په کابل کې تر هغه وروسته د پاسپورټ دفتر ته ګڼ کسان ورمات شوي چې کله د طالبانو حکومت په دا وروستيو کې اعلان وکړ چې د پاسپورټونو وېش يو ځل بيا پيلوي. د پاسپورټونو تر لاسه کوونکي کسان یا خو د درملنې لپاره له هېواده بهر تلل غواړي او یا بیا د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښودل غواړي . مليحې اميرزاده د فرانس پرېس اژانس ويډيو پښتو کړې ده.
چین په نړۍ کې د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د یوه کمېسیون پر څلورو غړو بندیزونه ولګول.
دغه اقدام شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د چین پر چارواکو او شرکتونو د امریکا لهخوا د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې شوی دی.
متحده ایالاتو په نښه شوي چارواکي او شرکتونه د چین په شینجن سیمه کې په بد سلوک تورن کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان وویل، د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د کمېسیون رئیس او درې غړي یې چین، هانګ کانګ او ماکاو ته سفر نهشي کولای او په چین کې بهیې هر ډول شتمني کنګل شي. Читать дальше...
ویل کېږي ناپېژانده وسلهوالو په هرات کې د افغان-ترک ابتدائیه ښوونځي درې زدهکوونکي اختطاف کړي دي.
ازادي راډیو ته یوې سرچینې چې نهغوښتل د موضوع د حساسیت په خاطر هویتیې په ډاګه شي وویل، اختطاف کوونکو دغه زدهکوونکي د هرات ښار د پنځمې حوزې اړوند له یوې سیمې موټر ته پورته کړي او تښتولي دي.
په هرات کې د طالبانو د ښوونې د ریاست چارواکو د دغې پېښې په اړه ازادي راډیو ته له خبرو کولو ډډه کړې، خو د طالبانو د استخباراتو د رسنیو د برخې مسؤل ثابت هروي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه نهده څرګنده چې دغه کسان تښتول شوي او کنه. Читать дальше...
یلدا؛ د کال تر ټولو اوږده شپه چې افغانانیې هم د هندواڼې او انارو په خوراک، د فردوسي شهنامې او حافظ فال په لوستلو سره نمانځي.
دا شپه چې د لویې څېلې د شپې په نوم هم یادېږي، د مني وروستۍ ورځ او د کال د نورو شپو په پرتله یوه دقیقه اوږده ده.
د یلدا شپې نمانځنه د فارسي ژبو خلکو ترمنځ تاریخي مخینه لري او د افغانستان د خلکو له فرهنګ سره تړل شوې ده.
په دې وروستیو کلونو کې د یلدا شپې نمانځنه رنګینه شوې وه او افغان فرهنګیانو هم د مراسمو په جوړولو سره نمانځله. د لیندۍ میاشتې په وروستۍ ورځ د مېوو د پلور... Читать дальше...
د بېپولې خبریالانو ټولنه په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو روان حالت د اندېښنې وړ ښيي.
دغه ټولنه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شااوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او له ۸۰ سلنې زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یا یې هېواد پرېښی او یا هم بېکاره شوي دي.
د سوېلي اسیا لپاره د دې ټولنې مشر رضا معیني له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې روان حالت د اندېښنې وړ وښود.
دی وایي، د یوې تازه سروې له مخې چې د بېپولې خبریالانو ټولنې ترسره کړې په افغانستان... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د ماليې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د ټاکل شوې بودجې جزئیات نه ورکوي، خو وايي چې روانه اوونۍ کې به د بودجې سند د تصویب لپاره د کابینې غونډې ته واستول شي.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل ازادي راډيو ته وویل، سږکال د بودجې د تصویب صلاحیت کابینې ته ورکړل شوی دی: "د ۱۴۰۱ مالي کابل بودجه د مالي وزارت له لوري بشپړه شوې ده، روانه اوونۍ به د تصویب لپاره کابینې ته واستول شي، سږکال پرېکړه شوې ده چې د بودجې د تصویب صلاحیت د وزیرانو شورا لري، د دوی له تصویب وروسته به د بودجې سند امیرالمومین... Читать дальше...
