لسګونه ښځی د سه شنبې په ورځ، په ښځو د طالبانو د حکومت پر لګول شويو محدويتونو د اعتراض په توګه د پلازمېنې کابل واټونو ته راووتلې.
طالب ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې. يو شمېر اعتراض کوونکې د ګډوډۍ او تېښتې پرمهال ټپي شوې. طالبانو" د کورنيو چارو د وزارت له اجازې پرته " مظاهرې منع کړي دي. خو اعتراض کوونکو ازادي راډيو ته ويلي چې د پرلپسې غوښتنو سربېره طالبانو د ښځو اعتراضونو ته اجازه نه ده ورکړې.
طالبانو پرلپسې ويلي " د اسلامي شريعت په چوکاټ کې " ښځو ته د کار او زده کړو اجازه... Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ وایي دی د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د یوې ښې اټمي موافقې پر ضد نهدی، خو دې ته د شک په سترګه ګوري چې په دې اړه به روانه اوونۍ په ویانا کې پیل شوې خبرې داسې یوه نتیجه ورکړي.
ښاغلي بېنېټ د اسرائیل پوځي راډیو ته نن سې شنبه وویل، بالاخره به یوه ښه معامله وشي، خو ایا اوس چې یو محرک حالت دی، د دې شي وخت رارسېدلی؟ هغه زیاته کړه نه، دا ځکه چې یوه سخت دریځ ته اړتیا ده.
اسرائیل له دې مخکې د نړۍ د قدرتونو او ایران ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون سره چې اوس د احیا لپاره خبرې بیا پیل شوي، مخالفت ښوولی و. Читать дальше...
په افغانستان کې مېشت اهل تشیع له طالبانو د تشیع مذهب په رسمیت پېژندل او د اهل تشیع د شخصیه احوالو د تطبیق لپاره د ځانګړو محاکمو د جوړولو غوښتنه کړې.
د ټولو مذهبونو د پیروانو په ګډون د یو ټولشموله اسلامي نظام جوړول او بېلابېلو سیمو کې اړمنو ته د مرستو رسول د افغانستان د اهل تشیع اوسېدونکو نورې اساسي غوښتنې دي چې تازه د یو شمېر افغان شیعهګانو لهخوا مطرح شوې دي.
دوی په ټینګار سره وايي، تر کومه چې په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ یو ټولګډونه اسلامي نظام رامنځته کېږي د شیعهګانو استازي باید د هېواد په مهمو پرېکړو کې برخه ولري. Читать дальше...
په افغانستان کې د جمهوري نظام تر نسکورېدو او د طالبانو واک ته رسېدو سره په زرګونه ځوانان چې له بهرنیو پوهنتونونو څخهیې تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي و، له یو نامعلوم حالت سره مخ دي.
دوی ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د په رسمیت نهپېژندلو له امله هېوادونه زموږ د بورسونو برېښنالیکونو ته ځواب نهورکوي.
دغه محصلین پر نړیوالې ټولنې او طالبانو غږ کوي چې زدهکړې دې د سیاست نهقرباني کوي.
مريم جامي يو کال وړاندې په امريکا کې د فولبرايټ سکالرشپ لپاره غوښتنليک ورکړی و او د سکالرشپ لومړي او دوهم پړاوونهيې... Читать дальше...
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وایي، ترکي او قطري خصوصي شرکتونو موافقه کړې چې په ګډه به د کابل په ګډون د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د فعالیت چارې تنظیموي، خو په دې اړه لا تر اوسه د طالبانو له حکومت سره نهایي موافقه نهده شوې.
ښاغلي اوغلو پرون دوشنبه وویل چې په دې اړه یو تفاهملیک د روانې میاشتې په پیل کې په دوحه کې لاسلیک شوی.
د هغه په خبره متحده عربي اماراتو چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې یې د کابل د هوایي ډګر د ملکي برخې چارې تنظیمولې هم لېوالتیا ښوولې چې له دغو دوو شرکتونو سره به یوځای شي. Читать дальше...
طالبانو د نورین ټلوېزیون د امتیاز خاوند عارف نوري خوشې کړ.
د عارف نوري زوي رومان نوري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن مازدیګر ۴:۰۰ بجې د ده پلار خوشې کړی دی.
