په دې راپور کې به تاسې هغه وګورئ چې د طالبانو د تحریک پخواني مشر ملا محمد عمر په کې خپل کوچنيتوب او زلميتوب تېر کړی.
له هغه شخص سره به مو هم اشنا کړو چې د ملا محمد عمر سره یو ځای یې کلونه تېر کړي او څنګ په څنګ ورسره ډېرو جګړو ته تللی.
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلې په اسیایي جام کې نن خپله لوبه هند ته بایلوده.
افغانستان په دې لوبه کې هند ته د ۲۶۰ منډو هدف ورکړ، خو هندي لوري د شپږو لوبغاړو په سوځېدو دا هدف پوره او په څلورو وېکټو یې بریا خپله کړه.
افغانستان په دې ماتې سره د خپل پرمختګ چانس له لاسه ورکړ.
افغان لوبډلې دې جام کې درې لوبې درلودې چې له اماراتو یې وګټله، خو هند او پاکستان تهیې لوبې بایلودې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د نړۍ له قدرتونو سرهیې د اټمي تړون پر سر ځکه بیا خبرې پیل کړي چې له بندیزونو پرته د ایران صادراتو ته زمینه برابره شي.
حسین امیر عبدالهیان دا څرګندونې په ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو په اړه د خبرو د اتم پړاو له پيل مخکې کړې دي.
ټاکل شوې چې دا خبرې نن د اروپا په وخت د ماښام شپږ بجې چې افغانستان کې نههنیمې کېږي، پیل شي.
ایراني رسنیو د ښاغلي عبدالهیان په حواله ویلي، دوی تر هر څه لومړی په دې لټه کې دي چې د ایران تېل په اسانه وپلوري. Читать дальше...
د پاکستان کورنيو چارو وزیر وايي، له افغانستان سره پر ډیورند کرښه د اغزن تار لګولو مسئله حل شوې او اوس به دا کار له طالبانو سره په ګډه کوي.
شېخ رشيد پرون (د ډسمبر په ۲۶مه) په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډېره قرباني ورکړې او پیسې یې پرې لګولې دي.
طالبانو سملاسي په دې اړه څه نهدي ویلي، خو وروستیو ورځو کې ډیورند کرښې ته نږدې د طالبانو ځینو ځایي چارواکو د اغزن سیم پر سر غبرګون وښود.
د ډسبمر په ۲۰مه پر ټولنیزو رسنیو د ننګرهار د استخباراتو د مشر ډاکتر بشیر یوه وېډیو خپره... Читать дальше...
په کابل کې نن یوې چاودنې دوه طالب سرتېري ټپیان کړل.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه نن مازدیګر د څلورمې حوزې اړوند ګل سرخ څلور لارې سره شوې.
د وزارت مرستیال ویاند عاقل جان عزام رسنیو ته ویلي، ماین په یوه ګلدان کې ایښودل شوی و.
دا ماین داسې مهال چاودلی چې د طالبانو یو موټر له سیمې تېرېده.
سملاسي یې کومې ډلې مسؤلیت نهدی منلی، خو طالبانو له دې وړاندې دا ډول چاودنې داعش ډلې ته منسوبې کړې دي.
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه او د نورین ټلوېزیون مشر عارف نوري د کورنۍ غړي وایي، عارف نوري طالبانو نیولی دی.
د ښاغلي نوري د کورنۍ غړي وايي، طالبان له کوم اجازه لیک پرته د دوی کور ته ننوتل او عارف نوري یې له ځان سره یووړ.
د ښاغلي نوري زوی رومان نوري ازادي راډیو ته وویل، د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته یوه بجه د طالبانو وسلهوال کسان راغلل او پلار یې د دوی له کوره چې د کابل په پروان سه سیمه کې دی له ځانه سره یووړ.
دی زیاتوي: "موږ هېڅ خبر نهدرلود. اصلاً هېڅ هم نهو. د حاجي د نیولو لپاره کوم سند موجود نهو. Читать дальше...
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د هغې وېډیو په اړه څېړنه کوي چې پهکې ښکاري وسلهوال یو "پخوانی پوځي" وهي ډبوي. پر ټولنیزو شبکو داسې ادعا شوې چې دا وسلهوال کسان طالبان دي.