عمران خان نن (ډېسېمبر ۲۱مه) پر خپله ټويټر پاڼه زياته کړې چې د ناسمو نوماندانو انتخاب د دې بنسټيز لامل و.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه د چین هېواد له خوا له دغې ټولنې سره د څلور کانټینره طبي وسایلو له مرستې خبر ورکوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند نور اغاز صاحبزاده نن سې شنبه (د لېندۍ ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، دغو مرسته شوېو توکو کې د اکسری ماشینونه، د ټلوېزیوني معایناتو ماشینونه، د زړه ګراف ماشین، د فشار الې، د جراحي وسایل او د غاښونو جوړولو وسایل شامل دي.
ښاغلی نور اغا وایي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ادارې سره دا د چین درېیمه جوپه مرسته ده.
خو نوموړي په دې اړه جزئیات... Читать дальше...
په افغانستان کې یو شمېر ودانیزو، لوژستیکي، صنعتي او سوداګزیر شرکتونه له تمویلونکو ادارو او د افغان دولت له وزارتونو څخه غواړي چې ددوی مالي ستونزې ورحل کړي.
دوی نن په دې اړه په کابل کې یوه ناسته هم کړې وه.
د وطن ساز ټولنې مسوول عبدالواحد نن د سې شنبه (د لېندۍ ۳۰مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه شرکتونه چې شمېر یې ۱۵۰۰ شرکتونو ته رسېږي، له تمویلونکو بهرنیو ادارو، نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک څخه د خپلو پیسو د ورکړې غوښتنه کوي.
دی وایي چې وړاندې له دې نړیوال بانک، بهرنیو مالي ملاتړ کوونکو... Читать дальше...
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې یوه اوبتل د جاپان له بحیرې څخه یو کروز توغندی په بریالیتوب توغولی دی.
دغه توغندي له څه باندې زر کیلومتره لېرې واټن وهلی دی.
د روسیې دفاع ویلي، د پیترو پافلوسک کام چاتسکي په نوم دغه توغندی ټاکلي هدف ته رسیدلی اوپه روسیه کې یوه روزنیز مرکز سره پر ځمکه لګیدلی دی.
جاپان ادعا کوي چې د کوریل ټاپوګان یې د خاورې یوه برخه دي.
د شوروي ځواکونو دغه ټاپوګان د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې نیولي دي.
پردې ټاپوګانو دعوا د دې سبب شوې چې روسیه او جاپان په خپلو... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ په یو راپو کې ویلي، تېرو ۴ میاشتو کې زرګونه وسلهوال او د طالبانو پلویان، د د دوی د مشرانو په بلنه له پاکستانه، افغانستان ته تللي، څو هلته د دوی اوسنی حکومت لا پیاوړی کړي.
واشنګټن پوسټ وايي، دا راپور یې په افغانستان او پاکستان کې له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو طالب چارواکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی.
په راپور کې زیاته شوې، د طالبانو لوړ پوړو چارواکو په پاکستان کې د افغان کډوالو او په مدرسو کې په زدهکړو بوختو زدهکوونکو څخه غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي او هلته د طالبانو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي. Читать дальше...
په افغانستان کې د لوږې له امله د سلګونه زره کسانو ژوند ته د ګواښونو په اړه د اندېښونو دوام، تازه د بریتانیا دوه خیریه بنسټونو ویلي چې دغه هېواد کې د ژمي پر مهال د یو میلیون ماشومانو په ګډون د سلګونو زره کسانو ژوند ته ګواښ پېښ دی.
که څه هم طالبانو ویلي چې د ستونزه کچه په هغه اندازه نه ده څومره چې ورته تبیلغات کېږي، خو د بریتانیا دوه خیریه بنسټونو اکشن اېډ او ډي اي سي ویلي چې په را روانو درېیو میاشتو کې ښايي د افغانستان نیمايي وګړي چې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان کېږي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.