رومان نوري وایي چې د پلار روغتیایي وضعیتیې ښه دی، خو د دې په اړه چې هغه نږدې ۵۰ ساعته چېرته تېر کړي څه ونهویل.
عارف نوري د یکشنبې په ورځ د غرمې ۱ بجه د طالبانو لهخوا نیول شوی و.
د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې اجرائیوي رئیس حجتالله مجددي تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و طاالبانو دوی ته ویلي چې د عارف نوري نیول کېدل د هغه له خبریالۍ سره تړاو نهلري. Читать дальше...
په دې ویډیويي رپورټ کې تاسو د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر هغه کور لیدلای شی چې هغه پکې ماشومتوب او زلمیتوب تېر کړی وو. د دې ترڅنګ د هغه له یو نژدې ملګري سره هم خبرې شوې دي. د تفصیل لپاره دا ویډیو وګورئ
د هند د بالیووډ سینما مشهور ستوری سلمان خان د مار له چیچلو وروسته شپږ ساعته په روغتون کې تېر کړل.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې سلمان خان ویلي چې د دوشنبې په ورځ د خپلې زوکړې د ۵۶مې کلیزې له لمانځلو مخکې دوه ځلې مار چیچلی دی.
سلمان خان زیاته کړې چې هڅهیې کوله مار ممبیي ته نږدې له خپل کوره وباسي چې دی یې وچیچه.
د هغه په خبره مار په مصون ډول ځنګله ته لېږدول شوی.
د هغې څېړنې له مخې چې تېر کال خپره شوې، په هند کې د مار چیچلو له امله هر کال شااوخوا ۵۸ زره کسان مري.
اروپایي ټولنه تور پورې کوي چې د بېلاروس الياکسانډر لوکاشينکا د منځني ختيځ زياتره کډوالو ته لاره ورکوي چې د پولېنډ او د اروپايي اتحاديې نورو غړيو هېوادونو لکه ليتويا او ليتوانيا پولو ته ځان ورسوي.
د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي چې دا تګلاره به د ډېسمبر پر ۲۸مه د نورې منظورۍ لپاره د وفاقي کابینې په غونډه کې وړاندې کېږي.
په کابل کې یو شمېر ښځو نن د هغه څه په غبرګون کې چې دوی یې توپیري چلند او ټولنیزه بېعدالتي بولي لاریون وکړ.
دوی د کار، ډودۍ، ازادۍ او د قانوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کوله، خو وايي د همدې غوښتنې له امله د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې.
له دوی یوې لاریون کوونکې تمنا صدیقي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر دوی ډزې وکړې او یو شمېر لاریون کوونکې یې ټپیانې کړې.
دا زیاتوي: "تمه وه د کابل په دوو سیمو کې لاریون وکړو، خو بدبختانه د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوو. هغه کسان چې غوښتل یې دې لاریونونو... Читать дальше...
بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د ډېسمبر پر ۲۷مه د خپلې مور او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د ۱۴م تلین غونډې ته په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
په کابل کې یو شمېر ښځو نن د هغه څه په غبرګون کې چې دوی یې د ځانونو په وړاندې توپیري چلند او ټولنیزه بېعدالتي بولي لاریون وکړ.
لاریونوالو د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه ورکول او غوښتنهیې کوله چې قانوني حکومت دې جوړ شي.
پرون هم ځینو ښځو په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړو اجازه ورکړي.
د ازادي راډیو خبریال د میدان ښار له پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت ولې د ښځو د لاریونونو او اعتراضونو مخه نیسي؟
دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ... Читать дальше...
د برلین د څارنوالۍ دفتر پرون دوشنبه اعلان وکړ چې دوه افغان وروڼهیې د خپلې خور په وژلو چې هغه د ناموسۍ قتل بلل شوی، رسماً تورن کړي دي.
څارنوالانو ویلي چې د ۳۴ کلونو په عمر قرباني چې د دوو اولادونو مور وه، پنځه میاشتې مخکې په دې خاطر چې د ښځو د چلند له سختو مقرراتو څخهیې چې د افغانستان په ډېرو برخو کې نافذ دي، سرغړونه کړې وه، وژل شوې.
وژل شوې ښځه له خپل افغان مېړه جلا شوې وه.
د جرمني په رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د ۲۲ او ۲۵ کلونو په عمر دواړه وروڼه چې یوه غټ بکس ورسره دی، د برلین سود کریوز د اورګاډي تمځای ته وړي. Читать дальше...
