې په ډېرو سیمو کې دا پروسه بشپړه شوې او د طالبانو په معیارونو برابر کسان د سیمه ییزو ملکانو او استازو په توګه ټاکل شوي دي چې په ډېر احتمال په راتلونکې به د طالبانو له لورې په جوړېدونکې جرګه کې ګډون وکړي.


د غزني ولایت اوسېدونکی محمد نسیم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "ولسوالانو هر کلي او جومات ته مکتوبونه لېږلي وو چې تاسې د خپل کلي ملک را معرفي کړئ خو هغه باید داسې کس وي چې له تېر حکومت سره یې کار نه وي کړی او د طالبانو د حکومت خواخوږی وي، داسې نه دي شوي چې کلیوالو دې په رایه ټاکلې وي یا دې یوه رسمي پروسه وي، بلکې په یو چا یې اتفاق کړی دی، په هغو شرایطو چې ولسوالانو ورته ايښي وو."


د کندوز ولایت اوسېدونکی رحمت الله هم وايي، د دوی په ولایت کې په مختلفو بڼو نوي استازي او وکیلان ټاکل شوي دي خو د اوسني حکومت خوښه په کې مهمه وه.


هغه وویل: "په ځینو سیمو کې د ولس په خوښه دي او په ځینو سیمو کې د اسلامي امارت په خوښه ټاکل شوي دي، په ځینو ځایونو کې هم ټاکنې شوې دي او په ځینو سیمو کې په حکمي ډول ټاکل شوي دي، خو هغه کسان وکیلان او ملکان شوي دي چې د اسلامي امارت تابع یا یې غړي وي."


د پکتیا ولایت اوسېدونکی عبدالرحمن هم وايي، بې له دې چې نور کلیوال او مخکینې سیمه ییز مشران خبر شي، ځانګړي کسان په نښه شوي او هغوی په پکتیا کې د کلیو د مشرانو په توګه ټاکل شوي دي.




هغه وايي: "په پکتیا کې ځینې هغه کسان چې دوی (طالبانو) ته وفادار وو او اړیکې یې ورسره درلودې، بې له دې چې نور کلیوال او مخکېنۍ شته شوراګانې خبرې شي، هغوی یې په نښه کړي او کابل ته یې غوښتي وو چې بیا هماغه کسان د مشرانو په توګه وټاکل شول."


که له یوې خوا په ولایتونو کې د جرګې لپاره د طالبانو په سپارښتنه د استازو د ټاکلو خبرې روانې دي، بلخوا د طالبانو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، دوی اراده لري چې جرګه جوړ کړي، خو په خبره یې لا تر اوسه د جرګې د ډول، ګډون کوونکو او په جرګې کې د بحث کېدونکو موضوعاتو په اړه د طالبانو لخوا په حکومتي کچه بحث نه دی شوی.




هغه وویل: "په دې اړه طرحه لا وروستۍ شوې نه ده او د دې افغاني مجمعې نوم هم معلوم نه دی چې لویه جرګه به وي، شورا به وي، که بل څه. همدا ډول دا هم معلومه نه ده چې په کوم شمېر کې کسان او څوک دې مجمعې ته رابلل کېږي."


ښاغلي سمنګاني د لویې جرګې د کمېسیون د جوړېدو خبرونه هم رد کړل.


سیاسي شنونکي میرویس افغان وايي، طالبان په کور دننه د سیاسي مشروعیت د تر لاسه کولو په خاطر له څه مودې راهیسې د جرګې په جوړولو بوخت دي خو نوموړی زیاتوي چې د طالبانو ترمنځ د جوړېدنکو جرګې په سر اختلافونه شته.


د افغان په خبره د طالبانو یوه ډله په دې ټینګار کوي، چې یوازې د جوماتونو امامان دې د خلکو په استازیتوب یوې شورا ته راوبلل شي خو بله ډله یې بیا وايي چې د دوی ځینې نور ملاتړي دې هم جرګې ته راوبلل شي چې جرګې ته مشروعیت ورکړي.


افغان وايي، طالبان چې په کوم ډول دا جرګه جوړوي، هغه هدف به ترلاسه نه کړي چې دوی یې غواړي.


نوموړي زیاته کړه:  "دا جرګه چې دوی رابولي، په دې جرګې د طالب مشروعیت ممکن ځکه نه دی چې د جرګې خپل دود او دستور وي، دوی به له جرګې هغه کار وانخلي، کوم هدف چې دوی ته پکار ده یعنې مشروعیت، زما معلومات دا دي چې دا جرګه به یوازې د اوړو پوزه او د مشروعیت یوه هڅه وي چې نړیوال پرې اعتبار نه شي کولای."


شنونکی او د کابل پوهنتون استاد بیت الله حمیدي وايي، طالبان باید د جرګې پر ځای ټاکنو ته لار هوار کړي.


د حمیدي په باور په جرګې کې د ټولو خلکو اراده نه تمثیلېږي او پرېکړې یې ډېر کله د حاکم نظام تر تاثیر لاندې وي خو که د طالبانو د حکومت له لوري جوړېدونکو جرګه لاملشي چې عمومي ټاکنو ته لار هواره کړي، د هرکلي وړ به وي.


هغه زیاتوي: "د حل لاره د خلکو رایې ته رجوع کول او د عمومي انتخاباتو دایرول دي، له لویې جرګې څخه د یوه پُل په توګه استاده کولای شو چې په راتلونکې کې د خلکو رایې ته رجوع وشي او د ټاکنو لپاره ميکانیزم جوړ شي، ترڅو خلک په خپله مستقیمه رایه باندې خپل سرنوشت وټاکي او د هېواد د راتلونکي زعامت په اړه تصمیم ونیسي."


د تېر جمهوري حکومت په مهال هم ګڼي جرګې راوبلل شوې چې خپل پلویان او مخالفان یې درلودل خو دا چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جګړې له لارې واک ته رسېدلي طالبان به د ولسي مشروعیت د ترلاسه کولو په نیت په جوړېدونکې جرګه کې د افغانستان د ستونزو د حل او له دنیا سره د تعامل په خاطر اساسي پرېکړې وکړي او یا هم که یوازې لوټه به کېږدي او له اوبو به پرې تېر شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب به یې د وخت په رتللو سره روښانه شي.


په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو نېږدې لس میاشتې تېرېږي خو تر اوسه لا یو هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دې پېژندلی.


د دې تر څنګ د طالبانو حکومت په کور دننه هم د عدم مشروعیت له ستونزې سره مخ دي او دوی فکر کوي، چې که کورنۍ مشروعیت ترلاسه کړي، دا کار به یې نړیوال مشروعیت ته هم لاره هواره او حکومت یې پر رسمیت وپېژندل شي.






خو نړیوال د طالبانو د حکومت د رسمیت پژندلو لپاره خپل شرایط لري، چې مهم هغه یې، د یو ټول ګډونه حکومت جوړل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو، د دوی د زده کړو او کار برخې ته پاملرنه، د لږکیو د حقونو خوندیتوب او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پریکون دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net