... Читать дальше...
چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا له خوا وړاندې شوې د یوه پریکړه لیک مسوده رد کړه.
دغه پریکړه لیک د یوه مېکانېزم له لارې له افغانستان سره بشري مرستې له هغو اقتصادي بندیزونو څخه چې امریکا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لګولي، استثنا کولې.
یوه ډپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې چینایانو د دغه پرېکړه لیک د مسودې په متن کې د یوه مورد د لېرې کولو غوښتنه کوله.
د راپور له مخې دغه مورد کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کمېټې... Читать дальше...
د دایکنډي ولایت مالستان ولسوالۍ اوسېدونکو د غزني ولایت د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې دوی دې له ځانه نه بېلوي.
دوی وايي، د طالبانو د حکومت له راتګ سره د غزني مالستان ولسوالۍ د څنګ لوري دایکنډي ولایت مربوط ګرځول شوې چې اوس یې اوسېدونکي بېرته د غزني اړوند غوښتنه کوي.
د مالستان ولسوالۍ یو قومي مشر محمد علي افضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دوشنبې په ورځ یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د سیمې د خلکو په استازولۍ د غزني له والي سره وکتل او غوښتنه مو وکړه چې موږ په غزني کې پاتې... Читать дальше...
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو ځواکونو د تازه جوړېدونکو تاسيساتو د مخنیوي ترڅنګ، د پاکستاني لوري له خوا غځول شوی اغزن تار هم ټول کړی او له ځانه سره وړی دی.
په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ د ۵۰مې کلیزې په مناسبت دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې پکې څېړونکو او لیکوالانو د اکېډمۍ د کار او علمي کارونو مقالې وړاندې کړې. د اکېډمۍ مشر سید خیر محمد وايي، هغه اداره د څېړنو او ادبي کارونو ترڅنګ خلکو ته د پښتو لیک لوست هم ورزده کوي. د ډېسېمبر ۱۸مې او ۱۹مې غونډې په اړه ویډیويي رپورټ.
په کابل کې په سلګونو کسانو د امریکا ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو د امریکا سفارت ته نږدې د دغه هېواد پرضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې واشنګټن دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
لاریون کوونکي وایي، امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې او دا کار دوی ته د منلو نه دی.
لاریون کوونکي وايي، د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي نو له همدې امله دې امریکا خپل بندیزونه لېرې کړي او نړیوالو ته هم په کار ده چې امریکا د افغانستان د شتمنیو ازادولو ته اړه کړي. Читать дальше...
د ننګرهار چارواکو د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې ډیورند فرضي کرښې ته نېږدې د خپلو ځواکونو د تیارسئ خبر ورکوي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر تازه په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو ځواکونو د تازه جوړېدونکو تاسيساتو د مخنیوي ترڅنګ، د پاکستاني لوري له خوا غځول شوی اغزن تار هم ټول کړ او له ځانه سره وړی دی.
په خبرپاڼه کې چې ازادي راډیو ته استول شوې راغلي چې د ختيځ زون تنظیمه رئيس او د ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل او د ولايت مرستيال د يو شمېر نظامي... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتونو روغتیایي چارواکو ویلي چې د کرونا ویروس نوې بڼه 'اومېکرون' اوس پر پخوانۍ بڼې غالبه شوې ده.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې د کرونا د ثبت شوېو پېښو ۷۳ فیصده یې اومېکرون دي.
د کرونا دا بڼه چې تر پخوانیو هغو چټکه خپریږي، د روغتیا نړیوال سازمان له خوا "د اندېښنې وړ" بللې ده.
د ویروس دا بڼه لومړی جنوبي افریقا کې پيدا، خو اوس د نړۍ شااوخوا ۹۰ هېوادونو ته خپره شوې ده.
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن خپل ولس ته د کرونا اړوند مسایلو باندې وینا هم ولري.