د دغه وزارت ویاند سعید خوستي خبریالانو ته ویلي، دوی به دا کسان پیدا او په خبرهیې راتلونکي کې به د داسې پېښو مخه ونیسي.
ځایي خبریالانو هغه کس چې شکنجه کېږي، رحمتالله قادري یاد کړی چې د پخواني نظام د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان و.
په هغې وېډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي، ښکاري چې وسلهوال کسان په یوه... Читать дальше...
هیرس د سي بي اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې ويلي چې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی نو ځکه طالبان څاري څو ډاډه شي چې هلته له نجونو او ښځو ملاتړ کېږي.
د افغانستان برښنا شرکت او د تاجکستان د "برق تاجک" شرکت ترمنځ د ۲۰۲۲م کال د برېښنا د واردولو قرارداد لاسليک شو.
د افغانستان د برښنا شرکت وایي چې دا تړون د دواړو لورو د پلاوو تر دوه ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شو.
د دې شرکت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او تاجکستان د برېښنا مسؤلانو پر ځینو نورو سیمهییزو پروژو لکه «کاسا ۱۰۰۰» او د «۵۰۰ کیلو ولټه» لین د غځولو پر پروژو هم خبرې وکړې.
له دې وړاندې داسې اندېښنې وې چې برښنا شرکت ممکن د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته پورونه ورنهشي کړای چې ورسره به په افغانستان برېښنا پرې شي. Читать дальше...
مسکو راتلونکې میاشت د روسیې-ناټو شورا په جوړېدونکې غونډه کې په خپل ګډون غور کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د داسې یوې غونډې وړاندیز ورته کړی دی.
روسیې په دې غونډه کې د ګډون یا نهګډون پرېکړه لا نهده کړې، خو تاس خبري اژانس د کرملېن د یوه ویاند په حواله ویلي "دوی پرې غور کوي".
د ناټو یوه ویاند هم چې نومیې نهدی ښودلی ویلي، دوی له روسیې سره په اړیکه کې دي چې غونډه کې د ګډون ډاډ ورکړي.
د روسیې-ناټو شورا ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، خو په وروستیو کې د اوکراین په ختیځ کې د شخړې له کبله غیر فعاله شوې ده.
د ننګرها ولایت د ښاروالۍ چارواکو د نفتي موادو لپاره تازه نرخونه وټاکل.
د دې ولایت د ښاروالۍ مسؤلینو په یوې خبرپانه کې ویلي، له دې وروسته باید په دغه ولایت کې یو لیتر ډیزل ۶۹ افغانۍ، یو لیتر پطرول ۷۰ افغانۍ او یو کيلو ګاز په ۸۲ افغانۍ وپلورل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو په لوړېدو سره د نفتي او خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي.
د یادونې ده چې دا مهال په کابل کې یو کیلو ګرام... Читать дальше...
ټاکل شوې د ۲۰۱۵م کال اټمي تړون د بیا احیا لپاره له ایران سره مذاکرې نن په ویانا کې بیا پیل شي.
د اروپايي ټولنې د مذاکراتي هیئت مشرې انریکه مورا تېره اوونۍ د دغو مذاکرو د بیا پیل نېټه اعلان کړې وه.
هغې ویلي و چې مهمه ده د مذاکرو په اتم پړاو کې د کلیدي مسایلو او راروانو اقداماتو په اړه بحث او د امریکا له متحده ایالاتو سره له نږدې کار وشي.
دغه مذاکرې له تېر نومبر میاشتې راهیسې لږ پرمختګ لري.
د چین، بریتانیا، فرانسې، جرمني او روسیې ډیپلوماتانو په خبرو کې په مستقیم ډول برخه اخیستې ده، خو امریکا پهکې په غیر مستقیم ډول ونډه لري. Читать дальше...
په افغانستان کې ورځ تر بلې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په پراخېدو دي.
تازه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کمالا هارېس په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د افغان نجونو او ښځو سره د روان چلند په اړه اندېښنه ښودلې.
هارېس د سيبياېس ټلوېزیون د «فېس د نېشن» (FACE THE NATION) خپرونې سره مرکه کې وویل، طالبانو له افغان نجونو او ښځو سره مناسب چلند نهدی رعایت کړی.