د افغانستان برښنا شرکت وایي، دوی به له ازبکستان سره هم د برېښنا د واردولو تړونونه لاسلیک کړي.
د دغه شرکت د مشرتابه پلاوی په تاشکند کې دی او په دې اړه له ازبکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
پرون دغه پلاوي د تاجکستان له برق تاجک شرکت سره د ۲۰۲۲م کال د برېښنا د واردولو قرارداد لاسليک کړ.
افغانستان د اړتیا وړ خپله برېښنا تر ډېره د منځنۍ اسیا له همدې دوو هېوادونو واردوي.
د اګسټ له ۱۵مې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي دا هېواد د تاجکستان په ګډون د برېښنا له واردوونکو هېوادونو په لسګونه ملیون ډالرو پوروړی دی.
د خوست سوداګر غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له هېواده د زڼغوځیو د برامد لارې چارې پیدا کړي. دوی وايي، که په وخت یې زڼغوځي چین، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادر نه کړل نو خرابېږي او په مېلیونونو افغانۍ زیان به ورورسېږي. د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هغه هېواد نړیواله سوداګري خورا زیاته اغېزمنه شوې. خو طالب چارواکي وايي، د زڼغوځیو د برامد هڅې کوي او غواړي چې د سوداګرو دا ستونزه حل کړي. د افغانستان د نهو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، کابل... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وایي، امریکایي او روسي چارواکي به د جنورۍ په ۱۰مه پر امنیتي مسئلو خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند فرانس پرس او روېټرز خبري اژانسونو ته ویلي چې دا خبرې به د اټمي وسلو پر کنټرول او د اوکراین پر مسئلو ورټولې وي.
دغه ویاند ویلي، کله چې موږ خبرو ته سره کېنو، روسیه کولای شي خپلې اندېښنې د مېز پر سر کېږدي او موږ به هم د روسیې د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړو.
د دې ویاند په خبره ځینې برخې به وي چې پهکې وکولای شو پرمختګ وکړو اوځینو نورو کې ښایي اختلاف ولرو. دا د ډیپلوماسۍ یو جز دی. Читать дальше...
د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا په اساسي قانون کې د داسې بدلونونو طرحه خپره کړې چې له مخې یې دی تر ۲۰۳۵ کال پورې واک کې پاته کېدای شي.
لوکاشینکا ویلي چې د اساسي قانون د تعدیلاتو دا طرحه به د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې ټولپوښتنې یا ریفرانډم ته وړاندې کړي.
دا طرحه پرون د ډسمبر په ۲۷مه د بلاروس د دولتي خبري اژانس بیلتا لهخوا راپور او د ولسمشرۍ پر وېبپاڼه هم خپره شوه.
لوکاشینکا داسې مهال په اساسي قانون کې د بدلون هڅه کوي چې دغه هېواد کې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ میاشتې ټاکنو لانجه لا هواره شوې نهده.
... Читать дальше...
د جرمني پولیس وایي، سږ کال ۱۱ زره ناقانونه کډوال یوازې د پولنډ پر سرحد دغه هېواد ته وراوښتي دي.
اروپایي ټولنه وایي، د بلاروس رژیم له خپلې خاورې په استفادې دغو کډوالو ته د اروپا د تګ زمینه برابره کړې ده.
دغو کډوالو کې چې د پولنډ له پولې اروپا ته اوړي، د منځنۍ ختیځ، افریقا او افغانستان اتباع شامل دي.
د جرمني پولیسو پرون دوشنبه یوه خبرپاڼه کې وویل، د دغو کډوالو شمېر اوس کم شوی.
د دوی د معلوماتو له مخې روانه ډسمبر میاشت کې یوازې ۴۷۰ تنه له دې لارې ورغلي، حال دا چې اکټوبر او نومبر میاشتو کې دا شمېر ۸ زره و. Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د افغانستان-تاجکستان په پوله امنیتي وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړه.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې پوتین پرون دوشنبه له خپل سیال د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په غونډه کې دغه اندېښنه څرګنده کړه او ویېویل چې دا هغه مسئله ده چې دی له ولسمشر سره پرې په دوامدار تماس کې دی.
پوتین پرون دوشنبه دغه اندېښنه داسې مهال څرګنده کړه چې روسیه پر وسلو او تجهیزاتو د تاجک ځواکونو د سمبالولو د لومړنۍ مرحلې د پای ته رسېدو خبر ورکوي.