د ننګرهار چارواکي په جلال اباد کې د یوه تښتول شوي زرګر، ۳ انسان تښتوونکو او یوه طالب سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو د یوه استخباراتي راپور پر بنسټ نن سهار وختي د دغه ولايت د مرکز جلال اباد د لومړۍ ناحيې اړوند قصبې سيمه کې د وسله والو انسان تښتوونکو پر یوه پټن ځای عمليات کړي چې د وسله وال مقاومت په ترڅ کې يې درې انسان تښتوونکي ووژل شول او دوه انسان تښتوونکي د شپږ ميله سپکو او درنو وسلو او یو شمېر چاودېدونکو توکو سره ژوندي ونيول شول. Читать дальше...
د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ پر رسنیو د پام وړ اغېز کړی دی.
دوی د یوې سروې پر اساس ویلي چې په هرو لسو رسنیزو بنسټونو کې څه باندې څلور هغه یې تړل شوي او شپېته په سلو کې خبریالان او د رسنیو کار کوونکي بې کاره شوي دي.
دا سروې همدې بې پولې خبریالانو او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې له خوا شوې چې پایلې یې پرون دوشنبه خپرې شوې.
په سروې کې ویل شوي، د طالبانو په راتګ د رسنیو ۸۴ فیصده ښځینه کار کوونکو خپلې دندې پریښي چې ورسره رسنیزه فضا تر ډېره د ښځو له ونډې تشه شوې ده. Читать дальше...
والسټریټ ژورنال
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغو امریکايي وګړو د برخلیک په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده چې لاهم په افغانستان کې بند پاتې دي.
ورځپاڼه لیکي چې سپینه ماڼۍ له افغانستانه د پوځي ځواکونو تر ایستلو څو میاشتې وروسته اعترف کوي چې لاهم هلته امریکايان پاتې دي.
ورځپاڼه پوښتنه کوي افغانستان مو په یاد دی؟ او په دوام کې یې لیکي سپینه ماڼۍ خو غواړي افغانستان هېر کړي، خو امریکایان او د امریکا متحد افغانان چې هلته پاتې دي، د دې مستحق دي چې پاملرنه ورته وشي.
ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د وتلو... Читать дальше...
ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه د پاکستان د صدراعظم، عمران خان پر څرګندونو انتقاد وکړ.
ملالې پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۹مه) په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، ما تقریباً خپل ټول ژوند د نجونو د تعلیم پر وړاندې د طالبانو د بندیز پر خلاف په مبارزه کې وبایله.
ملالې لیکلي، په زرګونو پښتنو فعالانو چې کله د طالبانو د وحشت پر وړاندې خپل غږ پورته کړی، زیات شمېر یې وژل شوي او په میلیونونو نور یې کډوال شوي دي.
هغې لیکلي، موږ د پښتنو استازیتوب کوو، نه د طالبانو.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د... Читать дальше...
د بریتانیا دوو خیریه بنسټونو په افغانستان کې د ژمي پرمهال د یو میلیون ماشومانو په ګډون د سلګونو زره کسانو ژوند ته د خطر پېښېدو خبرداری ورکړ.
اکشن اېډ په خپل ټویټر کې لیکلي چې په را روانو درېیو میاشتو کې ښايي د افغانستان نیمايي وګړي چې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان کېږي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.
دغې ادارې له مرستندویو هېوادونو غوښتنه کړې چې له دغو اړو افغانانو سره د خوړو او اساسي موادو په برابرولو کې د مرستې لپاره بسپنه ورکړي.
دغه راز د بریتانیا بلې خیریه ادارې (DEC) هم ویلي چې په راروانو درېیو... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا 'UNHCR' وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو ماشومانو ته هم د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین روان دی.
د 'UNHCR' د پاکستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې د پنجاب ایالت د ګجرات په یوه مرکز کې افغان ماشومانو ته د واکسین ورکولو د بهیر عکس خپور کړی دی.
د دې ادارې په وینا، په پام کې د پاکستان په ۱۵۶ ولسوالیو کې تر ۴۰ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازېني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا پهکې پاتې دی.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net