خو د مېرمن هارېس په خبره، له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی او دوی طالبان... Читать дальше...
شيخ رشيد د دیسمبر په ۲۶مه په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډيره قرباني ورکړې ده. "غواړو چې دا اغزن تار د طالبانو سره په شريکه ولګوو. پر
د کندز ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو زیات شمېر پوځیان پرته له پوځي یونیفورم له وسلو سره په ښار کې تګ را تګ کوي او دې مسئلې خلکو ته د مسؤلو او نامسؤلو وسلهوالو ترمنځ توپیر ستونزمن کړی دی.
د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي ۶۰ کلن عزیزالله چې ښار ته په سودا پسې راغلی ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا غوښتنه کوو چې باید د امنیتي کسانو یونیفورم معلوم شي، ترڅو خلک په اسانۍ سره د غله او غیر مسؤله وسلهوال توپیر وشي کړای. چارواکي باید دې مسئلې ته جدې پاملرنه وکړي... Читать дальше...
په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه معلوماتي ووبپاڼه ساوت اېشیا ټېرېرېزم پورټل وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې ۲۶۰ وسله وال بریدونه وشول چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. په دې کې تر ټولو زیاتې حملې په بلوچستان کې وشوې. د ووبپاڼې په خبره، په حملو کې د ولسي وګړو په ګډون امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله واوښته. د حملو ذمه وارۍ بېلا بېلو وسله والو ډلو ومنلې. په ۲۰۲۱ز کې په پاکستان کې د وسله والو حملو په اړه د بېلا بېلو خبري اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل.
د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل له ورځې سره برابره ده چې سږ کالیې ۴۲مه کلیزه ده.
د سرو پوځونو د یرغل د ورځې په اړه طالبان او پخواني مجاهدین یوه خوله دي.
دوی د جدي شپږمه غندي او په افغانستان کې یې د جګړو پیلامه ګڼي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "شپږم د جدي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ورځ ده، دا ورځ د افغانستان لپاره توره ورځ وه، دا د ۴۰ کلنې غمیزې د... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د اوکراین په پولو کې د لسګونو زرو روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په اړه کړکېچ زیات شوی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، که لوېدېځ د امنیتي ضمانتونو په اړه د مسکو غوښتنې پوره نهکړي، په بېلابېلو انتخابونو غور کوي.
مسکو د دې میاشتې په پیل کې د امنیتي سندونو مسوده وړاندې کړه او د ختیځ په لور د ناټو د پراختیا او د اوکراین او ګرجستان په څېر هېوادونو سره د دغه تړون د نظامي همکارۍ د پای ته رسولو غوښتنهیې وکړه.
ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ په خپل کلني خبري کنفرانس کې هم پر لوېديځ... Читать дальше...
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر حزبالله ډلې تور ولګاوه چې د یمن له حوثي یاغیانو سره پر عربستان د میزائیلو په توغولو او د بېپېلوټه الوتکو په حملو کې مرسته کوي.
د دغه ائتلاف په خبره د لبنان او ایران لهخوا د حزبالله افراطي غورځنګ ملاتړ کېږي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ویاند ترکي المالکي پرون خبریالانو ته وویل، د ایران له ملاتړه برخهمن حوثي یاغیانو د صنعا هوايي ډګر نظامي کړی او پر سعودي عربستانیې د حملو لپاره کاروي، خو حوثي یاغیان دغه تور ردوي.
ترکي المالکي خبریالانو ته هغه وېډیوګانې... Читать дальше...
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه وايي چې د نورین خصوصي ټلوېزیون د امتیاز خاوند محمد عارف نوري ظاهراً د طالبانو لهخوا په کابل کې نیول شوی دی.
دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی نوري پرون ماسپښین د کابل په کارته پروان کې له خپله کوره بېول شوی چې تر اوسهیې د برخلیک په اړه معلومات نهشته.
د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د دغسې پېښو له کبله اندېښنه ښوولې او د محمد عارف نوري د خوشې کېدو غوښتنهیې کړې ده.
طالبانو د دې موضوع په اړه تر اوسه کومه تبصره نهده کړې.
د پنجشېر سلګونه اوسېدونکو تر بېګا ناوخته د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون خپل اعتراض ته دوام ورکړ.