د تاس اژانس په دوشنبه کې د روسیې... Читать дальше...
د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته نږدې په یوه قبایلي سیمه کې پر یوې پوځي پوستې د سختدریځو وسلهوالو په برید کې د یوه سرتېري د وژلو خبره کوي.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې دا پېښه پرون دوشنبې د شمالي وزیرستان په شیوا ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
پوځ ویلي یو سرتېری یې د سختو نښتو په نتیجه کې وژل شوی او په حمله کوونکو پسې یې سیمه پلټلې ده.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نهدی اخیستی، خو د تحریک طالبان پاکستان له هغې وروسته چې له حکومت سرهیې د سولې خبرو نتیجه ورنهکړه، د پاکستان پر پوځ او پولیسو بریدونه بیا زیات کړي دي. Читать дальше...
د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره د تهران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ خبرې پرون دوشنبه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې بیا پیل شوې.
تهران وایي، د دغو خبرو په نتیجه کې باید پر ایران د امریکا لګول شوي بندیزونه لیرې شي.
د اروپایي ټولنې ویاند الیان متون (Alain Matton) په یوه ټویټ کې ولیکل چې د خبرو اتم دورپه ویانا کې پیل شو.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په دوره کې اووم پړاو خبرې د ډسمبر په ۱۷مه بېنتیجې پای ته رسېدلې وې.
د راپورونو له مخې ایران ځینې نوې غوښتنې وړاندې کړې دي.
د ایران... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د مسکو او واشنګټن ترمنځ پر امنیتي مسایلو خبرې به د نوي کال له رخصتیو وروسته وشي.
لاوروف ویلي چې روسیه غواړی چې د هېواد پوځي چارواکي یې له ناټو سره په خبرو کې برخه ولري.
روسیه د اورتودوکس جشن هر کال د جنوري په اوومه لمانځي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د لسګونو زرو سرتېرو د ځای پر ځای کېدا پر سر د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ډېر زیات شوی دی.
امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو روسیې ته خبرداری... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۲ کال هغه دفاعي بودجه توشېح کړه چې پر اساسيې په افغانستان کې د امریکا د نږدې ۲۰ کلنې جګړې د ارزونې لپاره یو کمېسیون ټاکل کېږي.
سپینې ماڼۍ پرون دوشنبه وویل چې ولسمشر بایډن د ۷۷۰ ميلیارده ډالرو دغه دفاعي بودجه چې مخکې د کانګرس دواړو جرګو تصویب کړې وه، لاسلیک کړه.
دواړو د استازو او مشرانو جرګو د روانې میاشتې په پیل کې په غوڅ اکثریت د دغې بوجې تصویب ته رایې ورکړې وې.
په تېرو کلونو کې په دفاعي بودجه کې به په میلياردونو ډالر د افغانستان د جګړې لپاره ځانګړي کېدل، خو... Читать дальше...
یو شمېر ښځو بیا هم په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ښځو ته دې د کار او نجونو ته دې د زدهکړو اجازه ورکړي.
دوی چې ځان د سیاسي مشارکت په نوم د یوې شبکې غړي پېژني، دا ځل په کابل کې په یوه نامعلوم ځای کې په يوه کور کې راټولې شوې وې او ټینګار یې کاوه چې له ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول د ټولو انسانانو د څنګ ته کولو په معنی ده.
دوی په حکومت کې د سیاسي مشارکت غوښتنه کوله.
د دغو ښځو شمېر چې ۲۰ تنو ته رسېده، ټولو په یوه خوله دا شعار ورکاوه چې له ټولنې د ښځو او نجونو حذف ناممکن دی. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
К.ВАЛИЕВА, 23 КИТАЙЦА, WADA помогают раскрыть сеть секретных преступных отделов. Дело Скрипалей можно дополнить с пользой.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
«Метриум»: Заповедные земли
Путин в России и мире
Москва
А броня, как у вертолета: какие автомобили предпочитает Владимир Путин
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: Минск не будет рисовать никаких линий, мгновенно ответит на агрессию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Queen
Свой день рождения White Queen отметила вечеринкой в космическо-морской тематике
Москва
Путин поручил снизить объём неочищенных сточных вод в два раза к 2036 году
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net