معترضینو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د طالبانو وسلهوالو د یکشنبې په ورځ د محمد اقا په نوم یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د مظاهرې ګڼې وېډیوګانې په خواله رسنیو خپرې شوي.
د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني د معترضینو منځ ته ورغلی و او ډاډ یې ورکړ چې پېښه به څېړل کېږي.
خراساني وویل: "د وژنې یا ځپنې امر د مشرانو لهخوا نهدی شوی. هر څوک چې په خپل سر هر جنایت وکړي نیول کېږي... Читать дальше...
په کندهار کې د شيعهګانو د یوه جومات ملا امام او درې نور لمونځ کوونکي د چاقو په ګوزارونو ټپيان شوي.
یوه سرچینه چې نهغواړي نومیې خپور شي ازادي رادیو ته وویل چې یکشنبه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې د شیعهګانو اړوند د امام علي په جومات کې یو کس د ماسپښين تر لمانځه وروسته د دې جومات پر امام یاسین سروري د چاقو په وسیله برید کړی او هغهیې سخت ټپي کړی.
د سرچینې په وینا نورو لمونځ کوونکو د امام د ساتنې هڅه کړې چې په هغوی هم بریدګر ګوزارونه کړي او ټپیان کړي یې دي.
بریدګر نیول شوی او د طالبانو مسؤلینو ته سپارل شوی دی. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله نن له خپلو هندي سیالانو سره لوبه لري.
دا لوبه په دوبۍ کې ده چې د افغانستان په وخت به له غرمې مخکې په ۱۰ بجو پيل شي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د دې لوبې ګټونکی ټيم تر ډېره پورې بل پړاو یا سیمي فاینل ته د تلو چانس ترلاسه کوي.
هوتک وویل: "افغان لوبډله به په بشپړ چمتووالي سره د هند پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. دواړو ټیمونو له دوو لوبو یوه یوه ګټلې او دا لوبه ځکه مهمه ده چې په ګټلو سرهیې بل پړاو ته د تګ ډېر چانس ترلاسه کوي."... Читать дальше...
غلام غوث ناصري د طالبانو حکومت لهخوا د ښار جوړونې وزارت د سرپرست په توګه معرفي شوی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په خپل ټویټر دا خبر ورکړی.
هغه ویلي چې ښاغلی ناصري د رئیسالوزرا په امر د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي او اداري معین او د وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی.
تر دې یوه اوونۍ مخکې مسلم حقاني د ښار جوړولو وزارت د سرپرست په توګه معرفي شوی و.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې کابینهیې موقتي ده او د وخت په تېرېدو پهکې تغيیرات راولي.
د هغو ۲۷ کسانو جسدونه چې اروپا ته په لار په مدیترانې سمندرګي کې ډوب شوي وو، د لیبیا په لوېديځ ساحل کې وموندل شول.
د لیبیا د سرې میاشتې پرونی راپور زیاتوي چې د دغو خلکو مړي د اوبو څپو ساحل ته رسولي.
د لیبیا سرې میاشتې ویلي چې دوه نور کډوال ژغورل شوي او د لټون عملیات روان دي.
ښايي د دوی کښتۍ د لیبیا سواحلو ته نږدې ډوبه شوې وي.
لیبیا چې له یوې لسیزې راهیسې د بېقانونۍ په جال کې ګیر ده، د هغو کډوالو لپاره یو له اصلي لارو ده چې د افریقا او منځني ختیځ له بېوزلۍ او کورنۍ جګړې څخه د ښه ژوند په هیله اروپا ته تښتي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Синоптик Позднякова: 9 мая в Москве еще будет кружить снег
Путин в России и мире
Москва
А броня, как у вертолета: какие автомобили предпочитает Владимир Путин
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: Минск не будет рисовать никаких линий, мгновенно ответит на агрессию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Булат Окуджава
И только мы, плечом к плечу, врастаем в землю тут… Работники ОАО «Гомельтранснефть Дружба» и АО «Транснефть – Дружба» посвятили фронтовикам песню Булата Окуджавы
Москва
Политолог Межуев: Инаугурация продемонстрировала глубокое осознание президентом собственного долга пред Отечеством
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net